تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟ (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 17, 2023
  0

اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟
( درېیمه برخه)


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم السلام ویب پاڼه 


۱۱. اسلام خپلو پلویانو ته تشویق کوونکی هدف ورکوي


د هیوادونو مشران، کمپنیاني، تعلیمي مرکزونه، سیاسي ګوندونه او مذاهب ټول خپلو پلویانو او کار کوونکو ته لوی لوی اهداف ټاکي تر څو هغوی تشویق کړي، نور ئې هم ودې ته وهڅوي چي خپلي مټي ستړي او بریاوي د ځان کړي.


اسلام هم خپلو پلویانو ته یو هدف ایښی، هغه دا چي د ځمکي پر ټول قلمرو باندي یوازي اسلامي قانون حاکمیت ولري او ځمکه یوازي د مسلمانو فاتحینو په لاس کي ولویږي. کچيري یوځل ټول نړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندي راسي نو به د سولي دور شروع سي او ظلم، تیاري او وحشت به نور خپل ټغر ټول کړي . قرآن وایي: دا بهتره ده چي لادینه او کافران دي بغیر له زور او توري څخه مسلمانان سي که چيري ئې اسلام ونه مني، نو بیا دي لږ تر لږه دومره وسي چي غیرمسلمان د الله جل جلاله د قانون په رڼا کښي و اوسیږي یعني که چيري مسلمانان نه سول، نو هغوی دي د ذمیانو په څیر ژوند وکړي. او د الله جل جلاله قانون دي ورباندي پلی سي.

 

۱۲. واک او حکومت جوړول 


 اسلام و خپلو پلویانو ته هدایت کوي تر څو داسی یو حکومت او واک جوړکړي چي د اسلام حمایت او ملاتړ وکړي او داسي نبي یي و خپلو بندګانو ته رالیږلی وو، چي په ښه سیاسي تدبیر او کړنو اګاه وو او خپل امت ته یي دا وښودل چي سیاست څنګه مخته وړل کیږي. ‌‌ډیري غزاګاني یې وکړي او بری یې تر لاسه کړ. د سیاست داسي تعریف یې وکړ چي درست او مکمل دی. اسلام د خپلو پلویانو لپاره یو مدون قانون ایښی دی، چي شریعت نومیږي او هر کس یي پر دي امر کړیدی تر څو عملي یې کړي.


د راشدینو خلیفه ګانو، عمر بن عبدالعزیز او د عثماني خلافت دوري، نه موږ هیرولای سو او نه ئې زموږ تاریخ.

 

۱۳. ټول مسلمانان یو طرفته لمونځ کوي


 الله جل جلاله پر مسلمانانو باندي پنځه وخته لمونځ فرض کړیدی. کله چي مسلمانان د واحد او لایزال رب په وړاندي دریږي نو مخ د قبلي ( کعبي شریفي ) طرفته کوي. په یوه الله اکبر نیت تړي ، رکوع ته ځي په ډیره عاجزی خپل تندی پر ځمکه ږدي او په السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته باندي لمونځ پای ته رسوي. د عسکرو غوندي ټول حرکات ئې یو شان وي. پاکي جامي ئې اغوستي وي اودس ئې کړی وي، په سپیڅلي ډول د سپیڅلي خالق په وړاندي دریږي. چي د اسلام یو لوی ارزښت او عبادت دی.


د نړۍ غیرمسلمانان ټول ودې ته حیران دي چي دا څنګه وحدت او اتفاق دی، چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي هر مسلمان و دا توري خوني ( کعبي ) ته مخ کوي؟ او د جواب موندلو لپاره ډیر غیرمسلمان اوس د اسلام په مبارک دین مشرفه سوي دي.

 

۱۴. لمونځ او قرآن په عربي دی


د نړۍ په هر ګوټ کي مسلمانان لمونځ په عربي کوي او تر زیاته حده قرآن په عربي تلاوت کیږي. چي د مسلمانانو د اتفاق او اتحاد یوه نقطه کیدلای سي. په هره سیمه کي عالم، ملا او مولوي شتون لري چي په عربی ښه پوهیږی.

 
ژبه هغه وسیله ده چي یو قوم په راټولیږي. او نه پریږدي چي ناسم پوهاوی دي رامنځته سي. چي دا و اسلام ته د کار کولو، دعوت او خپریدو یو اساسي ټکی دی.

 

۱۵. په جماعت سره لمونځ کول د مسلمانانو تر منځ مینه زیاتوی


 مسلمانان  هڅول سوي او تشویق کړل سوي دي، ترڅو لمونځ په جماعت سره اداکړي، په یوه محل کي هره ورځ مسلمانان پنځه وخته جماعت کوی، په کلي کي یو ځل د جمعي لمونځ، د ښار خلک بیا په کال کي دوه ځله د اختر لمونځ ګډ ادا کوي او په ژوند کي یو ځل د نړۍ ټول مسلمانان په حج کي یو د بل له حاله خبریږي، چي پدي سره د مسلمانانو اړیکي لا قوي کیږي او زړونو کي يي یو د بل لپاره مینه زیاتیږي، هغه خلک چي نوي مسلمانان سوی یو لامل يي د مسلمانانو د جماعتونو لیدنه ده.

 

نور بیا... 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته