تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی اودهغه درسول(ص)سره مينه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 16, 2022
  0

 لیکنه: مسعود اغا هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَجُلاً قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَتَى السَّاعَةُ قَالَ « وَمَا أَعْدَدْتَ لِلسَّاعَةِ ». قَالَ لاَ إِلاَّ أَنِّى أُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ. قَالَ « فَإِنَّكَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ». قَالَ أَنَسٌ فَمَا فَرِحْنَا بِشَىْءٍ بَعْدَ الإِسْلاَمِ فَرَحَنَا.  (رواه البخاري ومسلم )
 
ژباړه : د حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دئ چي په تحقيق سره يو سړي وويل چي : اې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ! قيامت کله او څه وخت دئ ؟ رسول  الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل ! ستا د حاله تعجب کوم ،څه تياري دي ورته نيولې ده ،نوموړي سړي وويل :کومه تياري مي پرته ددې څخه  چي د پاک خداى جل جلاله  او د هغه د رسول  صلی الله علیه وسلم  سره مينه لرم نه ده نيولې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل ته د قيامت په ورځ دهغو کسانو سره يې چي مينه ورسره لرې ، حضرت انس رضي الله عنه   وايي : چي هيڅکله مي مسلمانان وروسته د اسلام په بل شي دومره خوشحاله نه  وه  ليدلي لکه ددې خبري په اوريدلو سره. 
 
تشريح: داچي  د الله تعالى ديدار په دنياکي د چا نصيب کېدلاى نه سي ، نو ځکه نوموړي سړي د قيامت د ورځي په هکله  او دا چي دا ورځ به کله راځي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه ترڅو د خداى جل جلاله   په فضل او کرم سره يې ديدار نصيب سي او دا خبره په وضاحت سره څرګنده سوه چي په دې دنيا کي  څوک د چا يا د کوم بل شي سره مينه لري د قيامت په ورځ به د هغه سر ه و ي او  هغه وخت مسلمانان او صحابه کرام ځکه ډېر خوشحاله سول چي هغو ته دا حقيقت څرګند سو چي په آخرت کي به د هغو کسانو سره وي چي په دې دنيا کي ورسره مينه او محبت لري او د هغو خو ډېره زياته مينه د الله جل جلاله  او  د  رسول الله  صلی الله علیه وسلم   سره وه  اوس نو هرمسلمان ورور او خور ته اختيار دئ چي په دې دوې ورځي دنيا کي د کوم شي سره مينه کول در ته ګټه رسوي ، د نړۍ د هر شي سره چي څوک مينه لري سوا د الله  جل جلاله   او د رسول صلی الله علیه وسلم  څخه ټوله فنا او نيستي کيږي ، هيڅ يو شى سوا دالله  جل جلاله  څخه باقي نه سي پاته کېدلاى ، نو ولي د هغه چاسره مينه ونه کړو چي ابدي ژوند مو دخوشحاليو سره وي ،پريوه خبره باندي د نړۍ  ټول وګړي که مسلمانان دي او که غير مسلمانان دي يوه خوله دي چي مرګ سته او يوه ورځ به حتمي انسان مړ کېږي او د ټولو مسلمانانو دا عقيده ده چي وروسته تردې ژوند مر ګ او د مرګ څخه وروسته بيا ابدي ژوند راته ګوري ، ايا د هغه ابدي او نه ختمېدونکي ژوند لپاره موږ څه تياري کړې ده؟
 
ډېرکم وګړي پدې فکرکي دي ،اکثريت خلګ دې ته ښه ژوند وايي چي ډېري پيسې پيدا کړي، مځکي او کورونه رانيسي هر رنګه چي وي نه د حلال فکر کوي او نه داسي فکر کوي چي ترڅو به داپيسې را سره وي ؟
 
دومره بد قسمته خلګ لا ډېر سته چي خرڅولاى يې لانسي په ځان په اهل وعيال په نورو غريبانو باندي زکوة  خيرات پر هرڅه باندي يې لاسونه بند وي ، صرف په ډېر ولو يې خوشحاله وي او دومره زياته مينه ورسره لري چي دالله  جل جلاله  او درسول  صلی الله علیه وسلم  سره يې په زړه کي هيڅ مينه پاته نه وي ، ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : چي څومره ستا طاقت او توان وي د الله په لاره  او   د الله  تعالی   د رضا لپاره خپل مالونه خرڅ کړئ ، زکوة ورکړئ ، غريـبان ماړه کړئ خيراتونه وکړئ او دالله تعالى د رضاد حاصلولو لپاره هڅه وکړئ څومره چي تاسو د الله تعالی  لپاره په ښو کارونو کي او ښـو ځايونو کي خپل مالونه او دولت خرڅوئ هغه هومره الله عزوجل ستاسو په مالونو کي برکت در اچوي ، نو يو خوا  د الله جل جلاله  او د هغه د رسول  صلی الله علیه وسلم  امر پرځاى  او د بلي خوا به د اخرت د عذابه څخه چي پر دغه مال او دولت راته رسيږي د الله تعالى په فضل او کرم سره وژغورل سو اما څوک چي د الله عزوجل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر ته غاړه نږدي او بيا هم دعوه لري چي زه مينه ورسره لرم دا بې بنسټه او بې ځايه خبره ده  الله تعالى دي موله داسي مال او دولت څخه وژغوري چي الله تعالى را څخه ناراضه کېږي .
 
د زړه د پاکۍ په اړه په يو حديث شريف کي چي د حضرت انس رضي الله عنه  څخه روايت دئ راغلي دي :
 
عن انس رضي الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  :يا بُنَىَ! ان قدرت ان تصبح و تمسى وليس فى قلبک  غش لاحدٍ فافعل ثم قال : يا بُنَىَ! و ذَلک من سنتي ومن احب فقد احبني وکان معى فى الجنة    (رواه مسلم )
 
ژباړه : د حضرت انس رضي الله عنه  څخه روايت دئ چي وايي : حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : اې بچيه! که کولاى سې چي شپه او ورځ داسي تېره کړې چي په زړه کي دي د هيچا په مقابل کي کينه او عداوت نه وي ، نو دا کار وکړه ،وروسته له دې څخه يې وفرمايل : اې بچيه! دا زما د سنتو څخه يو سنت دئ څوک چي زما سنت او طريقه دوست ګڼي او ورسره مينه لري په حقيقت کښي ما دوست ګڼي او په جنت کي به زما سره يو ځاى وي .
 
حضرت انس رضي الله عنه  د لس کلنۍڅخه د انحضرت صلی الله علیه وسلم  د خدمت کولو افتخار درلود او دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند تر اخري شېبو پوري د دوئ مبارک په خدمت کي همداسي پاته وو ، د خاص مقام او منزلت څخه برخور دار وو ، ان تردې چي په جنت کي يې له ځانه سره د ده د يوځاى کېدو لپاره هم ده ته او هم دده په واسطه ټول امت ته تعليم ورکړ او وې فرمايل: که چيري څوک وکولاى سي خپل زړه له خيانت ، چل او فريب څخه د ټولو مسلمانانو په وړاندي پاک او سپېڅلى وساتي ، نو بايد هرو مرو د اکار وکړي او دا فرصت د لاسه ورنه کړي ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د فرمودې په اساس نبوي سنت او د ده طريقه مسنونه ده هرڅوک چي دده سنت عملي او پرځاى کړي او هغه دوست ولري اومينه ورسره وکړي داسي حکم لري لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره چي مينه او محبت ولري او نتيجه به يې د حضرت سرور کائنات د وينا له مخي داسي وي چي  دده مبارک سره به يو ځاى په جنت کي وي او لکه مخکي چي وويل سول ، حضرت انس رضي الله عنه  ته د حضرت نبى صلی الله علیه وسلم  تعليم ورکول په حقيقت کښي د ټول امت لپاره تعليم دئ .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته