تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډېر خوراک درې تاوانونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2021
  0

د ډېر خوراک درې تاوانونه


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قال لقمان لابنه: يا بني إذا امتلأت المعدة؛ نامت الفكرة، وخرست الحكمة، وقَعَدت الأعضاءُ عن العبادة.[سبل السلام]

 

ژباړه: لقمان حکیم رحمه الله خپل زوی ته وویل: زویه! چي کله معده ډکه سي؛ نو فکر ویدیږي، حکمت ګونګیږي او غړي د عبادت څخه لویږي.

توضیح: یعني ډېر خوراک مکوه ځکه چي د ډېر خوراک دغه تاوان دی چي کله د انسان ګیډه ډکه سي نو فکر یې ویده سي چي په نتیجه کي انسان ټنبل کیږي او شیانو ته یې ژر فکر نه رسیږي، 

 

همدا راز د ګیډي د ډکېدلو سره د انسان منطق او حکمت کمزوري کیږي چي په نتیجه کي د زړه خبري سمي نسي کولای او خپل زړه د خبرو څخه نسي خالي کولای ځکه  چي ژبه یې د خبرو کولو توان نه لري، همدا راز د ډېر خوراک له وجهي د انسان د بدن غړي سست سي چي په نتیجه کی د الله پاک سم عبادت نسي کولای او تل په عبادت کي ورڅخه بې غوري کیږي.

 

ماخذ: اسلامي مقالې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته