تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: نیکان خلګ کور ته دعوتول
  تعلیم الاسلام
  January 15, 2017
  0

 ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
لسمه لارښوونه: نيکان خلک مو کورونو ته راد عوت کړئ
 
الله تعالی فرمايي:
 
(رَّبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا).(سورة نوح: ۲۸)
 
ژباړه: (ای زما ربه! ما وبخښه مور او پلار مې وبخښه او هغه څوک وبخښه چي زما کور ته منوونکې ننوځي. ټول نارينه مومنان او ټولې مومنې ښځې وبخښه او د ظالمانو د پاره پرته د بربادۍ او هلاکت څخه بل څه مه ور زياتوه).
 
ستاسې کور د نيکانو په تګ راتګ سره د کور نورانيت نور هم زياتيږي، او د هغو په خبرو، سوال کولو او مناقشې سره بې شمېره ګټې رامنځ ته کيږي لکه د مشکو باروونکی، چې يا به د خپلو مشکو درته تحفه درکوي، يا به يې ته ترې په پيسو اخلې او يا يې همداسې ښکلی بوی درباندې لګيږي.
 
د دا ډول صالحو او با ايمانه کسانو په خواکې د بچيانو، وړونو او پلرونو کښينستل او د ښځو ورته غوږ نيول د ټولو په روزنه کي رول لري، هر کله چي ستاسې کور ته نيکو او صالحو خلکو تګ راتګ درلود، په دې کار سره بايد خوښ واوسئ او د بدو او بيکارو خلکو په تګ راتګ سره بايد مخالفت وکړئ.
 
ماخذ: کورنی جوړښت
 
کورنی جوړښت: نوري برخي دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته