تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان ځوان بریا
  تعلیم الاسلام مجله ۲۷ ګڼه
  April 15, 2021
  0

د مسلمان ځوان بریا 

 

لیکنه : ابوخالد عثمان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له سید جمال الدین ( افغان)  څخه د یؤ کافر دردونکي پوښتنه :  


زمونږ او ستاسې فرق دادې چي تاسې دین ( يعني مروج  عیسویت) پریـښې پر مختګ مو کړی،او مونږ دین پريښې (يعني شا مو ورته کړی) ځکه و روسته پاتې یو.


صحيح مسلم کي له عمر فاروق رضی الله عنه څخه روایت دی رسول الله  (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: 


اِنَّ اللّه یَرْفَعُ بِهذَا الْکِتَابِ اَقْوَامًا وَیَضَعْ بِه آخَرِیْنَ


ژباړه: الله تعالی به ددې کتاب په سر قومونه پورته کوي (پرمختګ عروج او بلندي به ورکوي) او ددې کتاب د پریښودو له امله قومونه ذلیل او خوار کوي. 


له تاريخ څخه ثابت دي: تر کومه وخته چي مسلمانانو په دین منګولې لګولې وی په نړۍ ددوي اختیار و، ساينس او ټيکنالوژي ته يوازې ددوي لاسرسۍ و، سياسي او نظامي ډول ددوي لمن ورځ تر بلې په پراخېدو وه اوسنۍ عالم اسلام خو پریږدئ ان د اروپايي براعظم جنوب مغرب په څنډه پرته جزیره ائبیریا (Iberian Peninsula) چي پرتګال او هسپانيا ته شامله ده ورسره د فرانسې جنوبي څنډې اربونه،پرپينان او تولوشه (Toulouse) ښارونو باندې مسلمانانو اته سوه کاله حکومت وکړ چي اسلامي تاریخ کي دې سلطنت ته اندلس ویلې کیږي.


لاکن کله یې چي دین ته شا کړه او د دنیا محبت او واقعات یې زړونو کي ځای ونیوه له کبله یې د واکمنانو (rulers) ترمنځه داخلي اختلافات رابرسیره سول، له دی سره د نوي نسل په تعلیم او تربیه پاملرنه کمه شوه، وخت سره ناپوهه او کم عقل خلک مشران سول، اخلاص له منځه ولاړ، او د دنیا جا وجلال، شان او شهرت یې زړونوکي ځاي ونیوه د الله په ذات تکیه او یقین په ځای یې په ظاهري قوت باور او یقین وکړ نو ( د الله د غضب سره مخ سول) هغه پرمخ تلونکي لښکر سمدواره په شا راوګرځېده،او خپل ۸۰۰ کاله رپانده بيرغونه یې یو یو ټول کړل سياسي ځواک او لمن یې په ټولېدو شوه او بلاخره (نړۍ دا حالت هم ولېده)  چي ستر اسلامي سلطنت د کفري نړۍ په سمندر  کي لاهو شو. 


د زوال اصلي لامل یې څه و؟ 


د اسلامي سلطنت زوال ستر سبب او لامل د نسلونو د تربیت په اړه بې غوري وه ( ډيوه چي بلیږي رڼا ورکوي ترشا حرکت لري د تیلو کورکي  چي تیل کم شي نو ډيوه خپله مړه کیږي) 


  زوال د یو څو کلو خبره نه وه بلکي سلګونه کاله د مسلمانانو په داخل کي استعمار کار وکړ داخلي ایجنټان یې په کار بوخت کړي و ان په اخري وختونوکي نظامي ځواک کۀ څه هم د مسلمانانو په واک کي و خو علمي ډګر او پوهه ددوي له لاسه وتې وه استعمار(Imperialism) خپله زړه تګلاره په کار واچوله او د اخري نسل د ګمراهي اسباب یې برابر کړل ځکه دا کار د یو هېواد په پرځولو کي بنسټيز ګام دی، سربيره ځوانانو د اخلاقو کچه غورځول د کفر له ټولو ستره لاسته راوړنه وه.


ټول ديني او سياسي خوځښتونه په دی موافق دي چي د حکومتونو عروج او زوال د ځوانانو تربیت پوری تړلې دي. 


پروتوکولات صیهوني د ځوان نسل د بې لارۍ په اړه داسې لیکي::


هر ځای کي د اخلاقو کچه غورځول غواړي، په همدې شکل به په مسلمانانو زموږ تسلط قایمېدل اسانه شي، جنسي اړيکي به د لمر د رڼا په څیر وړاندې کیږي، تر دی پورې چي د ځوانانو په زړونو کي یو شې هم مقدس پاتې نشي، او د هغوي پوره فکر همدا وي چي څنګه جنسي غريزه خوند اخیستل (Hedonism) سوړ کړي. 


کميونيسټي ګوند الحادي برخه خپلو پټو کړنلارو کي لیکي:


دیني روابط او دین ماتول په جوماتونو غورځولو نه کیږي ځکه چي دین وجدان کي پټ وي، بلکه اشتراکي قوانين او احکام مسلط کيدو نه وروسته دین خپله له منځه ځي، ددی لپاره اړینه ده چي موږ ( نوي نسل کي) ډول ډول کیسې، ډرامې، محاضرات مجلې، او کتابونو لیکلو سره الحاد عام کړو، ددی په لوري به دعوت ورکوو ترڅو همدغه شیان دوی مسلط کيدونکي خدای وګرځوي . (کتاب الشیوعیة والاسلام)
 د حل لار څه ده چي موږ بیرته خپل ماضي راتازه کړو؟


علامه اقبال رحمه الله د حل لار داسې ښودلې : 


غافل مَنَشی نه وقتِ بازی ست
وقتِ هنر است و کارسازی ست


یعني دا وخت د غفلت نه دی او نه هم د مستیو او د لوبو بلکي دا وخت د هنر، کارسازي، اختراعاتو او پرمختګ دي  ځوان د مشرانو پرتله قوت جسماني او مشقت سره مقابلې کولو توان ډېر لري دوی کولای شي چي هر ناممکن کار ممکن کړي نو باید تم نشي. 


لومړي موږ باید د الله په دین متحد شو،زه پښتون، تاجک، اوزبک، نه بلکه له هرڅه مخکي مسلمان یم، دوهمه په همدې بنسټ د خپل نوي نسل بهترینه اسلامي تربیه وکړو چي هغوي په اصلي معنی مسلمانان لوی شي، ځکه د همدوي په لاسونو کي زموږ راتلونکي ده اسلام  د قران او حدیث د سوري لاندې سپيڅلې  کړنلار لري چي زموږ د عروج لامل ګرځېدى شي بيلګې یې موږ په ماضي کي لېدلی دي، همدا مزل او موخه وګرځوو، لرې نه ده چي د نړۍ په سر بیرته خپل حاکمیت او واک ترلاسه کړو.

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ ګڼه)

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته