تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تمدن اړوند یو څوخبري :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2021
  0


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱. ښاري ژوند د ټولو ښو او بدو کارونو سر چینه ده.


۲. فردي انسانیت وساته! چي تمدن اجتماعي پر ځای پاته سي.


۳. تمدن په جامه او د ژوند په طرز اړولو کي نه، بلکي د خلکو سره په ښه چلند کي دئ.


۴. تمدن د توحش او وحشت مقابل دئ، که متمدن نه یې  نو متوحش او وحشي يې.


۵. تمدن د عادي چلندونو مجموعې ته وايي چي د ټولني افراد یې یو د بل سره کوي.


۶. تمدن خپله ژوند نه، بلکي د ژوند جوړونکی دئ.


۷ . تمدن توپ، ټانګ او اسلحه نه، بلكي د انسانانو د حقوقوساتنه ده.


۸  .  تمدن باید د انسانیت په خدمت کي وي، داسي نه چي انسانیت د تمدن په خدمت کې وي.


 ۹. د تمدن اول هدف دا دئ چی د شخص سره په دې اړه مرسته وکړي، چې په ټولنه کي د نورو اشخاصو سره باید څنګه ژړند وکړي .


۱۰ .  متمدن هغه څوک دئ، چي د خپل وخت تر خلکو شاته نه وي.


۱۱ . دمادیاتو پوره والی هیڅکله د یو ملت د معنوي ترقي نښه نه ده .


 ۱۲. تمدن د ښه ژوند په زده کولو کي نه، بلکي د ښه ژوند په کار اچولو کي دئ.


۱۳. حقیقي تمدن هغه دئ چي پر پوره شفقت او مهربانۍ باندي  ولاړوي۔


۱۴. و تمدن او مدنیت هدف خلكو ته ګټه رسول او هغوی ته دژوند اسانتیاوې برابرول دي.


۱۵. تمدن ژوند اسانه کوي، کنه نو مخکنیو خلکو هم ژوند کاوه.


۱۶. وخپلو شريفو خلکو ته احترام او د خپلو افرادو د شخصیت ساتل تمدن دی.


۱۷. نظم و انضباط د تمدن یوه بله طريقه ده .


ماخذ : سپڅلي خبري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته