تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوه انصاري صحابي کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

د یوه انصاري صحابي کیسه


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په سنن ابي دا ؤد کي له حضرت اسیدبن حضیر(رضي الله عنه)څخه روایت دی چي یو انصاري چي د مذاقي طبیعت خاوند ؤ په یو مجلس کي ناست ؤ او د خلګوپه منځ کي یې د خندا خبري کولې ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورغی د مسخرو په ډول یې په دغه صحابي يولرګی جګ کړ .

 

دغه انصاري جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته وویل : صاحبه ! تاسوپه ما کي لرګی جګ کړ ، پرما ظلم وشو ، زه خوږ شوم راشه چي بدله درڅخه واخلم ، ده مبارک ورته وفرمایل : سمه ده راشه ! خپله بدله واخله ، انصاري ورته وویل : تا خوجامه اغوستی ده او زما پربدن جامه نه وه ، نو زه خوپوره بدله هغه وخت اخیستای شم چي ستا پربدن هم جامه نه وي .


جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) چي دا خبره واوریده نو سمدستي يې د خپلي جامې لمن راپورته کړل ، ویل راشه اوس پوره بدله واخله ، پدې وخت کي سمدستي دغه انصاري په ده مبارک پوري وموښت او دده ملا یې ورمچوله ، تردې وروسته يې ده مبارک ته عرض وکړ ، ویل یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له ډیره وخته مي ارمان درلوده چي ستا د مبارکی ملا د مچولو موقع په لاس راشي.


ماخذ : افضل الحکایات 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته