تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د عرفات څخه مخکي بېله احرامه حرم
 
  August 8, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (  ۱۸  )

نوم: امین وهاب                                                                                    

سوال : که یو حاجي صاحب دعرفات تروځي مخکي دعرغات غونډئ ته ورسي او بېله احرامه وحرم شریف ته راسي  نوڅه شى پرلازمیږی او کنه ؟  

جواب : د حج درې فرضونه دي : 
 
١-  احرام .
٢-  پر عرفات درېدل . 
٣-  طواف زيارت . 
 
په دررالحکام کي راځي چي د حج فرضونه د احرام تړل ، پر عرفات درېدل او طواف زيارت  دي نو که چيري يو ور څخه پاته سو نو د دغه سړي حج باطل سو او راروان کال يې قضاء راوړل واجب ده . (۱)
 
او پرته له احرام څخه و مکې شريفي ته پر دا خيلېدلو دم لازمېږي. (په حواله  د بحرالرائق او دررالحکام) 
 
 که چيري د د باندي سړى ومکې شریفي ته پرته له احرام څخه داخل سو او ورسته دغه سړى د حج او یا عمرې احرام وتړي او پرته له دې څخه چي وميقات ته بيرته ولاړ سي نو پر دغه سړي باندي دم لازمېږي ، ولي چي د ميقات حق يې پرېښودئ.(۲)

جواب: مولوي عبدالسلام
کتنه: مولوي عبدالهادی آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وفرضة الاحرام ولوقوف بعرفة وطواف الزيارة. فلمافات واحر منها بطل الحج و وجب القضاء فى العام القابل. ( دررالحکام. ج٣: ص ۳۵ )  

(۲): اذا دخل الافاقى مکة بغير احرام فان احرام بالحج اواعمرة من غيران يرجع الى الميقات فعيله دم الترک حق الميقات. (ج٦، ص ٣١٦) 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته