تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟ (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2023
  0

اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟
(لومړۍ برخه)


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم السلام ویب پاڼه 


کله چي د ادیانو ترمنځ پرتله کیږي، نو اسلام همیشه هغه دین وي، چي تر ټولو ادیانو برتره او ښه وي نو ځکه د نړی د مختلفو ادیانو څخه ورته هره ورځ ډلي ډلي خلک را درومي او سعادت ئې په نصیب کیږي. حقانیت، عالمیت، سپیڅلتیا، یووالی، اساني، خوشحالي، د ژوند خوند، د ټولني دوا او د انسانانو احترام ددې دین ځانګړتیاوي دي. دا دین د مختلفو زاویو څخه تر نورو ادیانو برتري لري چي ځني  به ئې ستاسي په مخکي کښیږدو:


۱. اسلام حق دین دی: د نړۍ پرمخ حق دین یو دی، هغه ادیان چي وړاندي راغلي، د قران په راتګ سره نور ورباندي عمل نه کیږي. د الله جل شانه لخوا پیغمبران رالیږل سوي او پیغامونه ورکول سوي دي تر څو د هغه له مخي خلک د الله و خواته رهنمایي کړي. 


په هر وخت کي یو حق دین موجود وي او بندګان باید د هغه په لټه سي، قبول ئې کړي، ټول اوامر او قوانین ئې په خپل ژوند کي پلي کړي او ځان داسي ورته تسلیم کړي لکه څنګه چي اسلام د تسلیم په معنا دی.


داچي اسلام د تسلیمېدلو په معنا دی نو ځکه ځني خلک دا خبره کوي چي د اسلام څخه یوازي هغه دین مراد نه دی کوم چي خاتم الانبیا ﷺ راوړی؟


ددي په جواب کي باید دومره وویل سي: دا سمه خبره ده چي اسلام د تسلیم په معنی دی، خو په هر وخت کي دا تسلیمېدل و خپل ځانته شکل او ډول لري. چي د تسلیمېدلو اوسنۍ شکل او ډول ئې دادی کوم چي پر محبوب نبي ﷺ باندي نازل سوی دی، ځکه دا تسلیمېدل یوازي پدې معنی نه دي چي الله ﷻ په وحدانیت ومني بلکي د تسلیمېدو ترڅنګ چي کوم امور، قواعد، اصول، قوانین او دستورونه راغلي، هغه هم باید ومنل سي.


پاته دي نه وي چي د ټولو انبیاوو په ادیانو کي د الله رب العزت وحدانیت موجود وو خو احکام  د هر دین بېل بېل دي. د نورو انبیاوو په امتونو کي چي به چا صدقه کول نو اور به راغلی او صدقه به ئې وسوځول، یا داچي کوم کالي یا جامه چي به چټله یا مرداره سوه نو په وینځلو به نه پاکیدل او کوم کس چي به توبه کول غوښتل نو باید وهل سوی او قتل سوی وای او روژه بیا داسي وه چي یو وخت به ئې څه خوراک وکړ تر بل هغه وخت پوري به یې روژه وه یعني یوه شپه او یوه ورځ روژه.


الحمدلله پر موږ رحم سوی او سهولت راکړل سوی، نو ځکه ویلای سو چي په ټولو الهي ادیانو کي د توحید موضوع یو شان ده، خو احکامو کي فرق دی.


۲. یو درست لیکلی نظام ( قران ) درلودل: د اسلام د ځواکمنۍ بل دلیل دا دی چي د کتاب شتون په هر الهی دین کی وجود لري خو اسلام د یو درست کتاب څښتن دی. په نورو ادیانو کی هره ورځ په کتابونو کی لاس وهني او تحریف کیږی.


اسلام د یو عظیم کتاب قران کریم څښتن دی؛ هغه کتاب چي له پیړیو، پیړیو راهیسی ثابت پاته دی. حتی یو لفظ ئې هم تغيير ندی موندلی او ددي قران د ساتلو وعده الله ﷻ خپله کړیده. هره ورځ په زرګونو، زرګونو د قران چاپی نسخي له مطبوعاتو څخه په سلګونو ژبو راوځی، تر میلیونونو لاسو رسېږي او انسانان تري د هدایت لار مومي.


۳. قران تحریف نه مني: لکه څنګه چي مخکي یادونه وسوه د اسلام مبارک دین اصلي معجزه قران پاک دی چي د ساتلو او حفظ وعده ئې خپله الله جل شانه کړي ده، لکه چي فرمایي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ.


ژباړه: قران موږ نازل کړی دی او موږ په خپله ددي ساتندویان یوو.


سربیره پردې چي الله جل شانه د قران د حفظ وعده کړي ده، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته کاتبان وقف کړه تر څو لیکنه ئې وکړي او تر رحلت وروسته د نبي علیه السلام وارثانو (علماوو) په کلکه هر ځل د قران د تحریف او لاس وهني دفاع وکړه او کوي یې.


۴. د نبوت خاتمه: داسلام د ځواکمنۍ بل دلیل د نبوت ختم دی؛ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اخر نبي په توګه د نړی پر مخ ظهور وکړ، چي ورسره د نبوت لړی ختمه سوه. مخکني رسولان او انبیا علیهم السلام د موقت وخت لپاره یا د کوم مشخص قوم لپاره راتلل، خو ابو القاسم محمد صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره رالیږل سوی وروستی پیغمبر وو. 


په بشري ټولنه کي رواج دی چي د یو مدیریت لپاره نوی مدیر راسي نو مخکني لیري کیږي. داچي اخر الزمان نبي صلی الله علیه وسلم د وروستې پیغمبر په توګه ظهور وکړ دا ددې په معنی دی چي تر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته نه بل پیغمبر راځي او نه هم بل دین او دا د اسلام پر همیشني توب او تلپاتي والي دلالت کوي.


۵. د اسلام ژوندی پاته کیدل: دا بل څه نه بلکي د اسلام یوه عظیمه معجزه ده چي د اسلام مبارک او مقدس دین تر نن پوري همداسي جاویدانه، همیشنئ او ژوندی پاته دی، د امت تر هر نسل پوري رسیدلی او لا رسیږي. که څه هم ددې دین اصلي معجزه قران الحکیم دی چي یوازي او یوازي پر خپل ځان متکي او ولاړ دی، د وخت، تاریخ او دنیاوي اوښتون او تمدن سره ئې هیڅ بدلون نه دی کړی. او د څوارلس سوه کلنو په جریان کي د هر وخت په حالاتو کي ور څخه استفاده سوي ده.


قران الکریم د نورو سماوي ادیانو د کتابو غوندي د الله کتاب نه دی چي د انبیاوو د تلو څخه وروسته تغیر وخوري، بلکي دا د الله جل شانه داسي مبارک او عزیز کلام دی چي یوه حرف ئې هم تغیر نه دی کړی. نو ځکه اسلام همداسي نوراني او ابدي پاته دی.

 

نور بیا...

 

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته