تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خندق يا احزابو غزاء دوهمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خندق يا احزابو غزاء

دوهمه برخه

په مسلمانانو کي ډېر فقر او ډېره غريبي وه او د خندق د کندلو په وخت کي په شديده لوږه مبتلا وه تر داسي اندازې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوره درې ورځي هيڅ شئ نه ؤ خوړلى ځکه اصلاً د خوړلو دپاره شئ نه ؤ موجود چي وې خوري او د ډيري لوږي په سبب يې پر مبارک نس ډبري تړلي وې.


په پخوا کي دغه طريقه موجوده وه چي څوک به ډېر وږى ؤ او د خوړلو دپاره به يې شئ نه درلودى نو به يې پر نس ډبره تړل چي دغه ډبره په يوه خاصه طريقه سره تړل کېدل او تر يوې اندازې د لوږي مخ په نيول کېدى. 


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خندق د کندلو په وخت کي د لوږي په سبب پر مبارک نس ډبره تړلې وه، کوم وخت چي جابر بن عبدالله رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېره لوږه و ليدل چي سيد البشر صلی الله علیه وسلم  پر نس ډبره تړلې ده او دا د لوږي هغه آخري حالت دى چي انسان د خوړلو دپاره شئ نه لري او پر نس ډبره تړي، نو جابر بن عبدالله رضی الله عنه  و خپلي ښځي ته و ويل:

 

چي ستا سره د خوړلو دپاره کوم شئ سته چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ور وړم؟ ښځي يې  ورته و ويل: والله زموږ سره بل شئ نسته بېله يوه کوچني وري يا سېرلي او يوه کاسه اوربشي، بس دغه دوه شيه زموږ ټوله هستي او دارايي ده او دغه کوچنئ سېرلى فقط د درو يا څلورو نفرو بسيږي او دغه د اوربشو اوړه هم د دغه لږو نفرو کفايت کوي، جابر رضی الله عنه  و ويل: صحي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د درو څلورو نفرو سره مېلمه کړو چي زموږ سره خواړه و خوري، نو جابر رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او پټ په غوږکي يې ورته و ويل: يا رسولَ الله! زما  سره دومره خواړه سته چي د درو يا څلورو نفرو بسيږي نو هرڅوک چي  ستا د اصحابو څخه ستا خوښه وي هغه درسره ملګري کړه او زموږ کره راسى چي دغه خواړه زموږ سره و خورى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو په منځ کي په لوړ آواز سره ناري کړه: 


يا قوم! جابر تاسي مېلمانه کړي ياست. 
اوس نو د صحابۀ کرامو شمېر په يوه  روايت درې سوه نفره دی او په بل روايت کي زر نفره دي چي دغه دوهم روايت قوي دى او هلته د جابر رضی الله عنه  په کور کي يو سېرلئ پخيږي، جابر رضی الله عنه  وارخطا سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې پرېښاوه او دئ په تلوار مخ پر کور رهي سو، کورته ورغلى ويل ښځي کار خراب سو او رسوا سوم، ښځي  ويل: خير څه پېښه سوه؟ جابر رضی الله عنه  و ويل: زر نفره را رهي دي، ښځي ويل: تا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل چي فقط درې څلور نفره درسره راوله؟ جابر رضی الله عنه  ويل هـو! ما ورته و ويل، بيا ښځي و ويل: تا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل چي موږ  په کور کي د خوړلو دپاره څه شي لرو؟ ويل هـو! ما ورته و ويل، ښځي ويل: الله او رسول الله ښه پوهيږي.


تاسي د دغي مسلماني ښځي و يقين او اطمينان ته وګورى هيڅ نه سوه وارخطا او ويل: (الله او رسول الله ښه پوهيږي) 
او د بله طرفه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زرو يا درو سوو نفرو کي ږغ کوي: چي يا قوم! جابر تاسي مېلمانه کړي ياست، حال دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ويل سوي دي چي فقط درې يا څلور نفره در سره را وله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهېدى چي زه څه کوم، 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو سره د جابر رضی الله عنه کور ته ورغلى وې لیده چي دېګ باندي دى او اوړه د پخولو دپاره تيار دي نو يې و فرمايل: تاسي په دېګ کار مه لرى خواړه زه ځني را باسم، د انصارو ښځي يې د ډوډۍ د پخولو دپاره را وغوښتې، اصحاب کرام لس لس نفره کور ته ورځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تناره څخه ډوډۍ اخلي او د دېګ څخه غوښي را باسي په ډوډۍ کي يې ايږدي يوه يوه نفر ته يې ورکوي ترڅو چي و ټولو نفرو ته که زر وه که درې سوه غوښي او ډوډۍ ورسېدل نه د دېګ څخه شئ کم سو او نه د اوړو څخه، دېګ هم پر هغه حال ؤ اوړه هم هغومره وه. 


د دغه حديث شريف روايت امام بخاري (رح)کړى دي.           
 دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معجزو څخه يوه معجزه وه؛ 
دغه رنګه د نعمان بن بشير رضی الله عنه  خور يوه لپه خرما يا کجور وخندق ته راوړل چي د دې پلار او ماما يې و خوري، دا چي په لار کي تېرېدل پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورغله رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه خرما يا کجور دلته راوړه، هغې هم خرما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو پټو آوار کړی او خرمايې پر واچول او بيا يې د خندق و خلکو ته ور ږغ کړه چي راسى دغه خرما و خورى، خلک ورتله خرما يې اخستل او تله، خرما د کمېدلو پر ځای زياتيږي خلک يې وړي او خرما زياتيږي،

 

اصحاب کرام يې خوري او وړي، مګر خرما نوره هم زياتيږي، ترڅو اصحاب کرام ټول ماړه سوه، هغه صحابي چي د دغه حديث شريف روايت کوي وايي: ټول خلک ماړه سوه او خرما د هغه پټو څخه د ډېر والي په سبب هغه قسم تويېدل، دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معجزو څخه يوه معجزه وه چي د خندق د کندلو په وخت کي ښکاره سوه. 


تر دغو معجزو لویه معجزه هغه وه چي امام بخاري رحمة الله عليه  يې د جابر رضی الله عنه  څخه روايتوي جابر رضی الله عنه  وايي: موږ د خندق په ورځ خندق کِندى چي يوه لویه او سخته ډبره په مخه راغله خلک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ويل: يا رسولَ الله! په خندق کي يوه لویه او سخته ډبره په مخه راغله چي موږ يې نه  سو ماتولاى رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه ورکښته کېږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خندق ته ور کښته سو او پر نس يې د لوږي څخه ډبره تړلې وه، موږ هم درې ورځي د شي څکه نه وه کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  کُلنګ واخستى او ډبره يې په و وهل هغه لويه او سخته ډبره داسي سره تویېدل لکه رېګ. 


د براء بن عازب رضی الله عنه  څخه روايت دى وايي: د خندق د کِندلو په وخت کي د خندق په يوه حصه کي يوه لويه ډبره په مخه راغله چي په کُلنګانو هم نه ماتېدل، نو موږ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د دغي ډبري شکايت وکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلى او کُلنګ يې واخستى ويل بسم الله او ډبري ته يې يو کُلنګ ور سره کړى او ويل: الله اکبر! د شام کِلۍ راکړه سوې،  په والله دغه اوس زه د شام و سرو قصرو ته ګورم. 


بيا يې دوهم کُلنګ ور سره کړى ډبره يو څه ماته سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: الله اکبر! فارس راکړه سو په والله زه د مداين سپين قصرونه دغه اوس وينم، بيا يې درېیم کُلنګ و ډبري ته ور سره کړى ويل: بسم الله! پاته ډبره ټوله ماته سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  


و ويل: الله اکبر! د يمن کِلۍ راکړه سوې په والله زه د صنعاء دروازې دغه اوس دغه زما د ځايه  څخه وينم. د دغه حديث شريف روايت امام نسايي او امام احمد کوي.


ابن اسحاق رحمة الله عليه  وايي: اوس چي د کفارو لښکر کرار کرار مدينې منورې ته ور نژدې کيږي او هلته اصحاب کرام د خندق پر کندلو تلوار کوي چي بيا په خندق کي يوه لويه او سخته ډبره پيدا سوه چي د خندق په دغه حصه کي سلمان فارسي رضی الله عنه  او د ده ملګرو کار کاوه، دغه ډبره يې په اوسپنو په کُلنګانو و وهل هرڅه يې په وکړه خو ډبره نه ماتيږي کُلنګان پر مات سوه او ډبره نه ماتيږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله ويل: يا رسولَ الله! په خندق کي ډېره لويه او سخته ډبره ده چي هيڅ نه ماتيږي او نه  خيژي او دغه ځاى دغسي هم نه سو پرېښوولاى ځکه که په خندق کي يو ځاى و نه کِندل سي هغه به د کفارو دپاره پُل وي او پر دغه ځاى به راتېريږي،

 

مسلمانان مجبوره دي چي ټول خندق وکِني، نو ځکه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او شکايت ورته کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى سره ورغلى او هغه موجود اصحاب کرام هم ټول د ډبري پر شا وخوا سره را ټول سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  کُلنګ واخستى او ډبره يې په ډېر قوت سره و وهل، د وهلو د شدت څخه ډبري روښنايي وکړه، دومره لمبه يا رڼا وه چي دغه ځاى ټول په روښانه سو، د دغه نور يا رڼا په ليدلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  تکبیر و وایه: الله اکبر، دوهم وار يې بيا ډبره و وهل، ډبري بيا لمبه يا روښنايي وکړه،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ناري کړه: الله اکبر، درېيم وار يې بيا ډبره و وهل، ډبري بيا لمبه وکړه او ټک ټک سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ناري کړه: الله اکبر. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خندق څخه را پورته سو اصحاب کرامو پوښتنه وکړه ويل: يا رسولَ الله! دغه روښنايي د څه شي وه؟ رسول  الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا دغه روښنايي مو وليدل؟ دوى ويل هـو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: کوم وخت چي مي اول وار ډبره و وهل د شام ملکونه مي د مسلمانانو په حکم کي وليدل، کوم وخت چي مي دوهم وار ډبره و  وهل د فارس ښارونه مي د مسلمانانو په لاس کي وليدل او درېيم وار چي مي ډبره و وهل يمن مي د مسلمانانو په حکم او لاس کي وليدى، اصحاب کرام په تعجب کي سوه اوس دوى محاصره دي په بېره او خطر کي دي، هغه احزاب او دکفارو مختلفي لښکري ورته را رهي دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه حال کي د فارس او روم په فتحه کولو زيري ورکوي، چي دغه دوه ملکونه د هغه وخت د مځکي پر مخ هغه دوې لويي پاچهۍ او لوى مملکتونه دي.  


وروڼو! د يرموک جنګ د هجرت په څوارلسم کال کي ؤ، يعني: د خندق تر غزاء (9) کاله وروسته چي په هغه جنګ کي روم ته شکست ور کول سو او شام مسلمانانو فتحه کړى او د قادسيې جنګ د هجرت په پنځلسم کال کي ؤ، يعني: د خندق تر غزاء لس کاله وروسته چي په هغه جنګ کي عراق فتحه سو او د فارس نور ملکونه پرله پسې فتحه کېدل، په لسو کلو کي دغه حالت پېښ سو چي فارس او روم شکست خوري او مسلمانان پر کاميابه کيږي، چـا دا فکر کاوه او د چا دا اميد ؤ؟ اوس په خپله مسلمانان محاصره دي او د خندق تر شا ځانونه ساتي، مګر د الله جل جلاله  په إراده مسلمانانو په لسو کلو کي د دنيا دوې لويي پاچهۍ ماتي کړې د هغو ملکونه او ښارونه يې فتحه کړل، دا د ايمان برکت دى ايمان چي په زړو کي قرار ونيسي او ټينګ سي نا ممکنه کارونه ممکن سي. 


کوم مسلمانان چي دلته په دغه خندق کي موجود وه د هغو و زړو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه زيري و لوېدل او وې منل مګر کوم منافقان چي موجود وه هغو به په خپل منځ کي سره خندل او ويل به يې: دا والله عجبه خبره ده! اوس په موږ کي داسي څوک نسته چي خپل انساني ضرورت ته دي په فارغه زړه سره ولاړ سي، بېريږي او د بيري څخه د خپل حاجت دپاره نه سي تلاى او دئ يعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د روم او فارس د فتحه کولو زيري راکوي، نو به دغو منافقانو يو د بله سره ويل.


 
(وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿الأحزاب: ١٢﴾)

يعني دغه وعدې د خطایستلو دي،دا غرور دى، دئ په خپله محاصره دى او مغروره دى، ګمان کوي چي دئ به پر ټوله دنيا مسلط سي، الله جل جلاله  د دغو منافقانو خبري په هغه آيات شريف سره ور رد کړې چي لږ وروسته به تلاوت سي. 


مسلمانان د خندق د کندلو په کار پرله پسې مشغوله وه، ټوله ورځ به يې کِندل کول او د شپې به خپلو کورو ته تله، ترڅو چي د خندق د کندلو کار د مخه تر دې چي د کفارو لښکر و مدينې منورې ته ورسيږي د هغه خپلي نقشې سره برابر پاى ته ورسېدى وروسته د مکې مکرمې د مشرکانو لښکر چي څلور زره نفره ؤ د ابوسفيان په مشرۍ را و رسېدى او د مدينې منورې د شمال غرب په طرف کي يې په يوه ځاى کي واړول چي مجمع الأسيال ورته ويل کیږي او بيا د غَطَفان قبيلې او اهل نجد چي شپږ زره نفره وه را ورسېدل او د اُحُد د غره و شرقي طرف ته يې واړول، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د سورة الاحزاب په (10) نمبرآيات کي فرمايي:


(إِذْ جَاءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ )
يعني: کوم وخت چي تاسي ته د کفارو لښکري د لوړ او کښته طرفه څخه راغلې. 


اوس خو دا دي دکفارو لښکري را ورسېدې د مسلمانانو و دوو طرفو ته يې واړول نو څه پېښه سوه؟ الله جل جلاله  د مومنانو په باره کي فرمايي: 

وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿الأحزاب: ٢٢﴾

يعني: کوم وخت چي مومنانو دکفارو لښکري وليدې نو مومنانو و ويل: دا هغه شئ دى چي زموږ سره يې الله او د هغه رسول وعده کړې وه (يعني: برئ او نصرت) او الله او رسول الله خپله وعده په رشتيا سره ويلې ده، نو دغه دکفارو د لښکرو را تګ و مومنانو ته بل شئ نه کړی ور زيات مګر ايمان او و الله جل جلاله  ته تسليمېدل. 


مګرمنافقانو او هغه ضعيف النفسه مسلمانانو ته د دغو لښکرو په ليدلو سره څه پېښه سوه؟ وارخطا سوه زړونه يې و لوېدل بېره پر غالبه سوه، الله جل جلاله  فرمايي: 


(وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿الأحزاب: ١٢﴾)

يعني: او کوم وخت چي منافقانو دغه لښکري وليدې نو ابن اُبى او ابن قَيشر او هغه کسانو چي په زړو کي يې د نفاق مرض ؤ و ويل: زموږ سره الله او رسول الله د فارس، روم او يمن د فتحه کولو وعده نه ده کړې مګر په غرور او خطايستلو سره، يعني: په دغه وعدو موږخطا باسي.
حضرت شاه صاحب وايي: اوس هم مسلمانانو ته نه ښايي چي د نا اميدۍ په وخت کي د بې ايمانۍ خبري وکړي.(دشمن اگر قوي است، نگهبان قويتر است) 


دکفارو د را رسېدلو په وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د درو زرو نفرو مسلمانانو سره (چي منافقان هم پکښې وه) د جبل سَلع و مخ ته واړول چي شاوي يې د غره وخوا ته وې، خندق د دوى او دکفارو په منځ کي ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو ښځي په مدينه منوره کي د دوی د ساتني دپاره په يوه قلا کي سره يو ځاى کړې.


کوم وخت چي کفارو واړول نو يې د معلوماتو دپاره نفر ولېږل، نفرو په خپل مخ کي يو برداره او ژور خندق وليدى پوه سوه چي مدينې منورې ته نه سو داخلېدلاى، نو يې و جبل اُحُد ته نژدې د مدينې منورې په شمال غرب کي خېمې و درولې او هلته يې ډېر لوى معسکر يا قرار ګاه جوړه کړه، لس زره نفره د اسلام د ختمولو دپاره راغلي دي، مګر اوس يې په مخ کي خندق دى، نو مجبوره سوه مسلمانان يې محاصره کړل. 


كفار د خپلو ځايو څخه په داسي حال کي راوتلي وه چي  دغه محاصره نه د دوی په حساب کي وه او نه یې د هغې دپاره تیاري نيولې وه او نه یې دا په تصور کي ورګرځېدل، ځکه د خندق جوړول يو نوى کار ؤ چي عربو ته نه ؤ ور معلوم نو خود يې د دغه کار حساب نه ؤ کړى

ابوسفيان په خپله ورغلى او خندق يې وليدى ويل دا داسي چم او حيله ده چي عربو ته نه وه ور معلومه دا يې څنګه وکِندی؟ څرنګه چي دوى ترخندق نه سي ور اوښتلاى او بند پاته سوه نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال و لېږى چي و بېرېدې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا بېره نه ده دا حيله ده که را تېرېدلاى سې را تېرسه، جنګ خطايستل دي.


 مشرکان په قهر او غضب سره د خندق پر شا وخوا سره را ګرځي غواړي چي په خندق کي يوه ضعيفه نقطه پيدا کي او تر هغه ور تېر سي، خو مسلمانان بيا د خندق پر هغه بل طرف لکه پيره داران ورته ولاړ دي هر څوک چي و خندق ته ور نژدې کيږي په غشو يې ولي، غواړي چي دکفارو مخه ونيسي او كفار و نه سي کولاى چي ترخندق ور واوړي يا د خندق يوه حصه په خاورو ډکه کړي چي هغه ځاى د دوى دپاره د تېرېدلو لار سي، د قريشو د پهلوانانو دا نه ده خوښه چي عبث او بې فايدې د خندق تر شا ولاړ وي او د محاصرې د نتيجې انتظار وباسي ځکه دا د دوى عادت نه ؤ. 


يوه ورځ د مشرکانو د پهلوانانو څخه يوې ډلي و ويل: خامخا بايد تر دغه خندق ور واوړو، د دغه مقصد دپاره د خندق پر شا وخوا ګرځي چي په خندق کي يې هغه کم بره ځاى پيدا کړى او دکفارو د پهلوانانو څخه هغه چي اصيل آسان يې درلودل پنځه نفره تر خندق ور واوښتل، دغه پنځه نفره: عمرو بن وُد، عِکرمه بن ابي جهل، ضِرار بن الخطاب، هُبير بن وهب، نوفل بن عبدالله وه، دغه پنځه نفره د مشرکانو پهلوانان تر خندق ور واوښتل او د مسلمانانو مخ ته و درېدل ويل: څوک مبارزه کوي؟ دکفارو د پهلوانانو څخه اول نفر چه په ميدان کي و درېدى هغه عمرو بن وُد ؤ، د عمرو بن وُد په باره کي ويل کيږي چي دئ د جاهليت هغه لوى او مشهوره پهلوان ؤ خلک يې فقط د نامه څخه بېرېدل، جنګ چيري ؤ بلکه د نامه په اورېدلو سره يې بېرېدل او ويل کيږي چي د ده عمر په دغه وخت کي (80) کاله ؤ، مګر بدني قوت او طاقت يې ټول پر ځاى وه او ډېر قوي ؤ، د دې دپاره چي د ده په قوت پوه سو: کوم وخت چي دئ په ميدان کي و درېدى او ويل: څوک مبارزه را سره کوي؟ څرنګه چي دئ په زغره پټ ؤ نو خود مسلمانانو نه پېژندى ويل: ته څوک يې؟ ده ويل:

 

زه عمرو بن وُد يم، هيڅوک نه ور و وتل ټول مسلمانان و بېرېدل حتّْی د مسلمانانو پهلوانان هم و بېرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: و ده  ته څوک ور وزي؟ حضرت علي رضی الله عنه  و ويل: زه ور وزم يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ته کښېنه يا علي! ځکه علي رضی الله عنه  تر اوسه په عمرکم يا د لږ عمر ځوان ؤ، په دغه وخت کي يې عمر (24 يا 25) کاله ؤ د جنګ ډېره تجربه يې نه  درلودل، خاصتاً د دغسي چا په مقابل کي چي ټول عمر يې په جنګو کي تېر سوى وي او ډيري جنګي تجربې يې درلودې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا خوښه وه چي داسي څوک ور ووزي چي هغه هم په جنګ کي تجربه ولري، مګر ټول د عمرو بن وُد د نامه څخه وبېرېدل چا ږغ و نه کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوهم وار بيا و ويل: و ده ته څوک ور وزي؟ بيا هم څوک نه ور و وتى او علي رضی الله عنه  ويل: زه يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: کښېنه يا علي! علي رضی الله عنه  هم کښېنستى،

 

درېيم وار بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: و ده ته څوک ور وزي؟ علي رضی الله عنه  ويل: زه يا رسولَ الله! او بل هيچا ږغ و نه کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و علي رضی الله عنه  ته وکتل او ويل: يا علي! بېرېږم چي وبه دي وژني، ښه متوجه سى! حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر علي رضی الله عنه  و بېرېدى ځکه دا سړئ ډېر قوي  او مشهوره پهلوان ؤ،  علي رضی الله عنه  و ويل:

 

بلکه زه يې وژنم ان شاء الله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ور ووزه، علي رضی الله عنه  ور و وتى پياده او پر پښو ور رهي دى، عمرو بن وُد پر آس سپور دى، عمرو بن وُد چي علي رضی الله عنه  یې نه پيژندی نو یې و ويل: ته څوک يې؟ ده ويل: علي يم، عمرو ويل: علي بن معاويه؟ ده ويل: يا! علي بن ابي طالب يم، عمرو و ويل: اې وراره ته بيرته ولاړ سه بل داسي څوک را ولېږه چي په عمر تر تا ډير وي داسي څوک را وباسه چي په جنګ پوهيږي ته يو کوچنئ ځوان يې جنګ نه سې کولاى، عليکرم الله وجه هو  ورته و ويل:

 

ما ستا په باره کي اورېدلي دي چي يو څوک تا و يوه ته د دوو کارو ور و بُولي ته د هغو دوو څخه يو اختياروې، يعني: يو د هغو دوو کارو څخه خامخا کوې، عمرو ويل: هـو دا صحي ده، نو علي رضی الله عنه  ورته و ويل: زه هم اوس تا و يوه ته د دغو دوو کارو را بولم، عمرو ويل: وايه، علي رضی الله عنه  ويل: اول کار دا دى چي زه دي و اسلام ته را بولم، مسلمان سه او شاهدي آداء که چي (لا إلْه إلا الله و أن محمّداً رسول الله)
 سبحان الله! تاسي متوجه ياست؟ دا د حضرت علي رضی الله عنه  ذکاوت او ايمان دى په دغه ځاى کي يې هم و اسلام او حق لاري ته بلنه او دعوت نه کړه هېر. 


عمرو بن وُد و ويل: دې کار ته ضرورت نه لرم دا نه غواړم دوهم دي وايه، علي رضی الله عنه  و ويل: دوهم نو جنګ دى جنګ به را سره کوې، عمرو په تعجب کي سو او ويل: والله ما دا فکر نه کاوه چي زه دي ژوندئ يم او ما دي څوک و جنګ ته ور و بولي، زما په ژوند کي دا اول وار دى چي يو څوک زما څخه غواړي چي جنګ ور سره وکړم.


 رشتيا هم خلک د ده څخه تښتېدل چي د ده نوم به يې واورېدى و به تښتېدل مګر اوس دغه ځوان هلک ورته وايي چي جنګ را سره وکه، دلته نو عمرو د ډېر تعجب او ډېره قهره د آسه څخه کښته سو او خپل آس يې په توره و واهه، دا ولي؟ ځکه چي علي رضی الله عنه  پياده او پر پښو ؤ نو عمرو دا عيب بلى چي زه پر آس سپور يم او دئ پياده وي او جنګ ور سره کوم، نو يې غوښته چي دئ هم علي رضی الله عنه  غوندي پياده او پر پښو وي، دا د عمرو غرور او تکبر ؤ، اوس نو د دوى په منځ کي جنګ شروع سو، هلته دواړه لښکره ورته ګوري چي اوس څه پيښيږي؟ د دوو قوي پهلوانانو په منځ کي لوى او قوي جنګ شروع دى او دواړه پياده دي، عمرو بن وُد توره پورته کړه او د علي رضی الله عنه  پر سر يې په ډېر قوت وارى وکړی، د علي رضی الله عنه  څخه چي هغه سپر ور څخه ؤ هغه يې د دغه واري و مخ ته ونيوى، د واري د ډېر قوت څخه توري هغه سپر مات او پرې کړی، توره د علي رضی الله عنه  پر اوږه و مښتل او هغه زغره چي علي رضی الله عنه  اغوستې وه هغه هم پرې سوه، مګر د علي رضی الله عنه  اوږه زخمي نه سوه.


 اوس نو ته فکر وکه چي دا ضربه په څومره قوت او زور سره وه؟ د اوسپني دوه شيه يې پرې کړه، يو سپر او بل زغره، د علي رضی الله عنه  سپر مات سو او اوس بې سپره جنګ کوي، پر عمرو بن وُد شا وخوا را ګرځي او د وهلو دپاره لار پيدا کوي، د دوى حرکتونه تېز سوه شا او مخ ته کيږي د دغو حرکتو څخه دوړه پيداسوه او دوړه نوره هم زياتېدل تر داسي اندازې چي دوى دواړه په دغه دوړو کي پټ سوه، دوى په دوړو  کي په جنګ مشغول دي او څوک يې نه ويني، دننه په دوړه کي جنګ روان دى، دواړه لښکره په حال نه دي خبر چي هلته څه کارونه کيږي، دغه په دوړو پټ جنګ يو ساعت دوام وکړی څوک يې نه ويني دوړي دي او دوى په جنګ اخته دي، هغه څوک چي په دغه ځاى کي حاضرؤ هغه وايي: والله ما په ټول ژوند داسي جنګ نه ؤ ليدلى، دغسي شديد، تيز، چالاکه او د حرکتو ډک جنګ او خلک هم نه پوهيږي چي څه به پېښه سي او نه سي کولاى چي د جنګ حالات پوره و ويني، ځکه دوړي دي.


 يو وار د دوړو د منځ څخه يوه لویه ناره واورېدل سوه چي ويل: الله اکبر او دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  ناري کړه الله اکبر، بيا نو د دوړو د منځ څخه علي رضی الله عنه  په داسي حال کي را و وتى چي دکفارو د پهلوانانو مشر عمرو بن وُد يې وژلى ؤ، هغه عمرو  چي خلک يې د نامه څخه بېرېدل و وژل سو، هغه نورو څلورو پهلوانانو چي د عمرو وژل وليدل وبېرېدل مخ پر خندق په ځغستا سوه او غواړي چي ترخندق بيرته واوړي، په دومره وارخطايي سره ځغلي چي د عِکرمه بن ابي جهل څخه خپله نېزه دالته پاته سوه، درې نفره يې تر خندق واوښتل چي د بله طرفه څخه د مسلمانانو مشهوره فارس او پهلوان زبير بن العوام رضی الله عنه  را ورسېدى او پر نوفل بن عبدالله بن معاويه يې حمله وکړه چي دئ هم دکفارو د مشرانو څخه يو مشر ؤ، زبير رضی الله عنه  توره پورته کړه په دومره زور او قوت يې دغه نوفل و واهه چي نوفل يې پر منځ دوه ځايه کړى، نوفل دوې حصې سو نيم يې د آس يوه طرف ته او بل نيم يې د آس و بل طرف ته ولوېدى. 


په بخاري شريف کي حديث دى چي عبدالله بن زبير رضی الله عنه  وايي: ما زما پلار وليدى چي نوفل بن معاويه يې د خندقه سره پر منځ دوه ځايه کړی. 


دا د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د سترګو ليدل سوى حالت دى. 


اوس چي دکفارو دوه پهلوانان په دغه ډول سره و وژل سوه کفار ډېر وبېرېدل او دا فيصله يې وکړه چي بيا به څوک د مبارزې دپاره تر خندق نه ور اوړي او بيا کفارو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي د عمرو بن عبد وُد او عبدالله جسدونه راکړه او موږ به د سپينو زرو لس زره درهمه درکړو، دا په کفارو کي د دغو دوو نفرو درجه او مقام ؤ چي د دوى مړه بدنونه يې د ښخولو دپاره په لس زره درهمه غوښته، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ د مړو قېمت نه خورو او وې فرمايل: دغه مړي و خندق ته ور واچوى او کفارو ته يې اجازه  ورکړه چي خپل مړي  مو  واخلى، دا د  هغو دوو  وژل سوو  پهلوانانو د جسد  آخري حالت  ؤ.


پر خندق او مسلمانانو دکفارو محاصره ډيره ټينګه او شديده ده کفار د هره طرفه څخه کوښښ کوي چي تر خندق ور واوړي، يوه ورځ د ورځو کفارو عزم وکړی ويل: په هر قېمت سره چي وي بايد تر خندق ور واوړو يا لار پکښي جوړه کړو، نو ويل: د هره طرفه به پر ټول خندق شديدي حملې کوو، کفارو د خندق پر هر ځاى حملې شروع کړې او دلته مسلمانانو د سپرو يوه ټولۍ جوړه کړه چي د خندق پر هر ځاى زور ورسي او کفار غواړي چي هلته ور واوړي دغه ټولۍ هغه ځاى ته ځان ور رسوي او کفار منعه کوي، د دغي ټولۍ مشرتوب په خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غاړه ؤ چي څو نفره اصحاب کرام ور سره وه او د خندق د يوه سره تر بله سره پوري په تګ او راتګ کي دي، هر چيري چي کفار د اوښتلو دپاره زور وکړي هغه ځاى ته په چابکي سره ځانونه رسوي او کفار په غشو ولي، دکفارو دغه شديدي حملې د ماپښين د لمانځه څخه شروع سوې د ماښام تر لمانځه پوري يې دوام درلودى، کفار کوښښ کوي چي په هر قېمت سره وي د اوښتلو دپاره يوه لار جوړه کي خو مسلمانان يې په همت سره مخه نيسي او نه يې پرېږدي، دغه حملې پرله پسې وې، حملې نه وې بلکه يو ځايي هجوم ؤ او د کفارو دغه هجوم پسله لمر لوېدلو څخه په ناکامي سره پاى ته ورسېدى.


 وروڼو! ښه متوجه سى: يو څوک يو يا دوه کيلومتره ځغلي ستړى کيږي، مګر زموږ پېشوا او رسول الله محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  د ماپښين څخه تر ماښـامه پوري په پـرله پسې ځغستا د مشرک او کافر دښمن دفاع کوي، کوم وخت چي پسله ماښامه هجوم آرام سو او کفارو و نه سواى کولاى چي تر خندق ور واوړي، د دغي شديدي دفاع په وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ځيني لمنځونه قضاء سوه، امام بخاري او امام مسلم د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي د خندق په يوه ورځ کي عمر بن الخطاب رضی الله عنه  راغلى او د قريشو وکفارو ته يې بد ويل کول او ويل: يا رسولَ الله! ما د ماځيګر لمونځ د ډېر مصروفيت او مشغولتيا په سبب د لمر لوېدلو سره وکړی، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: په والله ما د ماځيګر لمونځ تر اوسه پوري نه دى کړى.


دا څومره مشغولتيا ده؟ لمونځ فقط پنځه يا لس دقيقې وخت غواړي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه لږ وخت او فُرصت هم نه کړى پيدا فرض لمونځ ځني پاته ؤ، د دغه څخه د کفارو د هجوم او حملو اندازه معلوميږي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په موجودو اصحاب کرامو کي ږغ وکړی چي ستاسي څخه چا د ماځيګر لمونځ تر اوسه پوري نه دى کړى؟ ډېر نفر پيدا سوه چي تر دغه وخته يې د ماځيګر لمونځ نه ؤ آداء کړى، اوس ماښام ؤ د ماځيګر لمونځ د ډيري مشغولتيا په سبب قضاء سوى ؤ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه نفر سره يو ځاى کړه، پسله اودس تازه کولو يې اول د ماځيګر لمونځ په  جماعت سره آداء کړی او بيا يې د ماښام لمونځ آداء کړی. 


چي د  قضائي لمنځو د آداء کولو طريقه هم داسي ده، که د يو چا څخه لمونځ قضاء سو نو به تر هغه وروستني يا وقتي لمانځه د مخه اول د قضاء سوي لمانځه قضاء را ګرځوي او بيا به وقتي لمونځ آداءکوي، لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحاب کرامو سره اول د ماځيګر لمونځ آداءکړی او بيا يې د ماښام لمونځ آداء کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه لمانځه په قضاءکېدلو ډېر خوا شينى سو تر داسي اندازې چي و مشرکانو ته يې ښرا وکړه، تاسي ته معلومه ده چي رسول الرّحمه صلی الله علیه وسلم  هيڅکله و چا ته ښرا نه کول مګر په دغه ورځ يې و مشرکانو ته ښرا وکړه. 


امام بخاري د حضرت علي رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ورځ و ويل: الله جل جلاله  دي د دوى کورونه او د دوى قبرونه د اور څخه ور ډک کړي چي موږ يې تر لمر لوېدلو پوري د ماځيګر د لمانځه څخه مشغوله کړو. 


د امام شافعي او امام احمد رحمَهُما الله په مسندکي راغلي دي چي مشرکانو په خپلو حملو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ماپښين، ماځيګر، ماښام او ماخستن د لمنځو څخه مشغوله کړی او بيا يې ټول لمنځونه يو ځاى آداء کړه. 


 امام نووي رحمة الله عليه  د دغو احاديثو د تطبيق دپاره وايي: د خندق محاصره يوه ورځ نه بلکه څو ورځي وه، چي په ځينو ورځوکي هغسي پېښه سوې ده او په ځينو ورځوکي دغسي. 


او د دغه ځايه څخه موږ ته دا رامعلوميږي چي د مشرکانو دغه کوښښ چي تر خندق ور واوړي او د مسلمانانو دغه پرله پسې پيرې او د مشرکانو منعه کول څو ورځي سوي دي، مګر دا چي د دوو لښکرو په منځ کي خندق حائل او جلا کونکى ؤ نو مخ په مخ او خونړئ جنګ نه دى پېښ سوى، فقط یو د بله یې په غشو سره ويشتل او دغه د غشو په ويشتلو کي د دواړو طرفو څخه د ګوتو په شمېر څو نفره وژل سوي دي، چي شپږ نفره د مسلمانانو څخه وه او لس نفره د مشرکانو څخه وه چي د مشرکانو په جمله کي دوه نفره په توره وژل سوي دي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي محاصره ډيره شديده او پرله پسې ده نو يې داسي إراده وکړه چي دغه د کفارو ډلي سره ماتي او متفرقي کړي،  د دغه مقصد  دپاره يې د غطفان و مشرانو ته چي عُیینه بن حِصن او حارث بن عوف وه نفر ور ولېږل، تاسي ته معلومه ده چي يواځي غطفان دکفارو په لښکر کي څلور زره نفره درلودل، يعني: تقريباً دکفارو نيم لښکر د غطفان څخه جوړ ؤ، نوکه چيري هغه بيرته ولاړ سي لکه دکفارو نيم لښکر چي ولاړ سي او په کفارو کي بې اتفاقي جوړيږي، نو دغه د غطفان و مشرانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه نفر ورغله او ورته ویې ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي ستاسي سره و ويني، هغو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ليدل او ملاقات کول قبول کړه. 


اوس نو عُیینه بن حصن د نورو څلورو نفرو مشرانو په ملګرتيا د مسلمانانو و ځاى ته ورغلى او د نورو کفارو په پټه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ملاقات وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى سره د بيرته تلو په باره کي خبري کوي چي تاسي ولاړ سى موږ او قريش سره پرېږدى، هغو ويل: ښه دى موږ  بيرته ځو مګر د دغه رجوع په مقابل کي موږ ته څه شي راکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د مدينې منورې د مېوو څلورمه حصه درکوو، هغو ويل: يـا! د يوه کال دپاره به د ټوله مدينې مېوې راکوې، يو کال به د مدينې  ټول حاصلات زموږ وي نو موږ بيرته ځو، د غطفان مشران پوهېدل چي دلته زموږ اوسېدل فايده نه لري، مسلمانان په خندق ساتل سوي دي او موږ خو اصلاً د غنيمتو دپاره راغلي يو نوکه دغه غنيمتونه مفت او بېله جنګه په لاس راسي دا خو ډېر ښه کار دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل:

 

د يوه کال د مېوو درېيمه حصه درکوم او تاسي به ځى، هغو ويل: يـا، بحث  روان ؤ څو په آخرکي دې نتيجې ته و رسېدل چي د مدينې منورې د يوه کال نيمي مېوې به دوى ته ورکوي او دوى به ځي، د احزابو څخه به جلا کيږي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او عُیینه پردغه اتفاق وسو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: دغه اتفاق صحي دى په دې شرط چي انصار يې قبول کړي ځکه مېوې د انصارو د باغو او د هغو مِلک دي که د انصارو نه وه خوښه بيا نو اتفاق نسته. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  سعد بن معاذ رضی الله عنه  او سعد بن عباده رضی الله عنه  را وغوښتل چي دغه دوه نفره د انصارو مشران وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عُیینه په حضور و دوى ته حال و وايه او وې فرمايل: د دې دپاره چي دغه د کفارو  ډلي او احزاب سره و پاشم نو مي د غطفان د مشرانو سره موافقه وکړه چي د مدينې منورې د يوه کال نيمي مېوې به و دوى ته ورکوو او دوى به دغه احزاب پرېږدي او ځي به، تاسي څه واياست؟ انصارو و ويل: يا رسولَ الله! که دغه وحيِ وي او د الله جل جلاله  د طرفه په دغه سره امر سوى وي پر سر او سترګو مو قبول دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل يا! وحيِ نه دي، بيا انصارو و ويل:

 

يا رسولَ الله! په دغه کار کي ستا مَيل او رُغبت سته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! بلکه دا جنګ او حيله ده زه دا کار کوم خو په خوښ نه يم، انصارو و ويل: يا رسولَ الله! که دغه فيصله د وحيو په واسطه سره وي موږ يې پر  سر او سترګو منو که وحيِ نه وي ستا ميل او غوښتنه دغسي وي بيا هم موږ ستا رضا او خوښي غواړو او که چيري دا د جنګ او حيلې موضوع وي؟ نو يا رسولَ الله! په والله دغو کسانو (يعني: غطفان، هغه هم ناست دي او دغه خبري اوري) نو ويل:

 

په والله موږ او دغه قوم پر شرک ؤ او د بتانو عبادت مو کاوه خو دوى دا طمعه نه درلودل چي د مدينې منورې يوه دانه خرما هم و خوري بېله مهمانۍ يا په رانيولو، اوس چي الله جل جلاله  موږ په اسلام سره مکرم کړو او په تا سره يې معززه کړو اوس و دوى ته زموږ مالونه ورکړو؟ په والله بل شئ به ور نه کړو بېله توري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى رأيه خوښه کړه او وې فرمايل:کوم وخت چي ما وليدل چي ټول عرب تاسي د يوې  لېندۍ څخه وُلي نو دا داسي يو کار ؤ چي ما ستاسي دپاره کاوه.

 
او بيا يې و عُیینه ته مخ ور واړاوه ويل: يا عُیینه! تا واورېدل؟ اتفاق نسته، عُیینه په تعجب کي سو چي دا عجبه قوم دى؟ دا خلک محاصره دي او د هره طرفه پر دوى تکاليف دي او دا د دوى جواب دى، نو پوه سو چي دا قوم په آساني سره نه تسليميږي، اوس چي د غطفان سره صلحه او اتفاق و نه سوه عُیینه بيرته د کفارو لښکر ته ولاړى او د هغو سره پاته سو. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته