تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه حج
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 23, 2022
  0

سیرت نبوي (۲۹۱برخه)

د ابوبکرالصِدِّیق  رضی الله عنه حج


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د هجرت نهم کال پاى ته ورسېدى او د حج موسم راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   دا إراده درلودل چي حج وکړي خو بيا يې و فرمايل: و حج ته مشرکان هم را حاضريږي او په لڅ بدن طواف کوي، نو دا زما نه ده خوښه چي په دغسي حالت کي حج وکم، نو يې د دغه کال د حج دپاره ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و لېږى چي د حج آمر هم دئ رضی الله عنه  ؤ، امام بخاري د ابو هريره رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و هغه حج ته وليږى چي تر حجة الوداع د مخه ؤ او دئ رضی الله عنه  يې د دغه حج آمر مقرره کړى او ويل: په خلکو کي به دا اعلان هم وکې چي پسله سږ کال څخه دي بيا مشرکان حج ته نه راځي او پر بيت الله به هم څوک لڅ طواف نه کوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د نورو مسلمانانو په ملګرتيا حج ته رهي سو، په دغه کال د مسلمان حاجيانو شمېر ډير زيات نه ؤ. 


ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د حج په نيت و مکې مکرمې ته رهي دى چي دلته په مدينه منوره کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   د سورة التوبه ځيني داسي آياتونه نازل سوه چي د هغو آیاتو نشرول او تر خلکو پوري رسول ضروري وه، او د دغو آياتو نـزول يو څه په تلوار ؤ، ځکه ځيني عـمده او رئيسي شرعي احکام پکښي موجود وه چي د هغو احكامو بيانول او تبليغول د عامو خلکو په حضور په حج کي مطلوب او ضروري وه. 


دا خو تاسي ته معلومه ده چي د قرآن مجيد د هرسورت په شروع کي بسم الله سته، خو يواځنئ سورة چي په سر او شروع کي يې بسم الله نه ده نازله سوې هغه دغه سورة التوبه دى او د دې دپاره چي د دغه سورة په شروع کي ولي بسم الله نسته علماء کرام ډير سببونه بيانوي، ځيني علماء کرام وايي: چي د دغو احکامو د رسولو د تلوار په سبب د دغه سورة په شروع کي بسم الله نه ده نازله سوې او ځيني علماء وايي: چي په دغه سورة کي د بسم الله د نه وجود سبب دا دى چي په دې سورة کي پر کفارو شدت دى، د کفارو څخه جلا والى او ليري والى دى، څرنګه چي په بسم الله کي رحمت او مهرباني ده،﴿بِسمِ اللهِ الرّحمْن الرَحِيم﴾ او په دغه سورة کي د کفارو دپاره رحمت او امان نسته، دلته داسي حالت او موقف دى چي په هغه کي رحمت نه ښايي، نو ځکه په دغه سورة کي بسم الله نه را وړل سوه، په دغه سورة کي د بسم الله د نه وجود دپاره علماء کرامو نور سببونه هم بيان کړي دي، چي د بحث د اوږد والي په سبب د هغو تر بيانولو تېرېږم.


 کوم وخت چي دغه آياتونه نازل سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: د دې آياتو ابلاغ او بيانول بايد داسي څوک وکړي چي زما د اهله څخه وي، نو يې حضرت علي رضی الله عنه  امر کړى چي ولاړ سه او په حج کي دغه آياتونه او د هغو احکام و خلکو ته ورسوه، حضرت علي رضی الله عنه  د مدينې منورې څخه د مکې مکرمې پر طرف رهي سو او د حج پر لار په حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پسي ور ورسېدى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ورته و ويل:امير يې که مأمور؟ يعني: ته وروسته را پسي راغلې د حج امير يې که بله وظيفه درکول سوې ده؟ حضرت علي رضی الله عنه  و ويل: يا! مأمور يم، زما سره يو څو آياتونه او احکام را سره دي هغه بايد په حج کي تر خلکو پوري و رسوم، نو هر وخت چي به خلک سره يو ځاى سوه ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  به حضرت علي رضی الله عنه  امر کړى چي  هغه آياتونه تبليغ که او تر خلکو پوري يې ورسوه. 


د عرفات په ورځ چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  خطبه و ويل بيا يې حضرت علي رضی الله عنه  ته و ويل (قُم يَا عَلي! وَبَلّـِغ) ولاړسه يا علي! او هغه آياتونه تر خلکو پوري ورسوه، حضرت علي رضی الله عنه  ولاړ سو او هغه آياتونه او احکام يې بيان کړه، حضرت علي رضی الله عنه  وايي: خبر سوم چي دغه احکام تر ځينو خلکو پوري نه دي رسېدلي، ځکه ځيني داسي خلک وه چي د عرفات خطبې ته نه وه حاضرسوي، نو به زه د خلکو په منځ کي ګرځېدم او هغه آياتونه به مي په لوړ آواز ويل، تر څو چي آواز مي و درېدى. 


د محمّد بن کعب القرظي رضی الله عنه  او نورو صحابۀ کرامو څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د هجرت د نهم کال د حج آمر وټاکى او تر هغه وروسته يې علي بن ابي طالب رضی الله عنه  د سورة التوبه د ديرشو يا څلويښتو آياتو سره پسي ور ولېږى چي و خلکو ته يې بيانول او رَسَول، چي په هغو آياتو کي مشرکانو ته څلور مياشتي وخت او مهلت ؤ چي په مځکه کي په اطمينان او امان سره ګرځېدلاى سي، چي هغه څلور مياشتي د عرفات د ورځي څخه شروع کېدلې او د ربيع الاۤخري پر لسمه پاى ته رسېدې. 


علي رضی الله عنه  دغه آياتونه و خلکو ته د دوى په خېمو کي تلاوتول او ور رسول، دا به يې هم ورته ويل: چي تر سږکال وروسته به مشرکان حج ته نه راځي او نه به پر کعبه شريفه لڅ طواف کيږي، هغه آياتونه چي حضرت علي رضی الله عنه  و خلکو ته رسول هغه د سورة التوبه اولني آياتونه وه چي الله جل جلاله  فرمايي: 


﴿بَرَاءَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿التوبة: ١﴾﴾.


و هغو مشرکانو ته چي د اسلام په مځکه کي اوسېږي اعلان او خبر تيا ده: کوم عهدونه چي زموږ او ستاسي په منځ کي وه هغه پاى ته ورسېدل. يعني: مسلمانانو چي د ځينو کفارو سره کومه صلحه درلودل دا د هغې صلحي انتهاء او آخر دى،


وروڼو! په هغه وخت کي د جزیرة العرب کفار يا مشرکان پر دوه قسمه وه، يو داسي کفار وه چي مسلمانانو د هغو سره د صلحي عهد او وعده درلودل او يو بيا هغه کفار وه چي د دوى او مسلمانانو په منځ کي هيڅ قسم عهد او عقد نه ؤ موجود، هغه اوله ډله چي مسلمانانو د هغو سره د صلحي عهد او عقد درلودى هغه هم پر دوه قسمه وه.

 

اول: هغه کفار وه چي د مسلمانانو او د دوى تر منځ د صلحي دپاره يو معين وخت ايښوول سوى ؤ.


 دوهم: هغه قسم کفار وه چي د هغو سره صلحه موجوده وه، خو دغي صلحي معين وخت نه درلودى. 


نو هغه کفار چي اصلاً صلحه نه وه ور سره موجوده او هغه کفار چي صلحه ور سره موجوده وه خو وخت يې نه ؤ تعين سوى، دکفارو و دغو دوو ډلو ته څلور مياشتي وخت ورکول سو، پسله دغو څلورو مياشتو که د دوى څخه هر مشرک په جزيرة العرب کي پيدا او ونيول سو هغه وژل کيږي او هر هغه څوک چي د مسلمانانو سره تر معين وخت پوري عهد او اتفاق لري د هغو موده د عهد تر آخري وخته پوري ده، په دې شرط چي دوى د هغه خپلي معاهدې څخه هيڅ مخالفت و نه کړي.


 او که د جزيرة العرب د دباندي څخه يو څوک دلته راسي چي اسلام او احکام يې واوري، هغه لره امان دى را دي سي، خو چي اسلام يې واورېدى او مسلمان نه سو نور به د جزيرة العرب څخه وزي هغه لره هم امان نسته، الله جل جلاله  فرمايي:


﴿  بَرَاءَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿التوبة: ١﴾﴾.


يعني: د الله جل جلاله  د طرفه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د طرفه څخه و هغو کسانو ته چي مشرکان دي او تاسي عهد ور سره کړى دى بېزاري ده.  


﴿ فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿التوبة: ٢﴾﴾.


نو اې مشرکانو! تاسي په دغه مځکه کي څلور مياشتي ګرځى او اې مشرکانو! تاسي پوه سى چي هيڅ کله تاسي الله جل جلاله  نه سى عاجزه کولاى او پوه سى چي الله جل جلاله  دکافرانو رسوا کونکى او ذليله کونکى دى.


وَأَذَانٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿التوبة: ٣﴾


او د الله او  رسول الله د طرفه و ټولو خلکو ته د دغه لوى حج په ورځ خبرول يا اورول دي چي الله او رسول الله د مشرکانو څخه بېزاره دي، نو که تاسي د شرک څخه توبه وکړه دا ستاسي دپاره خير دى او که مو د اسلام او توبې څخه مخ واړاوه نو پوه سى چي تاسي الله جل جلاله  نه سى عاجزه کولاى او هغو کسانو ته چي کافران سوي دي! د آخرت په سخت او درد ناکه عذاب سره زېرى ورکه. 


إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ  إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿٤﴾ 
مګر د مشرکانو څخه هغه کسان چي د هغو سره تاسي عهد کړى دى، بيا هغو ستاسي سره د دغه عهد په پوره کولو کي هيڅ مخالفت او کو تا هي نه ده کړې او د هيچا سره يې ستاسي په مقابل کي مرسته نه ده کړى (يعني: پر خپلو ټولو وعدو ثابت او قائم ولاړ دي) نو د دغو مشرکانو سره دغه د دوى عهد تر هغه خپلي مو دې پوري پوره کړی، بېشکه چي الله متقيان خوښوي،


﴿ فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ ﴾ نو كله چي دغه حرامي مياشتي تيري سوې (د دغه أشهُرُ الحُرُم څخه رجب، ذوالقعده، ذوالحجه او محرم نه دي مقصد) بلکه د أشهُرُ الحُرُم څخه مقصد هغه څلور مياشتي دي چي وکفارو ته وخت ورکول سو، نو کوم وخت چي دغه اَشهُرُ الحُرُم تيري سوې يا مسلمانان سى يا د جزيرة العرب څخه ووزى. 


الله جل جلاله  و مسلمانانو ته فرمايي:


﴿  فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿التوبة: ٥﴾﴾.


كله چي دغه څلور مياشتي تيري سوې نو مشرکان چي په هرځاى کي په لاس درسي وژنى يې، بنديان يې کړی، په قلاوو کي يې محاصره کړی او دوى ته د څارلو او تېرېدلو په هر ځاى کي کښېنى اوکه بيا دوى د کفره څخه توبه وايستل، لمونځ يې د خپلو ټولو حقوقو سره آداء کړی، زکات يې ورکړی، نو د دوى لار ور ايله او خلاصه کړی، بېشکه چي الله جل جلاله  بخښونکى او ډير مهربان دى. 


دغو مبارکو آياتو دکفارو سره د ژوندکولو او معاملې مسائل شرحه کړه او په نورو وروستنيو آياتو کي د دغسي مسائلو پوره تفصيل سته، نو علي رضی الله عنه  د دغو آياتو احکام او هغه نور احکام چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته ويلي وه اعلانول، چي د هغې جملې څخه يې يو دغه اعلان هم کاوه (لاَ يَدخُلُ  الجَنـةَ إلاّ نَفسُ المُؤمِنَةُ) يعني: و جنت ته بېله مسلمانه څخه بل څوک نه داخليږي، جنت فقط د مسلمانانو ځاى دى. 


(وَلاَ يَطُوفُ بِالبَيتِ عُريَانٌ) او پر کعبه شريفه به لڅ انسان طواف نه کوي. 


موږ مخ کي درته ويلي وه چي د بيت الله الحرام حج او عمره د هغو کارو څخه وه چي عربو ته د ابراهيم عليه السلام  د دين څخه په ميراث ور پاته سوي وه او دغه شئ يې تر اوسه پوري ساتلى ؤ، مګر په حج او عمره کي يې هم د جاهليت ډير خيرن او باطل شيان ګډ کړي وه، تر داسي اندازې چي دغه حج او عمره! په عوض د دې چي د توحيد پر عقيده يو عبادت وي، د شرک د اعمالو څخه يو عمل ؤ، ابن عائذ رحمة الله عليه  وایي: مشرکانو د مسلمانانو سره ګډ حج کاوه، مګر مشرکانو به په تلبيه کي هغه د شرک جملې او کلمې د دې دپاره په لوړ آواز سره ويلې چي مسلمانان په خپله تلبيه کي غلط کړي او د دوى څخه به ځينو کسانو لڅ طواف کاوه، چي دغه کار يې د بيت الله تعظيم باله او ويل به يې: زه پر کعبه شريفه داسي طواف کوم لکه مور چه زېږولى وم، زما پر بدن د دنيا د شيانو څخه هيڅ داسي شئ نسته چي ظلم دي په ګډ وي، نو يواځي په مکه مکرمه کي نه بلکه په ټولو عربو کي د عورت لڅوالى عادي او معمولي کار ؤ، حتّْی طواف يې هم لڅ کاوه، دغه لڅ طواف د هجرت په نهم کال کي منعه سو. 


او بل امر دا ؤ چي مشرکان به تر سږکال وروسته و حج کولو ته نه راځي، په راتلونکو کلو کي به بېله مسلمانانو بل څوک په حج کي نه وي موجود، نو دغه د هجرت د نهم کال حج، هغه آخري حج ؤ چي مشرکان ورته راغلي وه او په راتلونکي کال کي چي د هجرت لسم کال ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم   په خپله حج آداءکړی، چي په هغه حج کي هيڅ مشرک او کافر نه ؤ موجود.


اوس نو د مسلمانانو ګوښه کېدل او جلا کېدل يواځي د منافقانو څخه نه وه، بلکه د کفارو او مشرکانو څخه هم جلا او مستقل سوه، دا د هجرت نهم کال ؤ چي د تبوک غزاء پکښې وه او دغه يې هم د حج حالات وه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته