تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟ (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2023
  0

اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟
( دوهمه برخه)


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم السلام ویب پاڼه 


۶. د اسلام عالمیت


د اسلام مبارک دین نه په کوم شخص، نه قوم، نه هیواد، نه کومه ټولنه او نه هم کومه ډله پوري اړه لري، اسلام د ټولو عالمیانو دین دی او عالمیان ټول د یوه پلار اولاده ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (كلكم لآدم وآدم من تراب" (حديث شريف) 


انسانان ټول د یوه مور او پلار اولاده ده او د یوه خالق بنده ګان دي. قوم، نژاد، ټولنه، هیواد او قبیله دا هرڅه د پیژندني لپاره دي. او د الله رب العزت لپاره یوازي برتر او بهتر هغه څوک دی چي د تقوا څښتن وي لکه چي فرمایي: ان اکرمکم عندالله اتقاکم. ژباړه: په تاسو کي ډېر عزتمن د الله په وړاندي هغه څوک دی چي تقوا داره وي.


نو بیا ډلي او ټپلي د څه لپاره او داچي خالق یو دی نو د عجز سر هم باید یوازي و هغه رب العلمین ته ټیټ سي او بس.


۷. اسلام خلک و یو لوی هدف ته را بولی


 د کایناتو خالق الله جل جلاله دی. دا نړۍ ئې په ډیر ښکلي او ښایسته شکل خلق کړی. د انسان له پیدایښت څخه د درختي د یوي پاڼي تر رالویدو پوري ټول د الله جل جلاله په اراده کښي دي. ژر داسي یوه ورځ راتلونکي ده چي دا هر څه به دده په اراده نابود سي. نو دا چي دا هرڅه د الله جل جلاله دي نو بیا خو قانون هم باید د الله جل جلاله پلی سي. او د الله جل جلاله په نزد دین، یوازي د اسلام دین دی دلته اسلام خپل پلویان رابولي ترڅو د الله جل جلاله دین دومره خپور کړي چي د نړۍ په هر ګوټ کي و هر کورته ورسېږي، اسلام د نړۍ قانون جوړکړل سي او ټول عالم د سولي په ښایسته نعمت آرام او هوسا سي.


اوس دا کار د مسلمانانو لپاره یو لوی هدف سو تر څو په داسي ښکلي انداز ئې ترسره کړي چي د حساب په ورځ بیا د الله په وړاندي شرمنده نسي او د الله ټول را استول سوی شریعت ئې عملي کړی وي. دلته باید اوس د اسلام او نورو ادیانو تر منځ یو پرتله وسي؛ هغه دا چي نور ادیان یوازي تر عبادت ځایونو پوري منحصر دي او اسلام هغه دین دی چي د ژوند په هر اړخ کي پریمانه قواعد، قوانین او پابندی لری. نو د اسلام ودې ښیګڼي ته چي د انسان د ژوند سعادت، سوکالي، عظمت او ازادی پوري تړاو لري، کفار ورته حیران او ګوته په غاښ پاته دي. نو په ډلو، ډلو او بیړه، بیړه د اسلام و خواته را درومي.

 

۸. د خاوند په خوشحاله کولو ښځي ته جنت ورکول کیږي


 ښځه د الله جل جلاله لخوا عاجزه بنده جوړه سوی، حیا ئې په برخه سوي او د خاوند د خدمت کولو جوګه ګرځول سوېده. د نارینه په شان ښځه هم د اسلامي شریعت په عملي کولو ماموره کړل سویده. دا ورته ویل سوي چي زهد، تقوا، د اولادونو روزنه، د کور پالنه، د حقیقي اړیکو ساتنه او د نا محرمو څخه د ځان حفاظت وکړي. که چيري ښځه پداسي حال کي مړه سي چي خاوند ځني خوښ او راضي وي، نو الله جل جلاله به جنت ورکړي.


نړیوال همېشه دا کوښښ کوي چي ټولنیز ژوند سم کړي، ټولني ته هوسایني راوړي او یو داسی چاپیریال کي و اوسیږي، چيري چي تر ټوله ستومانی وروسته یو آرام ومومي. خو دوی هیڅکله پردې ندي بریالي سوي. ځکه د دوی نارینه او ښځه ټوله ورځ کار کوي ماښام خو ډوډۍ یا په کوم خوړنځای کي خوري او یا هم هر یو ځانته خپله خپله ډوډی تیاروي. ددې په خلاف زموږ په ټولنه کي نارینه کار کوي او ماښام تیاره ډوډی له خپلو بچيانو سره خوري. 


داسي یو ښکلي نظام ته په کتلو سره غیرمسلمانان خلک د اسلامي ټولنیز نظام تر تآثیر لاندي راځی، ورسره لیوالتیا ښيي او د اسلام په مبارک دین مشرفه کیږی.


۹. قران د ځان د خپریدو، حفاظت، ساتني او نقل لارښوونه کوي


 قران و خپلو پلویانو ته دا هدایت کوي چي اسلام د نړۍ هر ګوټ ته ورسیږی، الله ﷻ فرمایي: یٰۤاَیُّہَا الرَّسُوۡلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنۡزِلَ اِلَیۡکَ مِنۡ رَّبِّکَ ؕ وَ  اِنۡ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَہٗ ؕ وَاللہُ یَعْصِمُکَ مِنَ النَّاسِ ؕ اِنَّ اللہَ  لَا یَہۡدِی الْقَوْمَ الْکٰفِرِیۡنَ. المائدة (۶۷).


ژباړه:  ( ای پیغمبره ) چي ستا د رب د لوري پر تا نازل کړی شویدی. هغه خلکو ته ورسوه. که داسی دي ونه کړل نو د هغه د پیغمبری حق دي ادا نکړ. الله جل جلاله د خلکو له شر څخه ستا ژغورونکی دی. باور ولره چي الله جل جلاله به هیڅکله ( ستا په مقابل کښي ) کافرانو ته د بري لاره ونه ښیي. 


قران و نورو ته د اسلام رسولو د ښه او واضح بیانولو لارښووني کوي.


۱۰. اسلام د سولي دین دی


 د اسلام په راتګ سره د عربو د قبایلو ترمنځ ورورولي راغله، جهالت، ظلم، تیري او وحشت کډه وکړه. د انسان کرامت، عزت او مینه له ورایه راښکاره سوه. هرچا چي لبیک ووایه هغه ته ئې غیږه خلاصه کړه. د ټولنو او افرادو تر منځ ئې سوله رواج کړه. اسلام و خپلو پیروانو ته د ورورګلوۍ، سولي، دوستۍ او یو د بل سره د غاړه په غاړه کیدو درس ورکوي. په ټولنه کي د افرادو ترمنځ د میني او محبت ورکړه شندي او ټولنه و هوسایي او آرامي ته را دعوتوي. 


کله چي موږ له دې څخه بحث کوو چي اسلام د سولي دین دی نو شک نه پیدا کیږي، ان تردې چي په غرونو کي ناست جنګیالي هم ددې په نیت و غرونو ته له توپکونو سره ختلي، ترڅو د غرونو لمنو او د ښارونو و غیږي ته ارام، سوله او حقیقي دین راولي.


د اسلام په مبارک دین کښي ټول مسلمانان یو د بل سره په وروری ژوند کوي او هغه کسان چي د مسلمانانو په هیوادو  کښي ژوند کوي، خو اسلام یي نه وي قبول کړی هغوی د ذمي یا مستامن په حیث او سیدلای سي او مسلمانان ورسره په یوه ټولنه کي ژوند کوي. بغیر لدي چي یو بل ته کوم زیان ورسوي. او تر ډیره ځایه پوري زیات هغه حقوق ورته حاصل دي کوم چي مسلمان ته حاصل وي. اسلام ئې د ښیرازي او خپل عدالت له مخي په منځ کي قضا او فیصله کوي آن تر دي چي مستامن په مستامن قصاصوي.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته