تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د قرانکریم لس ډوله اعجاز
  تعلیم الاسلام
  December 21, 2016
  0

 د معانیو د عالم معجزات

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
۱: قرانکريم اشرف المعجزات دی
 
د نبي کريم ﷺ په معجزو کي تر ټولو ستره معجزه قرانکريم دی ځکه دا يوه علمي معجزه ده. ټول پوهيږي چي علم پر عمل مشرف دی نو ځکه په هر فن کي د استاذانو احترام کول کيږي او په هره دنده کي د لوړ رتبه کس تنخوا تر کاريګرو ډيره وي همدا د علم شرف دی که نه کاريګر ډير زحمت کاږي. قرانکريم د رسول الله ﷺ هغه همېشنۍ علمي معجزه ده چي بل نبي ته نه ده ورکول سوې. الله تعالی فرمايي:
 
(أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).(۱)
 
ايا الله نه دى كافي دوى ته ( له جهته د معجزې دا چې ) بيشكه مونږ نازل كړى دى مونږ په تا كتاب ( قرآن ) چې تل لوستل كيږي په دوى باندې بيشكه چې په دې ( كتاب باقي الى الابد) كې خامخا رحمت مهرباني ذكر پند دی، د پاره د (هغه) قوم چي ايمان راوړي.
 
قرانکرين سرتر پايه معجز دی، هغه لږ اندازه معجز کلام يې سورت الکوثر دی او يا ددې په اندازه ايت. دا چي په قران کي تر ۷۷۰۰۰ زيات کلمات راغلي دي او په سورة الکوثر کي لس کلمات دي نو همدغه شمېر چي پر لسو تقسيم سي نو د قرانکريم معجزې څه بالا ۷۷۰۰ معجزې کيږي.
 
 
د قرانکريم اعجاز بيا په دوه ډوله دی:
 
بلاغت: يعني د حال او مقتضی مطابق الفاظ راوړل
 
نظم: يعني داسي اسلوب او نسق راوړل چي بل هيڅ کلام، نه په نظم، نه سجع او نه نثر کي ورسره مشابه دی. د کلماتو او جملو تناسب، هري کلمې ته خپل حق ورکول، په داسي ځای کي کلمه راوړل چي بېله دې څخه بله کلمه مناسبه نه وي... ددې حقيقت هغه چا ته ښه معلوميږي چي د بلاغت خوند يې څکلی وي، په تامل او د ايمان په نور يې محسوس کړی وي. 
 
نو په دې وجه په هره کلمه کي دوې معجزې (د نظم او بلاغت) اضافه سوې. پر دې سربېره په قرانکريم کي د غيبو علوم پراته دي،... چي دلته  اعجاز  يو ځل بيا څو چنده سو.
 
د بلاغت او فصاحت پېژندګلوي په ذوق او وجدان سره کيږي
 
د فصاحت او بلاغت تعلق د پوهي او محسوسولو سره دی،  په الفاظو يې حقيقت بيانول ناشونی دی. لکه د مشکو خوشبويي چي په الفاظو نه سي بيانېدلای، لکه د يوې ښه ذايقې لرونکي مېوې لذت او حلاوت چي په الفاظو نسي بيانېدلای همدارنګه د يوه کلام پوره فصاحت او بلاغت بيانول ممکن نه دی خو چي کله د ذوق خاوند دا واوري نو ددې کلام د محاسنو او صفاتو درک ور معلوميږي.
 
 

 

د قرانکريم لس ډوله اعجاز

 

 
د قرانکريم اعجازي خصوصيات علماء کرامو نورو ډولو ته هم وېشلي دي لکه: 
 
د الفاظو اعجاز، د ترکيب اعجاز، د اسلوب اعجاز او داسي نور... (۲)
 
د قرانکريم اعجاز يو ډيري لويي ليکني ته اړتيا لري او پر دې موضوع باندي علماوو ډيري ليکني کړي دي چي دلته به د دارالعلوم ديوبند د مشهور عالم مولانا مفتي محمد شفيع صاحب د مقبول تفسير " معارف القران " څخه د قرانکريم د اعجاز لس ډولونه د څه زياتونو سره په لنډ ډول رانقل کړو:
 
۱- د اعجاز لومړۍ وجه
 
دا معجزه چا ته ورکول سوه او په څنګه ماحول کي رامنځ ته سوه؟
په يوه ريګي، وچه او ګرمه منطقه کي
نه زراعتي مځکه ده نه صنعتي
نه يې آب وهوا داسي جالبه ده چي د نورو علاقو خلګ جلبوي
نه يې د تګ او راتګ لاري هواري دي څو هلته رسېدل اسانه وي

د پاته نړۍ څخه قطع سوې جزيره نما ده
هلته بېله وچو غرو او ګرمو ريګو څخه بل شي په نظر نه راځي
د ډير ليري څخه لا هم نه کښت ليدل کيږي او نه درختي
په ټول ملک کي کوم لوی ښار هم نه ليدل کيږي
کوچني کوچني کلي دي چي ژوند يې د بزو په پاللو سره تيريږي
کوچني کلي لا څه چي په نامه لويو ښارو کي لا هم د تعليم او تربيې نښان نسته
 
هلته نه مکتب او نه پوهنتون سته، نه دارالعلوم او مدرسه سته (او نه خصوصي زده کړي سته)
کفر، شرک، ظلم، قتل، بې رحمي، فساد او جهالت د ټولني رواج او فخر بلل کېدی.
پاچاهانو حاکميت نه پر کاوه ځکه په دې قوم کي يې خاص اهليت او قابليت نه ليدی.
خو اوسېدونکو ته يې الله  تعالی په قدرتي توګه د فصاحت او بلاغت يو فن ورکړی دی چي په دې کي تر ټولي نړۍ اعلی او ماهر دي
په نثر او نظم کي دومره قادرالکلام دي چي د تندر او برېښنا په شان ږغيږي.
ماشومي انجوني يې داسي فصيح او بليغ شعر وايي چي د نړۍ اديبان ورته حيران پاتيږي.
مګر دا ټوله د دوی فطري فن دی چي د کوم مکتب يا مدرسې څخه نه زده کيږي او نه دا اسباب هلته سته او نه دوی علاقه ورسره لري. کوم کسان چي ښاري ژوند تيروي هغوی تجارت کوي، د مختلفو اجناسو وړل او راوړل د  هغوی پېشه ده.
ددې ملک د قديم ښار مکې په يوه شريفه کورنۍ کي هغه مقدس ذات پيدا کيږي چي د وحيو مهبِط دی، چي قران پر نازل سوی دی.
 
د نبي کريم  حالات
 
هغه ﷺ يتيم را لوی سوی دی.
د خپل مور او پلار څخه کوم مال هم نه دی ور پاته سوی.
د ژوند ابتدايي عمر يې همداسي تير سو چي د تعليم او تعلم اصلي وخت دی.
دې قوم د علم سره علاقه نلرل نو ځکه ټول عرب قوم په امي مشهور وو.
په ټول ژوند درسي او تعليمي حلقې ته نه دی حاضر سوی.
په ټول ژوند يې ليک او لوست نه دی کړی.
د عربو خصوصي فن شعر وو چي په دې اړه به د مشاعرې غونډي جوړېدې او سيالۍ ترسره کېدې
الله تعالی هغه ﷺ ته داسي فطرت ورکړي وو چي ددې شيانو سره يې هم علاقه نه وه.
په ټول ژوند يې منفي عمل نه دی کړی.
د ښو اخلاقو، شرافت ، فهم او فراست لکبله يې مغرورو عربو سردارانو هم تعظيم کاوه.
ټول ژوند په صادق او امانت دار مشهور وو.
شام ته تر دوه ځله لنډ سفر پرته يې بېله خپل ښاره بل ځای وخت نه دی تېر کړی.
څلوېښت کاله يې په مکه کي داسي تېر کړل چي نه يې کتاب او نه يې قلم ته لاس ور وړی او نه يې په کوم مجلس کي قصيده او شعر ووايه.
څلوېښت کاله بعد د هغه ﷺ د صادقي او اميني خولې څخه ناڅاپه داسي هېښونکي، نادره، با مفهومه، د انسانيت د نجات، هراړخيزتوب،  فصيح، بليغ، نړيول پيغام لرونکی او د علومو او معارفو څخه ډک محيرالعقول کلام راوځي چي نوم يې قران دی !
که يوازي همدا وای لا هم ددې د معجز کېدلو لپاره کافي وو خو داسي نه ده بلکي د درستي نړۍ پوهانو ته ننګونه او چيلنج ورکوي چي که دا الهي کلام نه وي نو د همدې مثل راوړی ! 
 
اوس دلته يوې خوا ته د قرانکريم دا پارونکې ننګونه او چيلنج او بل اړخ ته مخالف طاقتونه چي د اسلام او پيغمبر ﷺ د ماتولو لپاره د خپل مال، ځان، اولاد او عزت قربانولو ته تيار دي خو د دومره کار د پاره يو لا هم جرات نه کوي چي د قران د يوه کوچني سورت په مثل په ګډه يو څو جوړي سوي کرښي رامخ ته کړي !!! 
 
ان شاءالله نور بیا...

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل / نور دلایل دلته کلیک کړئ: د نبوت دلائل
 
 
 اړوند لیکني:
 د قرانکریم د اعجاز پاته ډولونه
 د قرانکريم پر حقانيت د غير مسلمانو ساينس پوهانو شاهدي
د قرانکریم اړوند ګټوري لیکني
اسلام او ساینس

-------------------------
۱: سورة العنکبوت: ۵۱
۲: علوم القران: علامه مفتي محمد تقي عثماني، وحيدي کتب خانه- پېښور. ص ۲۱۴-۲۱۵
۳: معارف القران: ج۲، ص۱۵۵-۱۴۴ 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته