تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نشنلیزم يا قوم پرستي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2022
  0
رالېږونکی: شکرالله رسولي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اسلامي نړۍ د پاشلو لپاره ، د يهودو لخوا په لار اچول سوي فکري استعمار يوه اغېزمنه او خطرناکه وسله د نشنلېزم يا قوم پرستۍ څخه عبارت ده ، چي کله کله د ملت پرستۍ او ناسيونالېزم اصطلاحات هم ورته کارېږي. 
چي د يهودو پر دغي خطرناکي دسېسي باندي پوهېدل ، د هر مسلمان لپاره لازمي او اړينه چاره ده .
 
د نشنلېزم معنی څه ده ؟ د نشنلېزم اهداف څه دي؟ دغه ميکروب څنګه رامنځ ته سو؟ قوم پرستانو څنګه وده وکړه؟ قوم پرستان ولي د اسلامي جامعې په نوم ږغ نه پورته کوي؟ نشنلستان ولي د اسلام څخه په وېره کي دي ؟
چي ان شاالله دا هره موضوع به په خپل وار وڅېړو :
 
الف - د نشنلېزم تعريف : د نشنلېزم اصطلاح د يو ملت د جدا عقيدې او په افراطي بڼه د نورو ملتونو په نسبت د يو ملت په پورته والي باندي اطلاق کوي . چي ملت د ( نشنلېزم ) د اصولو له جملې څخه دي او ملي ، قوي ، ځانګړنو ته ويل کېږي په ( نشنلېزم ) کي د ملت ښه والى او د ژوند پيمانه داده چي ملت له ده څخه هره قرباني غواړي که څه هم د ځان قرباني، د مال قرباني، د ضمير قرباني، که د ايمان قرباني ، که د اخلاقو، نفس قرباني وي ؟ په هر حالت کې يې نه سپما کوي حال دا چي د اسلام مبين دين کي ټول مسلمانان يو شان دي او يو پر بل غوره والى نه لري لکه حضرت سرور کاينات محمد مصطفى صل الله علیه وسلم چي فرمايلي دي : (( هیڅ عرب په عجم او عجم په عرب ، سور په تور او تور په سور باندي فضيلت نه لري ، مګر فضيلت او غوره والى په تقوا کي دى . )) 
سره له دې چي د پورتني مبارک حديث څخه دا خبره ثابته سوه چي يو قوم پر بل قوم هیڅ فضيلت او يو ملت پر بل ملت هيڅ برتري نه لري، برتري او غوره والى صرف په اسلام او تقوا کي دى مګر د نشنلېزم داعيان د قوم، ملت او ژبي په اساس د برترۍ دعوې کوي .
 
ب - نشنلېزم څنګه رامنځ ته سو او څنګه يې وده وکړه ؟ 
د نشنلېزم د رامنځته کېدو په اړه د علماکرامو او مؤرخينو بېلابېل نظريات وجود لري چي له ځينو مهمو څخه يې په لنډ ډول يادونه کوو:
 
اول نظر : کله چې حضرت ادم علیه السلام  الله جل جلاله له خاوري څخه جوړ کړ، هغه ته يې ژوند ورکړ، ملائکو او شيطان ته يې وويل چي حضرت ادم علیه السلام ته سجده وکړئ ، نو ملايکو د الله جل جلاله امر پر ځاى او سجده يې وکړه خو شيطان چي د الله جل جلاله نافرماني وکړه او ويي ويل چي زه ( شيطان ) له اور او ادم علیه السلام  له خاوري څخه جوړ دى نو زه څنګه ادم علیه السلام ته سجده وکړم نو له همدې کبله شيطان لعين د الله جل جلاله د دربار څخه ورټل سو، شيطان په خپل قوم او نصب باندي غرور درلود او د الله جل جلاله نافرماني يې وکړه نو له همدې کبله علماء کرام په دې نظر دي چي د قوم پرستۍ لومړى مؤسس لعين شيطان دى او قوم پرستي د کفار یو ډول کړنه ګڼي .
 
دوهم نظر: کله چي حضرت عيسى علیه السلام مبعوث سو او په هغه باندي اسماني کتاب ( انجيل ) نازل سو نو په ښکاره ډول پکښي راغلي چي له عيسى علیه السلام څخه وروسته پيغمبر چي راځي نوم به يې ( احمد) وي او په ده يعني ( احمد ) باندي يو کتاب نازليږي ، دا به د اخري زمانې پيغمبر وي . ځکه نو عيسويانو او يهوديانو ټولو دا خبره کوله چي د حضرت عيسى علیه السلام څخه وروسته د احمد په نوم پيغمبر راځي او ټولي نښي نښانې به يې خلکو ته بيانولې خو کله چې حضرت محمد صل الله علیه وسلم په پيغمبرۍ مبعوث سو نو همدوى انکار ځني وکړ، عيسايانو به ويل چي دا (محمد صل الله علیه وسلم ) له عربو څخه دى، ولي زمونږ له قوم (بني اسرايلو) څخه نه دى، سره له دې چي ټولي هغه نښي چي حضرت عيسى علیه السلام د محمد رسول الله صل الله علیه وسلم په اړه خپل قوم ته ويلي او روښانه کړې وي ، په ده کي موجودي وي مګر د قوم پرستۍ په ناروغۍ اخته خلکو پر حضرت محمد صل الله علیه وسلم باندي ايمان رانه وړ.
 
دريم نظر: عبدالله ناصح علوان پخپل کتاب ( القوميت في ميزان الاسلام ) کي په دې اړه ليکلي چي ( د نشنلېزم ميکروب هغه وخت په مسلمانانو کي خپور سو چي په دې پاکه خاوره باندي د ( صهيونستي ) غاصيبينو ټګمارو يهوديانو ټولنه منځ ته راغله او د خپلو شپږو يهودي اعمالو او اهدافو لپاره يې هلي ځلي پيل کړي ، ترڅو وکولاى سي بيت المقدس او فلسطين په خپل تسلط کي راولي.
 
له بده مرغه د عثماني خلافت په وروستيو وختونو کي يهوديانو يو انجمن جوړ کړ او نوم يې پرې ( محفل اشرق العثماني ) کېښود چي دا انجمن د بډايه خلکو او رسمي مرکز يې د ( سالوينک ) ښار وو ، د يهودو لومړى اقدام دا وو چي تر ټولو بډايه شخص ( قره صو ) يې چي له ماسوني مشرانو څخه وو، سلطان عبدالحميد ته د استازي په توګه ورواستاوه او سلطان ته د ورتلو واسطه يې عارف بېک وو ، کله چي ( قره صو) د سلطان دربار ته له ډاليو سره لاړو او سلطان ته يې وويل چي زه د ( ماسوني ) استازی يم نو ډیر مال يې ورته په دې شرط وړاندي کړ چي فلسطين کي ورته امتياز ورکړي ، سلطان ډیر په قهر سو او د هغه له دغه وضعيت له امله ماسونيان ډیر نا امیده سول هماغه وو چي د سلطان عبدالحميد  په خلاف يې تبليغات پيل او د عربو سره يې د ترکیې او توراني قومونو خلاف لاس يو کړ ، هغوى د اسلامي جامعې لاندي ترکيه او عربيت ته وده ورکړه او ددې ترڅنګ يې يو ملحد ليکوال ( ضياکوک آلب ) ته په دنده ورکولو سره د قوميت فلسفه په ترکانو کي پيدا کړه . 
 
د وخت دغو قوم پرستانو د يهوديانو او انګرېزانو په مرسته چي ترکي مسلمانان او عربي مسلمانان يې په خپلو کي جنګول غوښتل ، يو ګوند جوړ کړ او ( د يو والي او پرمختيا جمعيت ) نوم يې پرې کېښود چي ددې ګوند د دسيسو له امله د قوم پرستۍ ناروغي دومره خپره سوه چې د سلطان عبدالحميد حکومت (چي یو لوی اسلامي خلافت وو) له منځه يوړ او د يهوديانو پر مخ د فلسطين دروازې پرانيستل سوې، نو له همدې کبله ځينې خلک په دې نظر دي چې د قوم پرستۍ موسسين ماسوني ګوند او انګرېزان دي .
 
بايد يادونه وکړم چي ماسوني د يهوديانو د فکر زېږنده ده چي ظاهراً يې د انساني حقوقو دفاع خپل شعار ګرځولى وو او ويل به يې چې دين د الله لپاره او وطن د ټولو لپاره . ماسونيانو غوښتل چې داسي يوه ټولنه رامنځته کړي چې بربنډتيا ولري.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته