تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي حکومت څلور مدونه
  تعلیم الاسلام
  February 16, 2017
  0
 لیکنه. عبد السلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 د نبي کریم صلي الله علیه وسلم په مبارک وخت کي د صدقو مالونه که څه هم په بیت المال کي جمع کیدل مګر د دوی حساب بالکل جلاوو او د بیت المال د نورو مدونو لکه د غنیمت خمس یا خمس د معادن وغیره د دې حساب به جلا وو. او د هر یو مصرف هم جلا وو. نو له دې وجي فقهاوو کرامو وضاحت کړی دی چي د اسلامي حکومت په بیت المال کي څلور مدونه جلا جلا ساتل پکار دي.
 
 او اصل حکم دا دی چي صرف حساب یي جلا ساتل نه دي پکار بلکي د هر یو مد بیت المال به جلا وي. او هر یو مد به په خپل مصرف کي خرڅ کوي. البته که څه وخت په یو خاص مد کي کمی وي نو د بل مد څخه په طور د قرض اخیستل او په هغه کي خرڅ کولی شي د بیت المال دغه څلور مدونه دا دي:
 
 اول مد: د غنیموتو خمس یعني کم مال چي د کفارو څخه په ذریعه د جنګ حاصل شوی وي د دې څلور حصي به په جهاد کوونکو باندي تقسیم شي باقي پنځمه حصه کمه چي د بیت المال ده هغه به دغه مد ته ور جمع شي. او بل دغه مد ته به د کانونو خمس یعني د مختلف قسم کانونو څخه په راوتونکو شیانو کي پنځمه حصه ور جمع کوي چي دا دې بیت المال حق دي . او بل به دغه مد ته د رکاز خمس ورجمع کوي یعني کمي پخوانۍ خزانې چي په یوه مځکه کي راووزي د هغه هم پنځمه حصه د بیت المال حق دي. دا دری قسمه خمسونه د بیت المال په یو مد کي داخل دي.
 
 دوهم مد: د صدقو دی چي په دې کي به د مسلمانانو زکوة، صدقه فطر او د مسلمانانو د ځمکو عشر داخل دی.
 
دریم مد: د خراج او د فئ مال دی چي په دې کي د غیر مسلمو د ځمکو څخه حاصل شوي خراج او د دوی جزیه او د دوی څخه حاصل شوي تجارتي ټیکس او هغه ټول مالونه داخل دي کم چي د غیر مسلمو څخه د دوی په رضامندۍ سره مصالحانه طور سره حاصل شوي دي.
 
څلورم مد: د ضوائعو دی چي په دې کي به د هغه چا مال داخلیږي چي مړ شي او وارث ونه لري مال او میراث به یې په کي داخلوي.
 
  د دې څلورو مدونو مصرفونه که څه هم جلا جلا دي لیکن د فقیرانو او مسکینانو حق په دې څلورو مخکي مدونو کي مقرر شوی دی. 
 
د دې څخه اندازه لګول کیږي چي په اسلامي حکومت کي د قوم د دې کمزوري طبقې د قوي کولو څومره اهتمام شوی دی کوم چي په حقیقت کي د اسلامي حکومت د امتیاز لویه نښانه ده.  لنډه دا چي په اسلامي حکومت کي څلور بیت الماله د څلور مدونو د پاره جلا جلا مقرر دي. او د فقیرانو او مسکینانو حق یي په څلورو واړو مدونو کي ایښي دي. په دې کي د اولنیو درو واړو مدونو مصارف په خپله قرانکریم په تفصیل سره متعین او په واضح طور سره بیان کړي دي. د اولني مد یعني د غنیمتونو د خمس د مصارفو بیان په (سُوۡرَةُ الاٴنفَال : ۴۱]  کي ذکر ده:
 
( وَاعْلَمُوٓا أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ) الایة
 او تاسي ته دي معلومه وي چي د ولجې (غنیمت) څه مال چي تاسي په لاس راوړى دى، د هغه پنځمه برخه د الله، د هغه د پېغمبر، د خپلو خپلوانو، د يتيمانو، د مسكينانو او د مسافرانو لپاره ده.
 
او د دوهم مد یعني د صدقو یا زکاتو د مصرفونو بیان د [سُوۡرَةُ التّوبَة : ۶۰] کي داسی ذکر ده:
 
( إِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِينِ وَالْعٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)
دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چي زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستي لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کښي د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى.
 
 د دریم مد کوم چي په اصطلاح کي مال د فئ ورته وايي د دې بیان په سورة حشر کي په تفصیل سره راغلی دی. د اسلامي حکومت د اکثرو مدونو فوجي خرچونه او د حکومت د کار کوونکو تنخواه ګاني وغیره د دې مد څخه خرڅ کړل کیږي.
 
څلورم مد یعني چي د چا میراث خور نه وي او مال یي پاتي وي. نو د نبي کریم صلي الله علیه وسلم د هدایاتو او د خلفاء راشدینو د عمل مطابق د شل او ګوډ او د لا وارثه بچیانو د پاره مخصوص دي.
 
ماخذ: شامي کتاب الزکوة. معـارف القـرآن. ټوک ۴ پاڼه ۱۷۳-۱۷۴ پاره ۱۰. 
 
لیکوال.: د دارالعلوم دیوبند صدر مفتي علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله. المکتبـة الـحبیبیـة
 
--------------------------
اسلام د غربت غم خوړلی دی
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته