تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وخت د ښکېلاک ګرو او اشغالګرو ماته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 21, 2023
  0

لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وخت د ښکېلاک ګرو او اشغالګرو ماته

 

د خپل وخت ښکیلاک ګر او اشغال ګر (انګرېز) د ماتي او د ریښتینو مؤمنانو د بریا او خپلواکۍ دا مبارکه ورځ دي د عصر مـجاهدینو، غازیانو او پر دین او هیواد مینو افغانانو ته مبارک وي.

 

همدا ډول دا برکتمنه ورځ دې د یویشتمې پېړۍ د فرعون (امریکا او متحدینو) ماتوونکو ملنګانو ته هم مبارک وي.


څو خبري 


ـ هغه کسان چي هیواد یې له انګریزانو خپلواک کړ(؟!) او وروسته یې پر دین مینو هیوادوالو او مسلمانو افغانانو ته غربي افکار، غربي رسمونه، رواجونه، سیکولریزم او غربي فرهنګونه راوړل، او په مسلمانو هیوادوالو کي یې د غرب ناوړه افکار، ذهنیتونه او نظامونه وکرل دا هغه کسان وو/ دي چي د غازیانو مبارکه ټولۍ ځنې بري او بېزار ده او عادل ذات دي له دوی سره حساب وکړي.


ـ هغوی چې له انګریزانو سره یې جهاد او مجاهده وکړه او وروسته یې خپله مبارزه د مادیاتو په مقابل کې ورکړه، له یوه فرعون سره یې مبارزه وکړه او بل فرعون ته یې د غلامۍ غاړه کېښوده، وطن یې ویجاړ کړ، ناموسونه یې وپلورل، هیواد یې خرڅ کړ، په لکونو او میلیونو هیواد وال یې شهیدان، زخمیان، کونډي او یتیمان کړل. دا کسان الله تعالی په دې دنیا هم ذلیل کړي او اخرت کي دي هم الله تعالی د ابوجهل، شداد او نمرود په ټولۍ کې را وپاڅوي.


ـ هغه ټولۍ او مسلمان افراد چي هماغه وخت کي یې د وخت د ښکېلاک ګر (انګرېز، روس) سره یې په مېړانه مقابله وکړه او له خپلي خاوري څخه یې تیښتې ته اړ کړه او له هغه وروسته یې د امریکایي ښکیلاک ګر نظامونو ته هم خپله مېړانه ثابته کړه او د ۵۲ هیوادونو په شمول یې په ماتو لاسونو، شلو پښو او ځوړنده سرونو چي پر سټیجونو یې د خپلي ماتي ګواهي ورکول؛ له هیواده وشړل. دا ډول کسانو چي پخوا یې انګرېز پر خپل هیواد او خاوري اشغالګر باله یویشتمه پېړۍ کي یې امریکا او متحدین یې هم خپل دوښمنان او د وخت جابر ښکیلاک باله او تر هغو یې ورسره سپیڅلی مبارزه وکړه ترڅو چي یې تیښتي ته کړل.


دا د الله تعالی د لاري لاروي، د ایمان په تول پوره، د غیرت او شجاعت غرونه او پر خاوره او هیواد مین وګړي وو/ دي. الله تعالی په دې دنیا هم اعزاز ورکړ او اخرت کي دې یې رحیم ذات د صدیقینو، شهداوو او صالحینو په ټولۍ کې حساب کړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته