تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درودونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 17, 2022
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د محمد (صلی الله عليه وسلم) ډېر لوړ مقام او منزلت دی ، الله (جل جلاله) دوني لوړ مقام ورکړی دی چي خپله الله (جل جلاله) او هم د الله ملایکي درود پر وايي او مومنانو ته هم   الله (جل جلاله) حکم کړی دی چي تاسو پر محمد (صلی الله عليه وسلم) درود او سلام وایاست .
الله (جل جلاله) فرمایلي دي :  إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا   (۵۶ الاحزاب)
ژباړه : یقینا الله او د الله ملایکي پر نبي الله محمد(صلی الله عليه وسلم)  باندي درود وايي ، اې مومنانو ! تاسو پر محمد (صلی الله عليه وسلم) درود وایاست او هم سلام پر وایاست .
افضل درود
پر محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي په هر ډول الفاظو او عبارتونو کي درود ویل کېدلای شي خو تر ټولو افضل هغه درودونه دي چي محمد (صلی الله عليه وسلم) و صحابه کرامو ته ښوولي دي او دده پر مبارکه ژبه بیان شوي دي ، د محبت هم دا غوښتنه ده چي کوم الفاظ چي د محبوب پر ژبه بیان شوي دي هغه الفاظ او عبارتونه څوک پر ژبه بیان کړي اوخوند ترې واخلي ځکه د محبوب وینا و محب ته تر هري وینا خوږه او محبوبه وي .
څه مهال چي پر نبي (صلی الله عليه وسلم) باندي د درود او سلام ویلو آیت نازل شو کوم چي وړاندي ذکر شو نو صحابه کرامو و رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته وویل : د سلام طریقه خو مو زده ده خو درود څرنګه درباندي ووایوو ؟
یعني په التحایته کي پر تا باندي داسي سلام وایوو : 

 السلام عليک ايها النبي و رحمة الله و برکاته .
خو د درود طریقه مو زده نه ده نو ته يې را ته وښووه ، رسول الله(صلی الله عليه وسلم)  ورته وویل داسي وایاست :
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (بخاري عن کعب بن عجرة )
ژباړه : اې الله ! پر محمد او د محمد پر کورنۍ خپل خاص رحمتونه نازل کړه ، لکه څه ډول چي دي پر ابراهیم او د ابراهیم پر کورنۍ خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړي دي ، ځکه یقینا چي ته د ستایني وړ او د لويي څښتن يې .
اې الله  ! ته پر محمد او د محمد پر کورنۍ برکتونه نازل کړه ، لکه څه ډول برکتونه چي دي پر ابراهیم او د ابراهیم پر کورنۍ نازل کړي دي ځکه یقینا چي ته د ستایني وړ او د لويي څښتن يې 


لنډ درود


النَّبِيّ (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي : که څوک پدې خوشاله کیږي چي پر ما او زما پر کورنۍ باندي د درود ویلو ثواب په پوره او زیاته پیمانه حاصل کړي داسي دي وايي : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَأَزْوَاجِهِ أُمَّهَاتِ الْمُومِنِينَ وَذُرِّيَّتِهِ وَأَهْلِ بَيْتِهِ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ( ابوداود عن ابی هريرة )
ژباړه : اې الله ! پر محمد خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړه او د هغه پر ښځو د مومنانو پر مېندو ، او د هغه پر اولادونو او د کورنۍ پر ټولو کسانويې رحمتونه نازل کړه لکه څه ډول چي دي د ابراهیم پر کورنۍ خپل ځانګړي رحمتونه نازل کړي دي یقینا ته د ستایني وړ او د لوي څښتن يې .


د درود ثوابونه
رَسُول اللَّهِ (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي : مَنْ صَلَّى عَلَيَّ وَاحِدَةً صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ عَشْرًا (مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ )
ژباړه : که څوک یو ځلي پر ما درود ووایي الله(جل جلاله) به پر هغه کس لس ځلي رحمتونه نازل کړي .
د درود د فضیلت د پاره همدومره کفایت کوي چي که څوک یو ځلي پر محمد (صلی الله عليه وسلم) درود ووايی الله (جل جلاله) پر هغه نفر لس ځلي درود وايي ددې دا  معني ده چي پر دې نفر به د الله(جل جلاله) رحمتونه اورېږي، د الله یو رحمت لا هم تر هر څه زیات ارزښت لري .


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته