تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمریز نظام
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

لمریز نظام

 

راليږونکی: سیف الله عاصم

 

لمريز نظام له لمر او ټولو آسماني سيارو څخه عبارت دي ، چي د لمر د جاذبې په ساحه کی د لمر پر شا وخوا تا ويرږي  دغه آسماني جسمونه دلمر برسیره له سيارو ، سپوږمۍ ، لکۍ لرونکو ستورو ، استروئيدونه او ميتو  رايتونه څخه تشکيل دي .

 

لمريز نظام د ملياردو کائناتو په پرتله ځمکي ته نږدې موقيعت لري . ځکه ځمکه د همدغي منظومې يوه برخه ده چي  د واټن لږ والي يې پوهانو ته دا زمينه برابره کړې ده چي دهغې په باره کي خورا ډېر معلومات تر لاسه کړي . لمريز نظام د جوړښت له پلوه د لمر او نورو آسماني جسمونو څخه جوړ سوی دي چي دلمر په مرکز او نور  آسماني جسمونه په ټاکلو مدارونو کي د هغې پر شاوخوا څرخيږي . له هغو ټولو  لويو آسماني مو جوداتو  څخه چي دلمر پر شاوخوا حرکت کوي دځمکي برسيره يوشمير سپوږمۍ ، لکۍ لرونکي ستوري ، زرګونه استرويدونه او ګڼ شمير ميتو رايتونه هم دلمر پر شاوخوا حرکت کوي .

 

د لمر پر شاوخوا د سیاراتو حرکت لاندي ځانګړ تياوي لري :

۱ : د سياراتو مدار د لمر پر شاوخوا دايرې ته ورته بیضوي شکله دي.

۲ : د سياراتو دمدار مستوي يو له بله سره ډېر لږ توپير لري.

۳ : د ټولو سياراتو تګ لوری د لمر پر شاوخوا  يو ډول  يعنی له لويديځ څخه د ختيځ په لوري دي .

 

په عمومي توګه که چيري دسياراتو حرکت  دلمر پر چاپيره د ليدلو وړ وای نو ممکنه وه چي موږ لمريز نظام د يوه ګروپ په څير چي بيضوي حلقو څخه چي د يوه لمريز مرکز بر شاوخوا په حرکت کي دي او پلوتو تر مدار پوري  به يې څلور مليارده ميله  پراختيا موندلې وای ليدلای موسو .

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته