تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عیسایي راهب Black Cathy سره بحث
  تعلیم الاسلام
  May 13, 2016
  0

 د یوه امریکایي عیسایي راهب Black Cathy سره بحث

مناظر: استاذ عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د بلېک کیتي سره مي د اسلام او عیسایت پرحقانیت باندي بحث وو ټول بحث د سوال او ځواب په بڼه سره دی:
 
سوال: شراب څیښل ښه کاردی او که بد کاردی؟
 
بلیک کیتي: نه بد کار دی، ناوړي پیښي ډیري ورڅخه پیښیږي، لکه ځان وژني، فحاشي او داسي نور...
 
سوال: یې ښه راته روښانه کړی؟
 
بلیک کیتي: تاسی ګوری په امریکا کي هغه څوک چي شراب وڅیښي او بیا موټر چلوي نو په ځان نه پوهیږي نه په جهان پوهیږي، ټکر واقع سي خپل ځان هم هلاک کړي او نور هم هلاک کړي. کله ځیني کسان چي شراب وڅیښي ځان وژنه کوي، یا پر نورو د توپک خوله راخلاصه کړي او یا کله هم خپل ځان قتل کړي، او یا هم چاقو راواخلي او کار یې خلاص کړي او داسی نور...
 
سوال:  نو تاسی مبشرین یې ولي مخه نه نیسی؟
 
بلیک کیتي: خبره اصلاً داسي ده چي موږ په بد حالت کي یو، دا چي د حضرت عیسی علیه السلام لومړی معجزه په واده کي اوبه په شرابو اړول دي، نو ځکه ډیر عیسایان حتی مذهبي کسان په دې آند دي چي شراب پروا نه کوي، او بل  لور ته چي موږ ګورو چي شراب او د شرابو هر ډول د انسانانو او ټوله بشریت ته هلاکت دی بیا حیران سو، هغه نقصانونه چي زموږ و امریکایي ټولنې ته هره میاشت د شرابو له کبله رارسیږي دا نه جبران کیدونکي دي، خو دا یوه مسلمه خبره ده چي که چیري شراب د حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو ولي زموږ لپاره بد دي؟
 
سوال: ستاسو له خبرو څخه دا معلومیږي چي شراب هم ښه دي او هم بد دي؟
بلیک کیتي: کیدای سي هغه شراب چي حضرت عیسی علیه السلام استعمالول هغه به داسي نه وه، خو دا منو چي موږ د حضرت عیسی علیه السلام تعلیمات منو.
 
سوال:  افرین داښه خبره ده، حضرت عیسی علیه السلام ډیر ښکلې تعلیمات لري لکه:
 
د ختنې (سنت کیدلو) حکم:
د ختنې (سنتولو) حکم د حضرت ابراهیم علیه السلام څخه روان ؤ، په تورات کي هم ددې حکم ښکاره سته، لکه:
(زما او ستا تر منځ تړون دا دی چي هر نر باید سنت سي، او که سنت نه سي نو هغه وعده پوره نکړه او هغه ایسته که.) (کتاب پیدایښت ۱۷: ۱- ۱۴)
 
او حضرت موسی علیه السلام خطاب کوي:
(او په اتمه ورځ باید د هلک ختنه وسي) (لاویان/احبار ۱۲: ۳)
 
خپله حضرت عیسی علیه السلام هم سنت سوی ؤ لکه:
(اته ورځي وروسته هغه سنت سو او د هغه نوم عیسی کښېښودل سو.) (انجیل لوقا۲:۲۱)
 
دا چي تاسي وایاست چي شراب که د حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو موږ یې هم څیښو، نو اوس پوښتنه داده چي که چیري ختنه د حضرت موسی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو تاسی یې ولي نه کوی؟
 
بلیک کیتي: پولس رسول دا رد کړې ده.
 
سوال: دا منم چي اوسنی عیسایت د پولس نظریات دي، او پوښتنه داده چي حضرت عیسی علیه السلام ستر دی او که پولس ؟
 
بلیک کیتي: نه حضرت عیسی علیه السلام.
 
سوال: ولي د حضرت عیسی علیه السلام تعلیمات نه منی؟
بلیک کیتي: دا هغه څه دي چی موږ تل ورسره لاس او ګریوان یو.
 
سوال: حضرت عیسی علیه السلام د زنا  په هکله څه وايي او تاسي څه کوی؟
حضرت عیسی علیه السلام وايي:
 
(تاسو ته معلومه ده چي هغوی ته ویل سوي وو چي زنا مه کوی ، خو زه درته وایم چي که یو سړی یوې ښځې ته په بده سترګه سره وګوري نو هغه پخپل زړه کي د هغې سره زنا وکړه، که چیري ستا ښې سترګه د ګناه سبب سي  نو وه يې باسه، او د ځانه یې وغورځوه، ستا د پاره به دا غوره وي چي د خپل وجود یو اندام بایلې نه چي ستا ټول بدن دوږخي سي، او که چیري ستا ښی لاس د ګناه سبب سي نو پرې یې کړه او وه يې غورځوه.) (متی ۵ باب: ۲۷- ۳۱)
 
اوس وګوری! حضرت عیسی علیه السلام څومري سخت احکام وتاسو ته ویلي دي خو تاسي یو نه منی، داسی یو عیسایي راهب به نه وي چي زنا یې نه وي کړې لکه جیمي سویګاټ، جیم بکر او داسي نور مشهور پادریان... او لواطت او هم جنسي بازي خو ستاسو په عیسایي نړۍ کي داسي عامه ده چي هیڅ شرم او عیب نه ګڼل کیږي. 
 
وبل لورته د ټولي عیسایي نړۍ ۶۵٪ مبشرین تاسي امریکایان یاست، تر ټولو یې تاسي زیات تبلیغ کوی، او بل لور ته بیا په امریکا کي په هره ثانیه کي یوه زنا بالجبر صورت نیسي، په کاناډا کي په هره اونۍ ۶ ښځې د زنا بالجبر څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي او داسی نور...
 
ولي تاسی د حضرت عیسی علیه السلام تعلیمات نه منی!!!
 
بلیک کیټي: واقعیت همداسي دی، دا هغه څه دي چي په عیسائیت کي یې تور داغ جوړکړیدی
 
بلیک کیټي: تاسي ولي د قرآن کریم تعلیمات نه منی؟
 
سوال: څنګه یې نه منو؟
 
بلیک کیټي: په قرآن کریم کي راځي چي خدای وایي چي ما حضرت عیسی علیه السلام مړ کی او بیا مي پورته کی هغه ایات دا دی:
 
اذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ. (الایة)
ژباړه: په یاد که هغه وخت ای محمده! چي کله الله وویل وعیسی ته چي ای عیسی! زه دي وفات کوم، پورته کوم دي.
 
= ځواب:
خبردار وروڼو!!! عیسایي مبشرین د خپلي باطلي عقیدې د ثابتولو د پاره د ځینو ایتونو په غلط معنی کولو سره دلیل وايي، لکه د عیسی علیه السلام د وژلو په اړه درسره په دې مبارک ایات دلیل وايي.
 
(اذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ ) (سورت آل عمران: ۵۵)
ژباړه: په یاد که هغه وخت ای محمده! چي کله الله وویل وعیسی ته چي ای عیسی! زه دي وفات کوم، پورته کوم دي، او صفا کوم دي د هغه کسانو څخه چي کافران دی.
 
کله چي یهودو د حضرت عیسی علیه السلام د وژلو اراده وکړه او غوښتل یې چي ژوندی یې ونیسي او بیا یې صلیب (په دار وځړول) کړي، نو دوی پر هغه خونه باندي راوګرځیدل چي هلته حضرت عیسی علیه السلام وو، د یهودو یو شعار داوو چي موږ به حضرت عیسی علیه السلام وژنو نو الله ورته وویل:
 
اني متوفیک: زه دي وفات کوم، ای عیسی علیه السلام مرګ او ژوند دي زما په واک کي دی،  دوی دي نسي وژلای.
ورافعک الی: دا چي دوی درته مشکلات اجادوي نو زه دي جسد سره د روح و اسمانو ته پورته کوم.
 
که چیري ایات داسي راغلی وای : (اني متوفیک ثم رافعک الی) بیا ستاسو خبره درسته وه دا ځکه اوس یې معنا داسي سوه:
 
ای عیسی! زه دي وفات کوم او وروسته دي پورته کوم.
 
علماء کرام په دې نقطه ښه پوهیږي. خو اوس د (انی متوفیک) او (رافعک الی) ترمنځ (و) راغلی دی نو ځکه تاسي چي کومه معنا ددې مبارک ایات کوي او یا هم د حضرت عیسی علیه السلام صلیب ورڅخه مرادوی دا غلطه او بې بنیاد ده.
 
ومطهرک من الذین کفروا: او پاکوم دي (د تهمتونو) څخه د هغو کسانو چي کافران دي.
 
یهودو به ویل چي دا حضرت عیسی علیه السلام ولد زنا دی (نعوذبالله)، بیا تاسي وایاست چي حضرت عیسی علیه السلام خدای دی (نعوذبالله) او یا د خدای زوی دی (نعوذبالله) دا تهمتونه پرده ولګوی، نو الله جل جلاله ورته وايي چي زه دي له دې ټولو تهمتونو څخه پاکوم، هغه دا چي ستا وروسته یو ستر رسول (محمد یا احمد صلی الله علیه وسلم) راځي، هغه به ستا پاکي بیانوي او بل دا چي ته به د دوهم ځل لپاره راکښته کیږي او خپل پاکوالی به خپله بیانوي.
 
په بل ایت شریف کي الله تعالی فرمايي چي دوی حضرت عیسی علیه السلام نه دی وژلی:
 
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا. (سورة النساء: ۱۵۷)
 
اوله دې امله چې په خپله يې وويل چې مونږ د الله پېغمبرمسيح عيسى بن مريم وژلى دى حال دا چې د واقعيت له مخې هغو نه هغه وژلى او نه يې په دار ځړولى دى؛ بلكې موضوع د هغو له پاره مشتبه وګرځول شوه او كومو خلكو چې د هغه په باب اختلاف كړيدى هغوي هم په اصل كښې په شك كښې لويدلى دي، له هغو سره په دې باب هېڅ علم نشته ، صرف د ګومان پيروي ده. هغوى په يقيني توګه مسيح نه دى وژلى.
 
زما مناظره د عیسايي راهب سره (کتاب)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته