تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انسان کله نورمال وي؟
 
  January 21, 2016
  0
رالېږونکی: دادمحمد ناوک
 
تاسې چې اوس دا لیکنه لولئ د پوښتونکي سرليک تر اغېز لاندې مو را پيل کړه او تر پایه يې تر دې اغېز لاندې لولئ چې هم د کرښو لوستو ته پام وکړئ، هم يې مفهوم واخلئ او هم د پوښتنې ځواب ومومئ، ایا ویلی شئ تاسې اوس نورمال حالت لرئ؟ ځواب به مو ځکه منفي وي چې د کرښو، مفهوم او ځواب موندلو له تاثیره که یو ډول انکار وکړئ له دې خو انکار نه شئ کولی چې تاسې همدا شېبه دا کرښې لولئ، ځکه خو تاسې نور مال نه یاست، بلکې د دې کرښو د لوستو تر اغېز لاندې یاست؛ اغېز پر دې معنی نه چې ان ستاسې ظاهري څېره دې هم ورسره هرو مرو بدله شي او ټکان دې وخورئ، مقصد مو دا دی چې تاسې «ستاسې» په څېر نه یاست، پر دې معنی چې اوس هغه څوک نه یاست چې له دې کرښو لوستو پرته یاست، دې کرښو هرو مرو  ستاسې حالت بدل کړ، پر دې معنی چې په ظاهره مو سترګې رغړي، ژبه مو ښوري، فکر مو مصروف دی او په داخل کې یو ډول بحث او مجادله احساسوئ چې دا اوس څه ويل غواړي او د سرلیک پوښتنه به کله ځواب شي!
 
په همدې توګه زه، په نورمال حالت کې نه یم؛ زه د دې کرښو د کښلو، نظم، تاسو ته د يو پيغام در رسولو او دا چې دا پیغام به تاسې څنګه واخلئ، راسره به يې ومنئ، انکار به وکړئ... تر اغېز لاندې يم. په ورځنيو چارو کې انسان ان له چاپيريال سره جوخت په اغېزو کې اوسې او بېخې د اغېزو مجموعه ګرځېدلې. 

د یو انګريز عالم ويډيويي کليپ کې مې هغه خبره نورو ليکنو کې هم یاده کړې چې هغه انسان د چاپیريال د تاثراتو ټولګه بولي، ځکه چې له نورمال حالت پرته یا هم د نورمال حالت په پام کې نیولو پرته انسان د تاثراتو ټولګه ده، د هوا، خبرو، خوړو، کتلو او تر ټولو ښه نمونه يې دا چې د خپلو حواسو د تاثراتو او برداشتونو ټولګه ده؛ خو دا چې انسان نو کله په نورمال حالت کې بللی شو، جنجالي موضوع ده او قناعت پرې په سختۍ سره حاصليدای شي. 

وړاندې له دې چې د انسان د نورمال حالت د موندلو په اړه څه ووايو باید پر دې غورو وکړو چې د نورمال لپاره څنګه او کوم معيار لرو، څنګه موږ دعوه کولی شو چې يو څوک په نورمال حالت کې دی، په داسې حال کې چې د نا نورمال حالت لپاره قناعت  اسانه دی؟

د انسان روح په اروايي عالم کې د مادي نړۍ له تاثراتو بشپړه لرې ده، کله چې دا اروا ډانچه اغوندې په مادې نړۍ کې د حواسو په شیشو کې را ایساره ګام ږدي، ورسره اغېزې پیلېږي، نو د نورمال حالت لپاره باید داسې یو حالت معیار وبلل شي چې د اروايي رښتيني سکون سبب کېږي، ځکه چې په هغه څه چې د انسان اروا ارامېږي هغه اصلاً د هغه د فطري غوښتنې دي چې طبيعي غوښتنې لا ورسره نه وې شريکې شوې او دا چې زموږ د عقيدې له مخې هر انسان نړۍ ته په فطري ایمان مؤمن راځي، ځکه خو د انسان نورمال حالت د هغه د فطري حالت په ډوبېدو کې موندلی شو، داسې ډوبېدل چې اوسي به په دې نړۍ کې خو ان په رڼو سترګو به ليدونکي شیان پرې تاثیر نه کوي، ځکه خو په زغرده ویلی شو، چې د انسان لپاره نورمال حالت چې هیڅ جنجال، ګډوډي، ستړيا او نا ارامي به پکې نه وي له الله جل جلاله سره اړيکه ده، چې د دې اړیکي ښې نمونې د پخوانيو روحانيونو د ژوند په مطالعه کې ښه پیدا کولی شو. 

ښايي ځينې ووايي چې انسانان په نانورمال حالت کې دي نو ولې يې په دې نانورمال حالت کې پر کړنو او خبرو باور وشي، مثلاً دا لیکنه نو ولې مستنده یا مدللـــه وبلل شي، په داسې حال کې چې زه پخپله تاسې ته اعتراف کوم، چې زه په نانورمال حالت کې یم او دا لیکنه تاسې ته که د منلو نه وي، خو په لوستو يې ځکه ارزوئ چې پخپله هم په نانورمال حالت کې یاست، که دا راسره ومنئ، نو نېغ به مو پر دې اعتراف کړی وي چې دا نړۍ مجازې ده، چې د دې نړۍ مجازيتوب ومنل شي، دا اعتراف ورسره تړلی چې يوه بله نړۍ هم شته چې بايد بشپړه واقعيت وي!

۱۳۹۴ـ۱۰ـ۲۹
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته