تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امر بالمعروف او نهی عن المنکر
  تعلمی الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ  وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ سورة آل عمران، آیت :﴿١٠٤﴾


ژباړه: او وي دي تل ستاسو څخه یوه ډله چي بولي خلک پر طرف د خیرداسلام باندي او امر کوي خلکو ته په معروف سره او منعه کوي خلک د منکر څخه او دغه امرکوونکي په ښو سره او منعه کوي د بدو څخه هم دوی کامیابه او بری ورکړه کېدونکی دئ.


كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ/ سورة آل عمران، آیت: :﴿۱١٠﴾


ژباړه : یاست تاسي اې محمدي امته ! خیر او بهتره د هر هغه امت چي ایستل سوی دئ له پاره د خلکو چي امر کوئ تاسو په ښو سره او منعه کوئ دبدو څخه.


ان علماء اتفقواعلى ان الامر بالمعرف و النهي عن المنکر من فروض الكفايات. (روح المعاني، ج: ۲، ص: ۳۲۴. التفسير المظهري، ج: ۲، ص:۱۲۳


ژباړه: په تحقیق سره علماء کرامو اتفاق کړی دئ پر دې باندي چي امرکول په معروف او منعه کول د منکر څخه دا د فرض کفایه څخه دئ.


 حتى لو ترك الكل اثموا جميعاً. (روح المعاني، ج: ۲، ص: ۳۲۴.التفسير المظهري، ج: ۲، ص: ۱۱۴)


ژباړه: که چیري امر کول په معروف سره او منعه کول د منکر څخه ټولوپرېښوول ټوله ګناهګاران دي غاړي يې بندي دي.


الامر بالمعروف يحتاج الى خمسة اشیاء اولها العلم لان الجاهل لايحسن الأمر بالمعروف، والثاني ان يقصد وجه الله تعالی و اعلاء كلمة العليا، والثالث الشفقة على المامور فيأمره باللين و الشفقة، والرابع ان یکون صبوراً حليماً، والخامس ان يكون عاملاً بما يامره كيلا يدخل تحت قوله تعالى : لم تقولون ما لا تفعلون. 
(هندیه، ج: ۵، ص: ۳۵۳)


ژباړه: امر کول په ښو سره پنځه شیانو ته ضرورت لري، دا پنځه شیان به پر ځای کوي بیا به امر کوي په ښه کار سره و بل چا لره کوي.
۱. دا سړی به عالم وي جاهل به نه وي، ځکه جاهل په ښه کار امر کولونه پوهېږي.
۲. په دې ښه کار امر کولو کي به يې رضا د خدای جل جلاله مراد وي او لوړوالي د كلمة الله به يې مراد وي.
٣. په ښه کار امر کولو کي به شفقت پر هغه چا کوي چي دی امر ورته کوي په ښه نرمي او شفقت سره به امر پرې کوي.
۴. په دې ښه کار کولو کي به دا سړی صابر وي.
۵. دا سړی به په خپله عمل په کوونکی وي د هغه څه چي و بل ته يې وايي د دې له پاره چي د دغه آیت تر حکم لاندي نه سي چي الله جل جلاله فرمايي:
څه له پاره قول کوئ تاسو د هغه څه چي تاس يې په خپله د هغه فعل نه کوي.


 ولا يجوز للرجل من العوام ان یامر بالمعروف للقاضي و المفتي و العالم الذي اشتهر لانه اساءة في الادب. (هندیه، ج: ۵، ص: ۳۵۳)


ژباړه : نه دي روا و یو سړي لره د امیانو څخه چي دی امر کول و کړي د ښه کار و قاضــــــــــــــي لره، یا و مفتي لره، یا و مشهور عالم لره، ځکه دا د ده له پاره بې ادبي ده چي دی و قاضي، یا مفتي، یا و عالم لره ناست وي نصیحت ورته کوي.


عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه عن رسول الله صلی الله علیه وسلم  قال: من رأى منكم منكراً فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه فان لم يستطع فبقلبه و ذلک اضعف الايمان. (رواه مسلم)


ژباړه: د ابي سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه  و فرمايل: هر هغه چا که وليدي ستاسو څخه منکر کار په لاس دي د هغه کارڅخه منع کړي او که يې د زور قدرت نه درلودي بیا دي په خوله ورڅخه منعه کړي يعني په خوله دي ورته ووایي نصيحت دي ورته وکړي او که يې د خولې قدرت نه درلودي بیا دي په زړه کي بد ورڅخه يوسي دغه د زړه بد وړل نو هغه کمزوری ثمره د ايمان ده .


و قد قال بعض علمائنا : الامر اول للامراء، والثاني للعلماء، والثالث العامة المؤمنين. (مرقات، ج:۹، ص: ۳۲۴)


ژباړه: په تحقیق سره ځینو علماء کرامو ویلي دي، چې په حديث کي اول منع کول د منکر په لاس باندي راغلی دی دا د امیرانو له پاره دئ، ځکه امیران دا قدرت لري چي د منکر اتو مخنیوی په وهلو وکړي یا په بندي کولو وکړي دنورو سره دا قدرت نه سته. دوهم په حديث کي منع کول دمنکر په خوله باندي ذکر سوى دئ دادعلماءکرامو له پاره، ځکه علماء کرام په تبلیغ او نصیحت  ښه پوهېږي نو به د منکراتو مخنيوي دوی په تبلیغ کوي. په حديث شريف کي درېیم په زړه کي بد وړل د منکر کار کوونکی څخه ذکر سوى دئ دا د دې له پاره چي عوام مسلمانان به د منکر کار کوونکي څخه په زړه کي بد ورڅخه وړي.


لانه اذا رای منکر معلوماً من الدين بالضرورة فلم ينكره و لم یکرهه و رضی به واستحسنه کان کافراً. (مرقات، ج:۹، ص: ۳۲۴)


ژباړه: په تحقیق سره که سړي منکر کار وليدي داسي منكر چي هغه په دین کي معلوم منکر وو شک و شبه پکښي نه وه هغه يي منعه نه کړي او نه يې بدورڅخه يووړل بلکي په راضي وه او ښه کاریې بولي دا سړی کافر دئ.


عن العرس بن عميرة عن النبي صلی الله علیه وسلم  قال : اذا عملت الخطيئة في الارض من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها و من غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها. (رواه ابو داؤد)


ژباړه: د عرس بن عمیره څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:کوم وخت که ګناوي کېدل په مځکه کي هر هغه څوک چي ورته حاضر وي داګناوي ویني خو بد یې بولي خلک ورڅخه منعه کوي، دا سړی داسي دي لکه غائب د دې ګناه څخه. او هر هغه څوک چي د دې ګناه څخه غائب وي نه يې ویني خو په خبروي اوس يې دی خوښ بولي په راضي وي، دا سړی داسي دئ لکه دی چي پر دا ګناه حاضر وي په خپله يې کوي دومره ګناه الله جل جلاله و ده ته هم ورکوي لکه هغه فعل کوونکي ته د ګناه چي يې ورکوي.


عن جرير بن عبد الله قال : سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم  يقول: ما من رجل يكون في قوم يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على ان يغيروا عليه ولا يغيرون الااصابهم الله منه بعقاب منه قبل ان يموتوا. (رواه ابو داؤد)


ژباړه: د جریر بن عبدالله څخه روایت دئ، ده وویل: چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل ویل یې: نه سته یو سړی په يو قوم کي چي داقوم کي ګناوي کوي قوم يې د منع کولو قدرت لري، نو يې نه منع کوي که چیري داسي سړی په قوم کې پیدا سو الله جل جلاله به عذاب پر دا ټوله قوم راولي مخکي تر مرګ د دوی.


ماخذ : مواعظ الحسنة


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته