تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند ارزښت د یوه سپين ږیري له نظره
 
  December 22, 2013
  0
وليد بن عبد الملک د وخت خليفه و يوه مسجد ته ورننوتى، هلته يې يو سړئ وليدى چي  عمر يې ډير زيات ؤ، د مسکنت او لوږي علامې پر ښکاره وې، د زوړ واله څخه یې هډوکي خوړه سوي او ملا يې کږه سوې وه،  وريښتان يې سپين سوي وه، او په دعاء مشغوله ؤ،کوم وخت چي وليد ور نژدې سو وايې ورېدل چي دغه ضعيف او سپين ږيرى سړئ په دعاء کي د عمر د اوږد والي او ډېر والي خواست او غوښتنه کوي، وليد غوښته چي خوش طبعي يا ټوکه ور سره وکي نو يې ورته و ويل: اې سپين ږيرې! ستا نور هم ژوند خوښ دى؟ سره د دې چي ته دغه د ضعف او سپين ږيرتيا په حالت کي يې؟ 

سړي و ويل: يا اميرَالمؤمنين! کوچنيوالى او عبث کارونه يې تېر سوه، ځوانۍ او لهوو لعب يې شا راوګرځول، اوس لوى واله او عقل يې راغله، ضعف او فضيلت يې راغله، که مي په ځان کي صحت او قوت حِس کړه د رب عزوجل شکر او حمد وايم، که مي ضعف او کمزوري حس کړه خپل رب را په ياديږي او عبادت يې کوم، نو دا زما خوښه ده چي دغه دوه خويونه دوام وکي او تر ډېره را سره پاته سي، وليد دا د ده د ښو او خوږو خبرو او عظيم ايمان څخه خوشاله سو او امر يې وکړى چي د ده پالنه دي د بيت المال څخه کيږي او د راحت اسباب دي يې برابر سي.
 

ماخذ: مختصر معلومات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته