تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله جل جلا له وعده درواغ نه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2021
  0


ژباړه:  عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مهربان څښتن عزوجل  وعده کړې ده چي «وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا»(سورت العنکبوت:۶۹)


ژباړه: کوم کسان چي زموږ په لاره کي مجاهده او محنت کوي خپل خواهشات نفس، شیطان او هوس پرېږدي او زموږ په احکاماتو عمل وکړي په عوض کي به موږ خپلي لاري ورته اسانه وښایوو.

 

 حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله ددې یاد سوي آیت په ژباړه کي فرمایي: چي دا ډول  نه ده چي د لیري ځای څخه به یواځي اشاره وکړل سي چي هغه لار ده، بلکي  سړی به د لاس څخه نیول کېږي او په لاره به یې روانوي؛ نو کله چي دي یو قدم واخیستی، محض کي اراده دي وکړل او حد اقل یو ځل دي خپل د نفس سره مقابله وکړل؛ نو دلته به د الله جل جلا له مرسته راځي او دا الهي وعده ده او هیڅ کله درواغ نه سي کېدلای.


«مجاهده» دې ته ویل کېږي چي هغه کار کول په کوم چي زړه نا خوښه او خواهشات تر پښو لاندي کېږي، ځکه د کومي ورځي څخه چي د خپل نفس په مقابل کي ودرېدې او مقامت دي وکړ؛ نو د الله عزوجل محبوب وګرځېدلې.


ماخذ: ارشادات اکابر


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته