تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل محبوب پیغمبر څخه تواضع زده کړه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2023
  0


د خپل محبوب پیغمبر څخه تواضع زده کړه!


لیکنه: ادهم شرقاوي.
ژباړه: مولوي محبوب شاه ساجد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


رسول الله صلي الله علیه وسلم  د صحابه وو په مجلس کي ناست دئ، یو کوچی د صحراء څخه راځي مجلس ته داخلیږي پوښتنه کوي په تاسو کي محمد کوم یو دئ؟!

سبحان الله دا څومره تواضع او خاکساري ده؟
لوړ تخت او چوکۍ یې د ناستي لپاره نه درلودل، داسي قیمتي او د فخر لباس یي نه درلود چي د خپلو یارانو په منځ کي ممتاز وي او د ملګرو په منځ کي و پېژندل سي، ناسته ئې هم د نورو په شان ساده وه او لباس یې هم!

 

د تواضع او خاکسارۍ دا عجبه صحنه تصور کړئ!


آیا تصور کوئ کوم شخص چي په ساده لباس کي پر مځکه او خاورو ناست وو، یوه شپه یې اووم آسمان ته عروج کړی وو او د کائناتو د خالق خاص میلمه وو؟!

 

د غه چي د خلګو سره مساویانه پر مځکه ناست وو، هغه عظیمه هستي ده، چي د قیامت په ورځ به ټول بشریت په هغه پسي  ور پسي وی او هغه به د جنت دروازه ورته خلاصوي؟!

 

آیا تصور کولاي سئ کوم شخص چي یو کوچني ماشوم ته کښیني او دهغه د مرغۍ د مرګ په خاطر د ماشوم سره غمشریکي کوي، هغه اولین کس دئ، چي د قیامت په ورځ به د ټولو څخه مخکي د قبر څخه را پورته کیږي او بیا به د ټول بشریت شفاعت کبراء کوي.

 

آیا تصور کولای سئ کوم شخص چي خپلو جامو ته ئې په خپله پېنه ګنډل، خپلي څپلۍ ئې خپله ګنډلې، وزه یې لوشل، د خپلو میرمنو سره ئې د کور کارونه کول، د اسراء او معراج په شپه ئې د ټولو پیغمبرانو امامت وکړ او د ټول بشریت رهبري ور وسپارل سول. صلی الله علیه وسلم.

 

عظیم او ستر اشخاص تواضع او خاکساري لري ، خو وړوکي او سپک خلګ ځانونه غټ ښکاره کوي!

 

څوک چي تکبر کوي خپل شخصیت خواروي او اصلا ډیر کم ظرفه او ټیټ وي!

 

ځیني به وویني چي یو څه پیسي پیدا کړي، د قارون په شان به متکبرانه رفتار کوي پیاده یا په موټر کي!

 

ځیني به وویني چي د تحصیل او علم شهادنامه به يي تر لاسه کړي وي، د خلګو په منځ کي به داسي حرکات کوي، ته به وایه د نړۍ ټوله علوم ئې زده کړي دي او بل څوک دده پشان پوه او عالم نسته!

 

ځیني به وویني چي یو مقام او منصب ته رسیدلی وي د خلګو سره به داسي چلند کوي ته به وا د ټوله نړۍ بادشاه دئ!

 

ځیني به ګورې چي په ټولنیزو رسنیو کي به د یو څه فعالیت وروسته مشهور سوي وي، د خلګو په منځ کي به داسي ناز او نخرې کوي ته به وایه د قسطنطیې فاتح دئ.

 

بډای متکبر، فقیر او خوار دي، د تکبر سره علم او شهادتنامه جهالت دئ، د تکبر سره منصب او مقام ذلت او سپکتوب دئ، بست او کم ظرفه انسان به د شهرت وروسته تکبر کوي.

 

تکبر او لویي مه کوه او د متکبرین څخه ډیر لیري اوسه، د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم پیروي وکړه او تل تواضع کوه!

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته