تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د منکراتو په وړاندي د رسول الله ص عکس العمل:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم اسلام ویب پاڼه


د منکراتو په وړاندي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عکس العمل او غبرګون طريقه داسي وه چي کله به يې د يو چا څخه کوم منکر وليدی نو دستي به يې خطبه ويل او خلګو ته به يې د هغه منکر په اړه خبري کولې لکه په لاندي قيصو کي چي راځي:


رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کار وکړ او نورو ته يې هم د هغه کار رخصت ورکړ خو ځيني خلګو ته یې خوند ورنکړ او ځانونه د هغه کار څخه وساتل، کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر سو نو خطبه يې وويل او د الله حمد يې ووايه بيا وويل: د دا ځينو خلګو څه حال دی چي دوی د هغه کار څخه ځان ساتي کوم چي زه يې کوم؟ زما دي په الله قسم وي چي زه تر دوی هم په الله باندي عالم يم او هم تر دوی د هغه څخه ډېر وېرېږم.[صحيح البخاري6101]


د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي يوې مخزومي ښځي غلا کړېوه صحابه وو د شفاعت لپاره اسامه بن زيد واستوی تر څو ددې څخه حد ساقط کړي کله چي اسامه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړې هغه ورته وويل: آيا ته په يو حد کي د حدودو د الله شفاعت کوې؟ بيا ولاړ سو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: ای خلګو ستاسو مخکي خلګ ځکه ګمراهان سوه چي  کله به په دوی کي غښتلي کس غلا کړې وای دوی به پرېښودی (حد به يې ورباندي نه جاري کوی) خو کله چي به په دوی کي ضعيف کس غلا وکړه بيا به يې حد ورباندي جاري کوی، زما دي د الله په ذات قسم وي که د محمد(صلی الله عليه وسلم) لور فاطمه غلا وکړي لاس به يې پرې کوم.[صحيح البخاري6788]


رسول الله صلي الله عليه وسلم يو نفر د بني سليم د زکاتونو د ټولولو لپاره واستوی کله چي هغه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغی او حساب يې ورسره وکړ نو يې ويل: دغه خو زکات دی او دغه بيا ما ته يو چا ډالۍ راکړېده، رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ته به د خپل پلار او مور په کور کي کښېناستلی وای تر څو ستا دغه ډالۍ درته راغلې وای! بيا ولاړ سو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: زه ځينو خلګو ته هغه وظيفه ورکوم کومه چي ماته الله راکړېده خو يو څوک راځي او راته وايي: دغه خو سوغات دی چي يو چا ما ته راکړی دی، که دی رښتيا وايي خپل د پلار او مور په کور کي به کښېناستلی وای تر خو دغه سوغات يې ورته راغلی وای!.[صحيح البخاري7197]


د پورته احادیثو څخه له ورایه ښکاري چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به خاص شخص مخاطب نه ګرځوی بلکي عمومي خبره به یې کول تر څو د هغه سړي حال هم پټ سي، عبرت هم واخلي او نور خلګ هم دداسي کارونو څخه ځان وساتي.


موږ هم که کله د یو چا څخه منکر وینو په عام محضر کي باید د هغه نوم ذکر نه کړو بلکي عامه خبره وکړو او هغه منکر په عام خطاب باندي وغندو تر څو هغه سړی هم پوه سي، ستر یې هم وسي او نور خلګ هم د هغه منکر په حکم باندي خبر سي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته