تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د آس واقعه! په کره توګه کار کول
 
  August 30, 2015
  0

 په کره توګه کار سر ته رسول عبادت دی

په ډېر حساس او باریک وخت کې یو میخ وخوت، د میخ په ختلو سره د آس نعل ولوید، د نعل په لویدلو سره د پیاوړي آس پښه ژوبله شوه او په ځمکه ولویدی، د آس په لویدلو سره د لښکر تورزن سپور هم ولویدی، د تورزن سپاره په لویدلو سره لوی لښکر مات شو، د لښکر په ماتي سره یو هیواد له منځه ولاړ، دا ټولې وړې او درنې ستونزې د هغه چا له لاسه پیښي شوې چې د آس پر نعل یې یو میخ سم نه و ټکوهلی، او خپل کار یې په کره توګه سرته نه و رسولی.

په کره توګه کار سر ته رسول عبادت ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بېشکه الله ستاسو له هغه کس سره مینه لري چې کله کوم کار کوي نو په کره او سمه توګه یې کوي . عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ” إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملاً أن يتقنه . رواه ابویعلی والطبراني

- استاد حامد افغان -

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته