تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کریم ﷺ د قیامت په ورځ
 
  January 29, 2016
  0

   لیکنه: الحاج مولوي عنایت الله علمي صاحب

   هلته (د قیامت په ورځ) ځيني کسان پنځوس زره کاله ولاړ دي، د دغو انسانانو قوت او طاقت پای ته رسیږي، درد او زحمت یې زیاتیږي، ته پوهېږې چي په دغه ورځ د آدم علیه السلام  د وخته څخه بیا د قیامت تر ورځي ټول انسانان ولاړ دي، د انسانانو او پېرانانو څخه به دغه نارې وهل کیږي چي زموږ سره ولي حساب نه کیږي، زموږ د حال پوښتنه ولي نه کیږي، زموږ رب او ملایکې چیري دي چي حساب را سره وکړي. 

 وروره او خوري! ته د خپل ځان په باره کي فکر وکړه چي پنځوس زره کاله ولاړ یې او څوک دي د حال پوښتنه هم نه کوي دغسي ولاړ اوسه دغه د انتظار حالت تر عذاب هم سخت دی، خلک به په ډېر عذاب او تکلیف کي وي او په خلکو کي به دا نارې شروع سي چي په موږ کي داسي څوک نسته چي زموږ دپاره په الْهي دربار کي شفاعت وکړي او هغه شفاعت دي یې قبول سي؟

 

  آیا خلک د دې دپاره شفاعت غواړي چي جنت ته ولاړ سي؟ یا، بلکه خلک د دې دپاره شفاعت غواړي چي حساب شروع سي، وايي موږ غواړو چي حساب را سره وسي که څه هم جهنم ته ولاړ سو، د دغه ولاړي څخه ستړي او په عذاب سوو، نو به د دغه ولاړو خلکو څخه ځیني و ځینو ته و وايي: آیا تاسي دغه حال نه وینی چي موږ پکښې یو؟ آیا په داسي چا پسي نه ګوری چي ستاسي رب ته ستاسي شفاعت وکړي؟ نو به ځيني و ځینو ته و وايي آدم علیه السلام  ته ورسی چي زموږ شفاعت وکړي، 

 نو به ځيني مومنان و آدم علیه السلام  ته ورسي او ورته وبه وايي: ته ابو البشر يې، الله جل جلاله  په خپلو لاسو جوړ کړى او پيدا کړى يې، او خپل روح يې درپکښي پوه کړى دى، او ملائکې يې تا ته په سجده کولو سره امر کړې، هغو هم سجده درته وکړل، الله جل جلاله  په جنت کي استوګنه درکړل، آيا ته دغه حال نه وينې چي موږ ته را پېښ دی نو اوس ته ستا رب ته زموږ دپاره شفاعت وكه, آدم علیه السلام  به و وايي: نن ورځ زما رب په هغه اندازه په غضب دی چي نه تر نن ورځي د مخه په دغه اندازه په قهر سوی دی او نه به وروسته په دغه اندازه په قهر سي او الله جل جلاله  زه د هغه درختي د خوړلو څخه منعه کړم او ما نا فرماني وکړه نفسي، نفسي، نفسي، نن ورځ زه غواړم چي زه خلاص سم بېله ما بل چا ته ورسی، نوح علیه السلام  ته ورسى. 

 دغه ډله به نوح علیه السلام  ته ورسي او ورته و به وايي: ته د مځکي و خلکو ته اول رسول يې، الله جل جلاله  ته شکر کونکى بنده بللى يې، آيا ته دغه حال نه وينې چي موږ ته را پېښ دی نو اوس ته ستا رب ته زموږ دپاره شفاعت وكړه, نوح علیه السلام  به و وايي: نن ورځ زما رب په هغه اندازه په غضب دی چي نه تر نن ورځي دمخه په دغه اندازه په قهر سوی دی او نه به وروسته په دغه اندازه په قهر سي او زما دپاره یوه قبوله دعاء وه چي هغه ما د خپل قوم د غرقېدو دپاره وکړل نفسي، نفسي، نفسي، بېله ما څخه و بل چا ته ورسى، ابراهيم علیه السلام  ته ورسى. 

   دغه ډله و ابراهيم علیه السلام  ته ورسي او ورته وايي: ته نبي الله او د مځکي د اهل څخه خليل الله يې، آيا ته دغه حال نه وينې چي موږ ته را پېښ دی نو اوس ته ستا رب ته زموږ دپاره شفاعت وكړه, ابراهیم علیه السلام  به و وايي: نن ورځ زما رب په هغه اندازه په غضب دی چي نه تر نن ورځي دمخه په دغه اندازه په قهر سوی دی او نه به وروسته په دغه اندازه په قهر سي او ما درې خلافه ویلي دي نفسي، نفسي، بېله ما څخه و بل چا ته ورسى و موسْى علیه السلام  ته ورسى. 

   دغه ډله به و موسْى علیه السلام  ته ورسي او ورته وايي: يا موسْی! الله جل جلاله  په خپل رسالت او ستا سره په خبرو کولو پر نورو خلکو فضیلت در کړی دی آيا ته دغه حال نه وينې چي موږ ته را پېښ دی نو اوس ته ستا رب ته زموږ دپاره شفاعت وكړه,  موسْی علیه السلام  به و وايي: نن ورځ زما رب په هغه اندازه په غضب دی چي نه تر نن ورځي د مخه په دغه اندازه په قهر سوی دی او نه به وروسته په دغه اندازه په قهر سي او ما داسي يو انسان وژلی دی چي د هغه په وژلو نه وم امر کړه سوی نفسي، نفسي، نفسي، بېله ما څخه و بل چا ته ورسى، عيسْى بن مریم علیه السلام   ته ورسى. 

   دغه ډله و عیسْی علیه السلام   ته ورسي او ورته وايي: یا عیسْی ته رسول الله او کلمةُ الله يې ته روح الله يې چي و مريم ته يې ورکړې، د خلکو سره دي په کوچنيوالي په ځانګو کي خبري وکړې، آيا ته دغه حال نه وينې چي موږ ته را پېښ دی نو اوس ته ستا رب ته زموږ دپاره شفاعت وكړه,  عيسْی علیه السلام  به و وايي: نن ورځ زما رب په هغه اندازه په غضب دی چي نه تر نن ورځي د مخه په دغه اندازه په قهر سوی دی او نه به وروسته په دغه اندازه په قهر سي خو د خپل ځان دپاره کومه ګناه نه یادوي او وايي: نفسي، نفسي، نفسي، او وايي: بېله ما بل چا ته ورسی، محمد صلی الله علیه وسلم  ته ورسى. 

   دغه ډله و محمد مصطفى صلی الله علیه وسلم  ته ورسي او ورته وايي: یا محمد! ته رسول الله او خاتِمُ الانبياء يې، الله جل جلاله  تا ته عامه عفوه کړې ده، ستا د مخنۍ او وروستنۍ خطاوي يې ټوله در بخښلي او معاف کړي دي، اوس ته دغه د تکليف او زحمت حال نه وينې چي موږ پکښې يو او پر ټولو انسانانو تيريږي، نو زموږ رب ته شفاعت وکړه چي حساب او کتاب شروع سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايي: هو! زه د دغه کار دپاره يم، زه شفيع مشَفَع يم.

 

  په دغه هيبتناکه او هولناکه ورځ، چي هيڅ رسول او نبي د الله جل جلاله  په حضور د خبرو کولو توان او جرئت نه لري، زموږ پېشوا او مهربانه رسول صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله  تر عرش لاندي سر پر سجده ايږدي، او په دغه عظيمه سجده کي د الله جل جلاله  هغه حمد او ثناء وايي چي تر دغه د مخه هيچا نه دي ويلي. 

   د سخت شرم ځای!

     اوس نو ته فکر وکړه دا اول وار دی چي ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  وینې د اول وار دپاره په دغه ځای کي ور سره مخامخ کېږې خو خبري نه سې ور سره کولای ځکه دغه ځای د دغه نه دی چي ته ور سره کښېنې او خبري ور سره وکړې، ته پر خپل ځای ولاړ یې او د لیري څخه یې وینې، ممکن په وروسته کي ستا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مینځ کي خبري وسي مګر دلته ته د لیري څخه ورته ګورې، اوس نو ته فکر وکړه چي ته به څونه ځني شرمېږې دا هغه څوک دی چي په دغسي سخته ورځ کي ستا دپاره شفاعت کوي او ته د ده صلی الله علیه وسلم  په سیرت نه یې خبر حتْی د ده صلی الله علیه وسلم  پوره نوم نه دی در معلوم، د ده صلی الله علیه وسلم  په سنتو نه یې خبر، د ده صلی الله علیه وسلم  پر قسم او ډول اودس نه سې تازه کولای، هغه لمونځ چي یې در ښوولی دی هغه هم غلط کوې او په احکامو یې نه پوهېږې، هغه قرآن چي ده صلی الله علیه وسلم  و بشریت ته راوړی دی هغه دي نه دی زده او بیا چي یې تلاوت کوې پکښي ګوډ او ړوند کېږې، نور شیان خو دي ټول زده کړي دي خبري دي زده دي بیتونه او اشعار دي زده دي، انګریزي، الماني او فرانسوي ژبي دي زده کړي دي، د خلکو سره په کاف او لام خبري کولای سې، د خبرو کولو موډرن الفاظ دي زده کړي دي، په مجلسو کي د خلکو عیبونه او د هغو نیمګړتیاوي ښه بیانولای سې، په تجارتي کاروکي چسپانده او چالاکه یې مګر قرآن مجید کلام الله دي نه دی زده.   

  
رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر عرش لاندي سر پر سجده کښیږدي او د الله جل جلاله  د طرفه ورته و فرمايل سي: يا محمد! اِرفَع رأسک سَل تُعطَه واشفَع تُشَفّع) سر دي را پورته کړه او غوښتنه کوه، هر څه درکول کیږي،  شفاعت کوه شفاعت دي قبلیږي. رواه: البخاري) 

 

  اوس دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  درجه او مقام ولیدل چي پر خپل رب عزوجل څونه ګران دی؟ خو ما او تا په دې دنیا کي د ده صلی الله علیه وسلم  مقام نه ؤ پېژندلی، هلته به د خپلو ځانو څخه شرمېږو.

  رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و وايي: یارب! د حساب د شروع کېدلو غوښتنه کوم نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت او احترام په سبب به حساب شروع سي.

  

 


ماخذ: د حساب ورځ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته