تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غير مُمَيِّز کوچنى او نيمګړى اهليت والا
 
  February 17, 2012
  0

 غير مُمَيِّز کوچنى


غير مُمَيِّز  کوچنى و هغه ماشوم ته وايي چي د ښو او بدو تر منځ فرق او تمييز نه سي کولاى او نه د تړون د الفاظو په معنا او مقصد پوهيږي .
 
يو کوچنى چي د دوکاندار څخه هم شى واخلي او هم ورته ژاړي بيرته خپلي پيسې ځني غواړي دا غير مُمَيِّز بلل کيږي ځکه د  سودا په معنا نه پوهيږي .
 
ليوني او غير مُمَيِّز کوچنى چي د هري معاملې د پاره ايجاب يا قبول وکړي په هغه يې تړون نه مُنْعَقِد کيږي .
ځکه نو د ليوني او غير مُمَيِّز کوچني بيع ، وکالت ، اجاره ، عاريت ، نکاح ، طلاق ، هبه او داسي نور معاملات نه صحيح کيږي .


نيمګړى اهليت والا
 
مَعْتُوهْ او مُمَيِّز کوچنى په نيمګړي او ناقص اهليت والا کي شمېرل کيږي .

مَعْتُوهْ : مَعْتُوهْ هغه چاته وايي چي د عقلي ضعف لکبله يې په حافظه او فهم کي داسي  کمزورتيا پيدا سي چي کارونه يې بې تدبيره او خبري يې ګډي وډي سي .
کله د علاقلانو په ډول خبري کوي او کله بيا د ليونيانو په شان ږغيږي ، پرتي او چټي خبري کوي  .   

د معتوه او ليوني ترمنځ فرق دادى چي ليونى وهل او ټکول کوي ، ښکنځل ، پوچ او رد وايي  مَعْتُوهْ وهل او ټکول نکوي او نه ښکنځل او پوچ رد وايي .

مُمَيِّز کوچنى : کوچنى که په سودا پوهېدى يعني دا ورته معلومېده چي شى د پيسو په بدل کي رانيول کيږي ، هغه ته مُمَيِّز کوچنى وايي . د مُمَيِّز کوچني او معتوه تړونونه او تصرفات درې ډوله دي :

د ښکاره ګټي تړون .
د ښکاره تاوان تړون .
د ګټي او تاوان احتمال لرونکى تړون .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته