تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپلې ستونزی له الله (جل جلاله) سره شریکول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 14, 2021
  0

خپلې ستونزی له الله (جل جلاله) سره شریکول دلمانځه اودعاپه واسطه 


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 يو انسان کله کله له داسې ستونزو سره مخامخ کيږي چي هغه ستونزه نیغ په نیغه د نوموړي انسان په آبرو او حيثيت، عزت او شرافت، شخصیت باندې ناوړه اغیزه کوي، نو په داسي يوه حالت کښې نوموړئ کس نه غواړي چي خپله ورپیښه سوې ستونزه خپل ډېر نژدې دوست، خواخوږي او یا ملګري سره مطرح او شريکه کړي، ولې کولای سي چي خپله دغه ستونزه د لمانځه په واسطه له پاك الله (ج) سره مطرح او شريکه کړي او له هغه لوی او توانا ذات سره د خپل عزت او حيثيت د محفوظ پاته کيدلو او د نوموړې ستونزې د لیرې کیدلو او له مینځه تللو لپاره راز او نیاز وکړي او تنها له هغه لوی ذات څخه د هغې د حل او ليرې کولو لپاره مرسته وغواړي.


د رواني ناروغيو ډاکتران هم ټول په يوه اتفاق او يوه روغ سره دا نظريه لري او وايي چي که چیرې يو څوك کوم وخت له يوي ډېري ناوړې او سختي ستونزې او حتى له روحي او رواني ناروغی سره مخامخ سي، نو که چیري دا شخص خپله دا ورپیښه سوې ستونزه له خپل يوه ډېر خواخوږي،صمیمي او ریښتیني دوست او ریښتیني ملګري سره مطرح او شريکه کړي او هغه ته د خپلې زړه بدی او پرېشانی ، غم او خپګان د لاملونو په هکله د زړه غوټې وسپړي اوهغه ته دا خپل ټول غمونه څرګند او بیان کړي نو د دې ډول روحي او رواني ستونزو او ناروغيو د مخنيوي، درملنې اوعلاج لپاره دا تر ټولو د مخه، ډيره اوچته او ښه درملنه ده نو له همدي کبله کله چي يو انسان کله ناکله خپلې ډيري ستونزې او غمونه له بل چا سره نه سي مطرح كولائ او د هغو د حل، چارې سنجولو او ليرئ کولو لپاره هم بل څوك بغير د الله (ج) څخه ورسره مرسته او ملاتړ نه سي کولای.


او يوازې د الله (ج) په واسطه سره حل او ليرې کیدای سي، او هم هغو ته تغیر ورکولای سي او بس. نو بيا له الله (ج) سره رابطه نیول د لمانځه پواسطه سره صورت مومي او د همدې لپاره لمونځ د روحي او رواني ناروغيو د تداوی او درملنې لپاره او همدارنګه د هغو د پرمختګ د مخنیوي لپاره ډېر مهم رول لري، ځکه نو يو با ایمانه انسان هر کله چی خپلې ټولې ستونزې او ورپښ سوی غمونه د لمنځونو او دوعاوو په واسطه الله (ج) ته څرګندوي، د خپل زړه ټولې غوټې سپري او د هغه لوی ذات څخه د هغو د لیرې کولو لپاره مرسته او ملاتړ غواړي، نو هرومرو وروسته له دوعاوو او لمانځه څخه روح او فكرأ آراميږي.


ماخذ : د ایمان اغېزې په رواني او جسمي روغتیا باندي
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته