تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په روژه کي په ډکه خوله قۍ وهل
 
  July 26, 2012
  0

 سوال: که په ډکه خوله سړ‌ى قى ووهي نودا روژه يې څنګه کيږي ؟

د سوال کونکي  نوم: حاجي محمدقاسم

جواب: که د روژاتي خوا وګرځي (قی ووهي) دا که لږ وي او که په ډکه خوله وي روژه يې نه په ماتیږي .خو که روژاتي قصدا په ځان قی ووهي مثلا : ګوته ستوني ته ننباسي ترڅو خوايې وګرځي نو بیا يې روژه په ماتیږي ابوهریرة رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : مَنْ ذَرَعَهُ الْقَيْءُ فَلَيْسَ عَلَيْهِ قضا وَمَنْ اسْتَقَاءَ عَمْدًا فَلْيَقْضِ (الترمذي )
 
که د چا خوا وګرځي پر هغه ددغي روژې قضا نسته یعني روژه يې نه په ماتیږي او که څوک قصدا د ځان خوا وګرځوي نو هغه به ددغي روژې قضا راوړي يعني روژه يې په ماتيږي .په الدرالمختار کي وايی : ( وَإِنْ اسْتِقَاءٌ ) أَيْ طَلَبَ الْقَيْءَ ( عَامِدًا ) أَيْ مُتَذَكِّرًا لِصَوْمٍ ( إنْ كَانَ مِلْءَ الْفَمِ فَسَدَ بِالْإِجْمَاعِ ) مُطْلَقًا ( وَإِنْ أَقَلَّ لَا ) عِنْدَ الثَّانِي وَهُوَ الصَّحِيحُ ، لَكِنَّ ظَاهِرَ الرِّوَايَةِ كَقَوْلِ مُحَمَّدٍ إنَّهُ يَفْسُدُ كَمَا فِي الْفَتْحِ عَنْ الْكَافِي.
 
که څوک قصدا د ځان خوا وګرځوي او روژه يې هم یاد وي که خوله يې په ډکېدله نو د ټولو په آند روژه په ماتیږي او که لږ قی وو د ابویوسف رحمة الله علیه په آند روژه نه په ماتیږي او دا وینا صحیح ده خو ظاهر  روایة د امام محمد رحمة الله علیه د وینا په شان دئ چي په لږ قصدي خواګرځي هم روژه ماتیږي .
 
مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته