تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیشنلیزم او اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د نیشنلیزم تعریف:


خپل قوم په نورو قومونو غوره بلل اود قیادت حق دخپل ځان لپاره راخپلول.


 دنیشنلیزم تاریخ : 


نیشنلیزم دجاهلیت دوخت په عربو کی موجود و خو د معاصر نیشنلیزم بنسټ د المان نازی حکومت کیښوده په 1929م کال کې چې مشر یې ادولف هټلر وو. چی تر دوه لکو پورې یهود یې ووژل .


اسلامي نړۍ ته نیشنلیزم په 20مه پیړۍ کې د یو نوی دین په حیث را ننوت او داسلاي نړۍ یو لوۍ مدافع عثماني خلافت یې له منځه یووړ . او نیشنلیزم ته افغانستان،پاکستان،عربي هیوادونو او نور ټول اسلامي مملکتونه په سپیڅلتیا قایل شوو .


 د نیشنلیزم اصول یا ارکان: 
نیشنلیزم پینځه 5 بنسټونه لري :
1ـ مشترکه ژبه 
2ـ وطن یا خاوره 
3ـ مشترک تاریخ 
4ـ مشترکیې ګټې
5ـ مشترکه وینه 
چې هر یو په جلا توګه تشریح کوو:


 1ـ مشترکه ژبه : 
نیشنلیستان په دې باور دي که هر څوک زما په ژبه غږیږي هغه زما دوست او زما ورور ده او د هغه مصلحتونه ماته له هرچا مقدم دي که هغه مسلمان یهودی،عیسوی یا که هندو وي او په مقابل کې که هر څوک وی چی زمونږ په ژبه نه غږیږی له هغوی سره کوم تړاو نه لرو هغه که مسلمانان ولې نه وي.


2ـ وطن یاخاوره:
 په دې معنا چې په کومه ځمکه کې زه اوسیږم که په دې ځمکه کې هر څوک اوسیږي که هغه هندو وي، عیسایی یا مجوسي وي هغه زموږ ورور ده او هغه څوک چی له دې قلمرو څخه بهر وي که هغه مسلمان ان اهل بیت هم وي هغه زموږ هيڅ نه ده.تر دې پورې چې نیشنلیستان وطن یا خاورې ته دیو معبود او خدای په حیث ګوري او وایي چې دا وطن می لیلا ده او سرحدات يې مقدس شمیرل کیږي او دسرحد هغی خوا ته مسلمانان پردي شمیري.


3ـ مشترک تاریخ : 
 نیشنلیستان وایي هغه څوک چې موږ سره یی تاریخ شریک وی هغه زموږ وروڼه دی خیر ده که اوس په یو او بل نوم یادیږي اویا په بله خاوره کی اوسیږی .
دغه مشترک تاریخ که داسلام د مخه وی یا وروسته دوی ته محترم دی.


 4ـ  مشترکې ګټې : 
 نیشنلیستان وایی خیر که یو څوک داسې دی چی ژبه،تاریخ او خاوره یی زموږ سره شریکه نه ده خو موږ یو له بل سره متبادلې او ستراتیژیکي ګټې لرو نو هغه زموږ دوستان دي که څه هم هغه په نورو مسلمانانو د ظلم اور بل کړى وي نو ځکه اوس داسلامی نړۍ حاکمان وایي دا غربي ځواکونه چې زموږ هیوادو ته راغلي دوی زموږ دوستان دي ځکه چې موږ یو له بل سره ستراتیژیکی سیاسي،اجتماعی او اقتصادی ګډې ګټې لرو او هغه څوک چې ورسره مبارزه کوي دوی پردي او ددې خاورې دښمنان او خاينين دي اګر که دین یې هم له ماسره یو وي.


 5ـ مشترکه وینه: 
دوي وایي که یو چا سره ددوی وینه په تاریخي لحاظ ګډه وي هغه دوستان بولي هغه که جرمنی، یهودی یا دشوروی وي حال دا چې زمونږ خوږ نبي د اسلام لپاره د خپلو تره زامنو او خپلوانو سره جنګيدلى دى.


 نتيجه: 
د نیشنلیزم په دغو اصولو کې دین نه ځاییږي ځکه که چیرته په دې کې دین او عقیده داخل سي نو دا اصول بیا په خپله له منځه ځي ځکه چې په دین کی مساوات او یو یوالی ده . 


لکه چی مُحَمَّد (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي (تاسې ټول له یو ادم (عليه السلام) څخه پیداسوي یئ او ادم (عليه السلام)له خاورې څخه پیدا سوی)


او بل مُحَمَّد (صلی الله عليه وسلم) د حجة الوداع په خطبه کې وفرمایل (هیڅ عرب په عجم او عجم په عرب سپین په تور او تور په سپین کوم فضیلت او لوړوالی نه لري مګر په تقوا سره. همدا رنګه الله (جل جلاله) فرمایلی (ای خلکو بیشکه تاسې مو له یو نارینه (ادم) او یوې زنانه(بی بی حوا)څخه پیداکړي یئ او تاسې مو څانګې او قبیلې وګرځولئ ددې لپاره چې يو بل وپیژنئ بیشکه عزتمند په تاسې کې په نزد دالله تعالی هغه څوک دى چې پرهیز ګاره وي بیشکه چې الله پوه اوخبر ذات ده. نو له همدی امله نیشنلیزم له اسلام سره اړخ نه لګوی دا يوه اسلام ضد مفکوره ده چې دا لوۍ امت يې ټوټه ټوټه کړى دى که نشنليزم منې نو د الله تعالى په ډيرو حکمونو او د اسلام د ولاء او براء په عقيده به پښې ايږدې.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته