تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول اللهﷺ سره د مبحت کولو څلور اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 31, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د محمّد مصطفْیﷺ واقعي او حقيقي محبت د هغهﷺپه متابعت کي دى، د رسول اللهﷺپه لار ښوونه پسي اقتداء کول او د دهﷺ د اوامرو عملي کول، د رسول اللهﷺ متابعت دی.


متابعت بېله واقعي او صادقه محبته څخه په وجود نه سي راتلاى، د رسول اللهﷺ سره واقعي محبت درلودل تا د هغهﷺ و متابعت ته ور جذبوي او ور بولي، نو د متابعت دپاره لازمي شرط محبت دى، که چيري په تا کي د رسول اللهﷺ د محبت شوق موجود وي او ته د هغهﷺ محبت غواړې نو څلور شيه دي چي ستا سره د رسول اللهﷺ په محبت درلودلو کي مرسته کوي، يعني: د د غو څلورو شيانو په عملي کولو سره د رسول اللهﷺ سره ستا محبت پيدا کيږي او زياتيږي او دغه محبت په تا کي د متابعت شوق زياتوي، چي هغه څلور دا دي:


اول: پر رسول اللهﷺ ډير درود ويل. 


دوهم: په تکرار سره د رسول اللهﷺ د سيرت ويل يا اورېدل، او په هغه سره پوره ځان خبرول او پوهول.


درېیم: د رسول اللهﷺ د طريقې متابعت کول، که ته غواړې چي رسول اللهﷺ خوښ ولرې او محبت دي ور سره زيات سي متابعت يې کوه (سنت يې عملي کوه).


څلورم: د رسول اللهﷺ د مبارك ښار مدينې منورې زيارت، خاصتاً د روضې مبارکې، مګر هو د پوره ادب او عبادته سره.


الله جل جلاله دي ما او تاسي د هغو کسانو څخه وګرځوي چي د رسول اللهﷺ سره محبت لري، او د هغهﷺ متابعت كوي او د هغهﷺ د رسالت د رسولو او دین د نشرولو دپاره ژوند کوي. الله عزوجل دي موږ او تاسي ټولو ته دا توفیق راکي چي د رسول اللهﷺ متابعت تر هغه وخته وکړو  چي د الله تعالی  په حضور کي دريږو.

 

ـــــــــــــــــ
د مدینې منورې غوره والی او د زیارت آداب
د مدینې سفر (۹)

 


آمين، ثم آمين، ثم آمين.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته