تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي نبي کریم ﷺ ډیري ښځې په نکاح کړیدي؟
 
  April 14, 2017
  0

 

ځواب: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱:  د اسلام د راتګ څخه مخکي په عربو او غیر عربو کي هر کس ډیرې ډیرې ښځې په نکاح کولې، ځینو به ان په سلهاوو ښځې درلودې، په عربو کي د۱۰- ۲۰ پوري عادي کار وو، خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم را محدودي کړې.

۲:  تعدد د زوجاتو په عیسایت او یهودیت کي هم کومه نوې خبره نه ده، په بایبل کي راغلي دي چي حضرت داؤد علیه السلام ۹۹ ښځې درلودې او حضرت سلیمان علیه السلام ۱۰۰۰ ښځې درلودې، چي ۷۰۰ ښځې ازادي وي او ۳۰۰ یې مینځیانې وې، دا چي ملحدین او مرتدین د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر ۱۱ بیبیانو باندي اعتراض کوي ا و د حضرت داؤد علیه السلام پر۹۹ او د حضرت سلیمان علیه السلام پر ۱۰۰۰ کوم اعتراض نلري دا کوم عقل او منطق دی؟

۳:  نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي کومي بیبیاني په نکاح کړیدي دا ېې د الله په امر سره په نکاح کړېدي، دا صرف دده خصوصیت وو بل هیڅ مسلمان نسي کولای چي تر څلورو زیاتي ښځې په نکاح کړي او که چیري عدل نه وو قرآن کریم ټینګار پر یوې باندي کوي.

۴:  ملحدین وایي چي العیاذ بالله د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د شهوت له کبله دا ډیري ښځې په نکاح کړې ، العیاذ بالله، نبي کریم صلی الله علیه پخپله ښکلې ځوانۍ کي چی دی د ۲۵ کلونو وو د یوې ۴۰ کلنې بې بې خدیجة الکبری بن خویلد رضی الله عنها سره واده وکړ (چي غالباً کونډه سوې وه)، نو که ده د شهوت له کبله ښځې کولای نو په هغه ځوانۍ کي به یې کړي وای، حال دا چي دا نوري مبارکې بیبیانې یې تر ۴۰ کلنې وروسته په نکاح کړې، که چیري نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شهوت لپاره ښځې په نکاح کولای نوده مبارک ټولې کوڼدي بیبیانې په نکاح کړې ماسوا د ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقې رضی الله عنها څخه، دا چی ده صلی الله علیه وسلم تر نبوت وروسته په نکاح کړې دا پر ښځو د ترحم له کبله.

۵:  ټولنیز مصلحت: دا چي د اسلام لومړۍ وخت وو و ملاتړ ته اړتیا وه (او د قریشو د مختلفو قبیلو سره د ارتباط د ټینګیدو ضرورت وو)، نو ځکه یې له دغو بیبیانو سره د مصلحت پر بنسټ باندي نکاحي وکړې لکه: - دا چي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه لومړی کس نارینه وو چي اسلام یې راوړ نو دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته نور نژدې سي نو د حضرت عایشې رضی الله عنها سره یې نکاح وکړه، حضرت حفصه بنت عمر رضی الله عنها یې ددې د پلار امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته ښه دوستۍ ساتلو له کبله په نکاح کړه، حال دا چي بي بي حفصه رضی الله عنها نــه په ښایست کي دومري لوړه وه او نه هم باکره وه. همدارنګه بې بې سوده بنت زمعة رضی الله عنها یوه پخه ښځه وه، نه یې ډیر جمال درلودی او نه یې مال درلودی پردوی د ترحم لپاره یې په نکاح کړل.

۶:  بله مهمه خبره داده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به دداسي دوو قبیلو سره خپلوي وکړه چي د سلهاوو کلونو راهیسي به سره دښمنان وه، د نکاح وروسته به هغه یو د بله سره دوستان سول، دښمني به په دوستي واوښته.

۸:  نبي کریم صلی الله علیه وسلم پخپله ځوانۍ کي د یوې بي بي څخه پرته (خدیجة الکبری بن خویلد رضی الله عنها) بله نه ده په نکاح کړې، کله چي هغه وفات سوه بیا یې نوري په نکاح کړې.

۹:  د انسان ځواني په عموي ډول سره د۱۵ کلونو څخه تر۴۵ کلنې پوري وي خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر۵۰ کلنې پوري یوه بې بې درلوده او دغه نورې بیبیانې یې تر ۵۰ کلنې وروسته په نکاح کړې، چي په دغه وخت کي پوره ځواني تللې وي.

۱۰:  سیاسي مصلحت: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې نکاحو کي سیاسي مصلحتونه درلودې لکه د جویریة بنت حارث رضی الله عنها په نکاح کي، دا د بني مصطلق د قوم د سردارانو له کورنۍ څخه وه، بنی مصطلق هغه قبیله وه چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې د جنګ اعلان کړی وو، جویریه په جنګ کي ونیول سول، په بندیانو کي راغلل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت جویریه بې بې په نکاح کړل، چي ټوله قبیله یې خپلوان سول او په ډلو ډلو سره په اعلانیه توګه راتلل او اسلام یې قبلاوه. همدارنګه یې ددې غرض لپاره میمونه بنت حارث هم په نکاح کړل چي په دې سره یې ټوله قبیله خپلوان سول.

۱۱:  ام حبیبه رضی الله عنها چي د ابوسفیان چي په مکه کي د مشرکینو لوی سردار وو د هغه لور وه هغه یې په نکاح کړه، شرک ټول ختم سو، مشرکین ټوله په اسلام مشرفه سول دایې ګټه وه.

۱۲: لنډه دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې ټولو بیبیانو کي یوه بې بې هم د مال، د جمال، او یا منصب د لاسته راوړلو له کبله نه ده په نکاح کړې بلکې د نیکۍ د خپرولو، د ویني د تویدو د مخنیوي، د دښمنۍ د مخنیوي او د دوستۍ د عاملولو له کبله یې دا کار وکړ.

۱۳:  د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې کار کي و انسانانو ته درسونه نغښتي دي، د بیلګې په ډول سره، کله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها په نکاح کړه هغه د ۹ کلونو وه او دی مبارک صلی الله علیه وسلم تر۵۰ اوښتی وو، په دې کي موږ ته راښیي چي د کشري میرمنې سره مو څنګه ژوند کوی؟ دا زموږ لپاره یو درس دی، په دې بیبیانو کي مشري بیبیانې هم وې چي دا موږ ته راښیي چي تاسی د مشري ، کونډي او پیغلې سره څنګه ژوند باید وکړی.

-----------------

زیاتونه (کتنپلاوی)

په دې نکاحو کي ډير نور زیات مصلحتونه نغښتي دي د مثال په ډول:

۱۲:  تعلیمي مصلحت: د ښځو داسي ډیر مسایل وه چي دغو بیبیانو امت ته رسولي دي، ښځي به راتلې او د دوی څخه به یې مسایل پوښتل نو امهات المؤمنین تعلیمي وظیفه هم اجراء کول یعني ضروري مسایل چي دوی زده کړي یا لیدلي وه هغه یې رسول.

۱۳: په دې سره د نبي کریم علیه السلام د ښایستو اخلاقو او صفاتو کمال ښکاره سو، چي څنګه یې د مسکنت او سختو حالاتو په شتون کي د دومره ډیرو بیبیانو سره يې چي د مختلفو قبیلو وې، څوک غریباني، څوک شتمني وې، داسي ښه اخلاقي او نرم چلند کاوه، د هري یوې حق یې پوره اداء کاوه، بیله نبي څخه داسي ښه رویه هیڅ امکان نلري. حتی علماوو دا نکاحوي دده مبارک د نبوت د دلایلو څخه بللي دي.

په غربي نړۍ کي اکثرو ښځو ته داسي ماحول برابر سوی دی چي هغوی به خپل عزت او پاکدامني خرڅوي او یا به په جبر سره داسي ورسره کیږي، د ودونو دود په تدریج سره پکښي ختمیږي، طلاق یو عادي کار ګرځیدلی دی، د غربي نړۍ ډير لوړ او مشهور سیاسي او ټولنیز اشخاص د ښځو سره پر جنسي تیري او ځوروني نیول کیږي، هره ورځ پر څو تنو ښځو جنسي تیری کیږي، په دفاترو کي د مینځي چلند ورسره کیږي، خلاصه دا چي ښځو ته په غربي نړۍ کي د جنسي آلې په سترګه کتل کیږي، د ښځو فاحش ګیري تر ټولو لوی تجارت ګرځېدلی دی، دوی خپله د یوې ښځي د ضرورت د پوره کولو نه دي او نه د ښځي حقوق اداء کولای سي، همجنسي بازي پکښي عامه سوې، ځکه نو اوس دوی حلالي نکاح ته هم د خپلو نجسو غریزو په سترګه ګوري، په غرب کي اکثراً یو نفر د څو څو تنو ښځو سره په پټه نامشروع اړیکي ساتي هغه عیب نه بلل کیږي خو حلالي نکاحو ته په بده سترګه ګوري، ځکه اوس دوی ته تر حلالي نکاحو فحاشي ډیر ارزښت لري. نو د دوی اعتراضات عاقل او با ضمیره کس ته هیڅ ارزښت نلري خو هغه بې منطقه کس چي د غرب تقلید په پټو سترګو کوي، هغوی د یو څو ظاهري ګټو په وجه  او دا چي اسلام ورځ تر بلي مخ په وړاندي روان دی نو د اسلام د مخنیوي لپاره دا کار کوي.

خلاصه دا چي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې نکاحو کي ټولنیز، سیاسي، تعلیمي او تشریعي مصالح نغښتي وه.

نېکمرغه مېرمن

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته