تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلاصون لار
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 11, 2020
  0

د خلاصون لار

 

ژباړه: اصیل زارع

 

د دې خبري شاهدي ورکول چي د الله تعالی څخه پرته بل هيڅ د عبادت وړ معبود نسته او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د هغه بنده او رسول دی.

د دې خبري اقرار کول چي د الله تعالی څخه اضافه بل هيڅ حقيقي معبود نسته، دا کلمه د الله تعالی د الوهيت څخه په یقیني توګه انکار کوي، او صرف الله تعالی لپاره د واحد عبادت کول ثابت کوي.

 

الله تعالی فرمائي:

دا ددې لپاره چي یوازي الله حق دى او هغه ټول چي دوی يې د الله څخه پرته بولي ، باطل دي. او یوازي الله لوړ او لوى دى.[سُوۡرَةُ الحَجّ : ۶۲]

په بل ځای کي بيا الله تعالی فرمائي:

او څوك چي له خداى سره كوم بل معبود وبولي، چي د هغه لپاره ورسره څه دليل نه وي،  نو د کس  هغه حساب د هغه له رب سره دى. دغسي كافران هیڅكله نسي ژغورل كېداى.[سُوۡرَةُ المؤمنون : ۱۱۷]

 

دا عظيمه کليمه ویونکو ته هيڅ فائده نسي رسولای او نه هم هغوی د اسلام په دايره کي شامل کولای سي، تر هغو چي د دې کليمې ويونکي د دې کليمو په معنا، مقصد او مفهوم ځان خبر نکړي. ځکه د منافقينو په وخت کي داسي ډېر منافقين وه چي دا کليمه به يې ويل خو بيا به هم د الله تعالی د عذاب په چپلاخه ووهل سول.

 

کليمه توحيد(لااله الا الله) اته شرطونه لري.

 

۱-علم: یعني د دې کليمو په معنا پوهېدل د جهالت څخه د انسان نفي کوي.

 

۲-يقين: يقين د شک منافي دی. د دې کليمې ويونکي لپاره ضروري ده، چي پر دې خبري هم يقين او باور وکړي چي الله تعالی سبحانه و تعالی حقيقي معبود دی.

 

۳-اخلاص: يعنی بنده خپل ټوله عبادتونه د خپل رب لپاره خالص کړي.

 

۴-صدق: د درواغو منافی دی. د دې کليمې اقرار کوونکو لپاره ضروري دی، چي دا کليمه په ژبه او د زړه په ژبه ومني. (يعنی څه چي په زړه کي دي هغه بايد اظهار سي)

 

۵محبت:يعنی د الله تعالی سره بايد محبت ولري. ځکه که چيري په زړه کي محبت نه وي، نو هغه کافر دی.

 

۶انقياد:صرف د الله تعالی واحد ذات عبادت کول او د هغه د راستول سوي شريعت تابع داري کول او د هغه د حقيقي حقانيت معتقد کېدل.

 

۷قبول:کليمه توحيد د الله تعالی پر  واحد ذات او د هغه څخه د نورو معبودانو د نفي کولو پر معنا صدق کوي.

 

۸بايد هغه کس د الله تعالی څخه پرته د بل هيڅ کس عبادت ونکړي او د الله تعالی لاري ته يو بلونکی سي.

 

انكار وکړي، نو هغه دي په دې پوه وي چي الله له ټولو نړیوالو څخه بې نيازه دى.[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۹۷]

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته