تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د انسانانو د عالم معجزات
  تعلیم الاسلام
  February 20, 2017
  0
د انسانانو د عالم معجزې
 
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د دعاګانو قبوليت
 
رسول الله ﷺ چي به کله هم د يوه کار د پاره دعاء طلب کړه نو الله عزوجل به هغه قبول کړه، که څه هم هغه دعا به په هم هغه عصر او يا وروسته وختونو پوري اړه لرل خو بيا هم پر خپل وخت قبلېدل. دې ډول معجزې ته (سيف اللساني) وايي يعني د چا د ژبي څخه چي څه ووځي هم هغسي وسي معلومه خبره ده چي د يوه صادق نبي هره دعاء به قبليږي، دا کله امکان لري چي د يوه درواغجن او فريب کار هره دعاء دي سمدستي يا پر خپل وخت په دقيق ډول قبوله سي؟ 
 
الله تعالی د متقيانو او صادقينو دعاګاني قبلوي. 
 
د رسول الله ﷺ څخه  تقريباً تر ۱۶۰ زياتي داسي دعاګاني منقول دي (۱) چي هغه يقيناً معجزانه حيثيت لري چي يو څو يې دلته رانقلوو: 
 
د ابوهريره  رضی الله عنه  د مور ايمان راوړل
 
ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چي ما خپله مور و اسلام ته دعوت کول او دا مشرکه وه، يوه ورځ مي اسلام ته دعوت کړل خو هغې د رسول الله ﷺ په شان کي ناخوښه خبره وکړل، ډير پريشانه سوم او په ژړا و رسول الله ﷺ ته ورغلم او ورته ومي ويل چي مور مي اسلام ته دعوت کړل خو هغې بد الفاظ وویل نو ته الله  تعالی ته دعاء وکړه چي د ابوهريره مور ته هدايت وکړي. 
 
رسول الله ﷺ وفرمايل: ( اللَّهُمَّ اهْدِ أُمَّ أَبِى هُرَيْرَةَ)، اي الله! د ابوهريره رضي الله عنه مور ته هدايت وکړې. 
 
د نبي کريم په دعاء سره خوشحاله سوم او راووتم، کله چي راغلم او دروازې ته نژدې سوم دروازه بنده وه، مور مي زما د پښو کړپي واورېدی او راته ويې ويل: پر هغه ځای ودرېږده ای ابوهريره! 
 
د اوبو اواز مي واورېدی، غسل يې وکړی او لباس يې واغوستی، سر يې پټ کړی، دروازه يې خلاصه کړل او بيا يې وويل: اي ابوهريره (أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ)
 
بيا و رسول الله ﷺ ته ورغلم او دا ځل مي د خوشحالۍ څخه ژړل چي يا رسول الله! د خوښۍ زيری! الله پاک ستا دعا قبوله کړه او د ابوهريره مور ته يې هدايت وکړی نو د الله  تعالی  حمد او ثناء يې وويل...(۲)
 
د ابوهرير رضی الله عنه د حافظې شکايت
 
(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ إِنِّي أَسْمَعُ مِنْكَ حَدِيثًا كَثِيرًا أَنْسَاهُ قَالَ ابْسُطْ رِدَاءَكَ فَبَسَطْتُهُ قَالَ فَغَرَفَ بِيَدَيْهِ ثُمَّ قَالَ ضُمُّهُ فَضَمَمْتُهُ فَمَا نَسِيتُ شَيْئًا بَعْدَهُ.) (۳)
حضرت ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چي ما و رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل: زه ستاسو څخه ډېر احاديث اورم خو زما څخه بيرته هير سي! ده مبارک راته وفرمايل: پټو دي وغوړوه. ما هم خپل څادر وغوړوی، ده مبارک د خپلو دواړو لاسو ډکي لپي په پټو کي واچولې بيا يې راته وفرمايل چي پخپله سينه باندي يې وموښه، ما هم په سينه پوري وموښل نو تر دې وروسته مي هيڅ شي نه دي هير سوی.
 
ددې دعاء په برکت سره حضرت ابوهريره رضي الله عنه وتوانيدی چي په صحابه کرامو کي تر ټولو زيات احاديث روايت کړي. (۴)
 
حضرت انس  رضی الله عنه  ته د مال او اولاد د برکت دعاء
 
(عَنْ أَنَسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَتْ أُمِّي يَا رَسُولَ اللهِ خَادِمُكَ أَنَسٌ ادْعُ اللَّهَ لَهُ قَالَ اللَّهُمَّ أَكْثِرْ مَالَهُ وَوَلَدَهُ وَبَارِكْ لَهُ فِيمَا أَعْطَيْتَهُ.) (۵)
 
حضرت انس  رضی الله عنه  وايي زما مور و رسول الله ﷺ ته وويل: اي د الله رسوله! انس ستا خادم دی، د الله څخه دعاء ورته وغواړه، رسول الله ﷺ وفرمايل: يا الله! دده مال او اولاد ډير کړه، او هر څه چي تا ورکړي په هغه کي برکت واچوه.
 
حضرت انس  رضی الله عنه  فرمايي: په الله قسم، يقيناً زما مال بيخي زيات دی او يقيناً اوس زما اولاد او د اولاد اولاد  تر سل اوړي.(۶)
 
حضرت ابن عباس رضی الله عنهما ته د علم دعاء
 
حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  فرمايي: (ضَمَّنِي رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَقَالَ اللَّهُمَّ عَلِّمْهُ الْكِتَابَ.) (۷)
رسول الله زه په غېږ کي ونيولم او ويې ويل: يا الله! ده ته د کتاب (قران) پوهه ورکړه.
 
ددې دعاء د قبلېدو په برکت حضرت ابن عباس  رضی الله عنه د قرانکريم يو ډير ستر عالم سو تر دې چي د حبر هذه الامة، رئيس المفسرين او ترجمان القران لقب يې يوړی. 
 
پرېمانه برکتونه
 
د نبي کريم ﷺ څخه ډير زيات داسي واقعات را نقل سوي دي چي دده مبارک په دم کولو او مسح کولو سره مريضانو شفاء حاصله کړې ده. نبي کريم ﷺ د عبدالله بن عتيک رضي الله عنه ماته پښه مسح کړه کوم چي د ابورافع يهودي د وژلو په ورځ ماته سوې وه، د عبدالله بن عتيک صاحب ماته پښه ځای پر ځای روغه سوه او داسي احساس يې کاوه چي هيڅکله يې پښې ته صدمه نه ده رسېدلې.(بخاري)
 
نبي کريم ﷺ د خيبر د غزا په ورځ د حضرت علي  رضی الله عنه  په سترګو چوف وکړی چي ځای پر ځای يې سترګي روغي سوې، تردې وروسته بيا نه دي ناروغي سوي. (متفق عليه)
 
د مستهزينو په حق کي ښيرا
 
نبي کريم ﷺ د ټول عالم لپاره رحمت دی او دده مبارک ترحم او شفقت په قرانکريم کي ستايل سوی دی او دښمنانو لا هم منلی دی ځکه د اسلام سرسختو دښمنانو به نبي کريم ﷺ ته سخت تکليفونه ورکول خو بيا به يې هم هغوی ته بخښنه کول خو که هغوی به يو داسي ظالمانه حرکت وکړی چي په عباداتو کي به ورته خنډ سو نو بيا به يې ښيرا ورته کول.
 
کله چي په مکي دور کي نبي کريم ﷺ په کعبه شريف کي لمونځ کوی نو ابوجهل او ملګرو يې د مړه سوي اوښ لري پر وغورځوی، په دې سره نبي کريم ﷺ د دوی ټولو نمونه واخسيتل او ښرا يې ورته وکړه چي  بالاخره دوی ټول هلاک سول اکثره يې د بدر په غزا کي جنهم ته واصل سول.(۸)
 
کله چي قريشو خپل مخالفتونه زيات او ظلمونه يې پيل کړل نو رسول الله ﷺ د قحطۍ راتلو ښرا ورته وکړه په نتيجه کي پر قريشو داسي قحطي راغله چي خپله همدغه قريش نبي کريم ﷺ ته د دعاء د غوښتلو لپاره رجوع وکړه، بيرته الله تعالی دده د دعاء په برکت قطحي پورته کړه.
 
دا ډول نور واقعات هم سته لکه د کسری (د فارس د امپراطور) واقعه چي کله کسری نبوي خط څيري کړی نو نبي کريم ﷺ ښرا ورته وکړه چي الله دي دده پاچاهي څيري کړي بالاخره د کسری پاچاهي د منځه ولاړه.
 
لیکنه: زما رب نن شپه ستا رب و وژى!
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
 
اخذلیکونه:
 
۱: دلائل النبوة: باشنفر،ج۱، ص۳۶۳ /ج۲، ص۴۹۷
۲: صحيح مسلم: ج۷، ۱۶۵
۳: صحيح بخاري: ج۱، ص۴۰
۴: ألفية السيوطي في علم الحديث: المکتبة العلمية، تحقيق: الاستاذ احمد محمد شاکر، ص ۱۰۸
۵: صحيح بخاري: ج۸، ص۹۳
۶: صحيح مسلم: ج۷، ص۱۵۹
۷: صحيح بخاري: ج۱، ص۲۹
۸: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۳۰۵
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته