تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله صلي الله عليه وسلم ځانګړتياوي
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 8, 2020
  0

د رسول الله صلي الله عليه وسلم ځانګړتياوي

 

ژباړه: نويد احمد/  تعلیم الا سلام ویب پاڼه

 

په رښتيا سره رسول الله صلي الله عليه وسلم د ډېرو ځانګړتياوو او خاصيتونو خاوند دى چي دلته به د ځينو يادونه وکړو:

 

١: خاتم النبيين دى يعني تر رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته بل نبي نه راځي او په دې ايت شريف سره ثابته خبره ده: مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ...(الاحزاب ٤٠)

 

٢: سيد المرسلين دى. خپله نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايي: ( أنا سيد الناس يوم القيامة) (متفق عليه).

 

٣: د هيچا ايمان نه قبليږي تر څو پر رسول الله صلي الله عليه وسلم ايمان را نه وړي ځکه الله تعالى فرمايي: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ... (النساء ٦٥).

 

٤: د قيامت په ورځ به د نبي اکرم صلي الله عليه وسلم د شفاعت نه مخکي د انسانانو تر منځ فيصله نه شروع کيږي.

 

٥: د محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم امت به تر ټولو امتونو مخکي جنت ته ننوځي ځکه حديث شريف دى چي (نحن الآخرون السابقون يوم القيامة ) [ البخاري ومسلم ] .

 

٦: د قيامت په ورځ به د حمد د بيرغ وړونکى وي او تر هغه لاندي به حمد وايي. حديث شريف کي راځي ( أنا سيد ولد آدم يوم القيامة ولا فخر، وبيدي لواء الحمد ولا فخر، وما من نبي يومئذ آدم فمن سواه إلا تحت لوائي ، وأنا أول من تنشق عنه الأرض ولا فخر) [ الترمذي ] .

 

٧: د د مقام محمود خاوند دى (صاحب المقام المحمود أي العمل الذي يحمده عليه) ايت شريف کي راځي: عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا... (اسراء ٧٩).

 

٨: د کوثر د حوض خاوند دي.

 

٩: د انبياء عليهم السلام امام او خطيب دى او د دوى شفاعت کونکى دى حديث شريف کي راځي: (( إذا كان يوم القيامة كنت إمام النبيين وخطيبهم وصاحب شفاعتهم غير فخر )) [ الترمذي] .

 

١٠: دده مبارک امت تر ټولو بهترين امت دى ايت شريف کي الله تعالي فرمايي: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ...(ال عمران ١١٠).

 

١١: امت يې پر ټولو امتونو شاهد دى، الله تعالى فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ...(بقره ١٤٣).

 

١٢: د نبي کريم صلي الله عليه سلم صحابه رضي الله عنهم د بهتريني زمانې اشخاص دي.

 

١٣: د رسول الله صلي الله عليه وسلم امت د عمومي ګمراهۍ څخه پاک دي او د امت اجماع يې حجت او دليل دى.

 

١٤: د محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم شريعت د ټولو مخکنيو شريعتونو منسوخ کونکى دى فرمايي: (( إن الرسالة والنبوة قد انقطعت فلا رسول بعدي ولا نبي)) [ أحمد والترمذي وصححه ] .

 

١٥: پر ده مبارک باندي نازل سوى کتاب يوه ستره معجزه ده او د تغيراتو څخه ساتل سوې ده، الله جل جلاله فرمايي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر ٩).

 

١٦: نبي کريم صلي الله عليه وسلم مؤمنانو ته د دوى تر ځانونو نژدې بلل سوى دى يعني تر خپلو ځانو به لا هم رسول الله صلي الله عليه وسلم پر امت باندي ګران وي، الله جل جلاله فرمايي: النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ... (الاحزاب ٦).

 

١٧: پر ټولو انسانانو لازمه سوې ده چي د نبي صلي الله عليه وسلم سره تر خپلو ځانونو، مالونو، ميندو، پلرونو او ټولو خلکو زياته مينه ولري، خپله نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايي: ( والذي نفسي بيده لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده والناس أجمعين ) [ البخاري ] .

 

١٨: د رسول الله صلي الله عليه وسلم تر وفات وروسته دده مبارک د بيبيانو سره نکاح کول حرام سوي دي او هغوى په دنيا او آخرت کي دده مبارک په نکاح کي دي او هغوى د ټول امت ميندي ګرځول سوي دي. ايت شريف کي راځي: وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ. ( الأحزاب6 )  وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا. ( الأحزاب 53 ).


١٩: د لوڼو د اولادونو نسبت هم ده مبارک ته کيږي. (أولاد بناته ينسبون إليه دون غيره .)

 

٢۰: دده مبارک او د امت لپاره يې مځکه پاکه او مسجد ګرځول سوې دى او پر دښمن باندي دده رعب د يوې مياشت په فاصله پرېوځي. حديث شريف کي راځي: (( فضلت على الأنبياء وأعطيت جوامع الكلم ونصرت بالرعب وأحلت لي الغنائم وجعلت لي الأرض مسجداً وطهوراً وأرسلت إلى الخلق كافة وختم بي النبيون )) [ مسلم والترمذي ] .

 

٢۱: د ټول انسانيت لپاره رالېږل سوى دى (پورتنى حديث شريف يې دليل دى).

 

٢۲: د مبارکو ګوتو څخه راتونکي اوبه يې د الله تعالي له خوا برکت پيدا کوي او دا په صحيح مسلم کي راغلي دي. 

 

٢۳: هيچا لره رواه نه ده چي خپل ږغ د نبي کريم صلي الله عليه وسلم تر ږغ پورته کړي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ) سورت الحجرات، ايت ٢).

 

٢۴: جامع کلام ورکول سوى دى يعني داسي خبري (د قران او حديثو د لاري) ورکول سوي دي چي لنډي مګر ډيري معنى او حکمت لرونکي دي.

 

٢۵: ده مبارک ته په خپل نامه سره نه ويل کيږي لکه يا محمد! بلکه په رسول الله، نبي الله او داسي نورو ښايستو القابو سره ياديږي. لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا...(سورت النور، ايت ٦٣).

 

٢۶: که چا په خوب کي وليدى نو په رښتيا سره يې وليدى ځکه شيطان دده مبارک شکل نه سي جوړولاى.

 

۲۷: نبي کريم صلی الله عليه وسلم به ارږمۍ نه کښل. 

 

٢۸: سترګي مبارکي يې پټېدلې مګر زړه به يې ويښ وو.

 

۲۹: کوم خلک چي به دده تر شا وه هغه به يې داسي ليدل لکه دده مخته چي وي. (رواه احمد).

 

٣۰: رسول الله صلي الله عليه وسلم ته تر څلورو څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول رواه وه.

 

۳۱: شیطان رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بده وسوسه او د بدو په کار امر نه کاوه او ددې ماسېوا چي څه نور ښايسته او په زړه پوري ځانګړتياوي په انسانانو کي سته په ده مبارک کي په زياته پيمانه وجود لري.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته