تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د غیرو مسلمانانو په آند
  تعلیم الاسلام
  July 15, 2017
  0

 لیکنه او څيړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ايډ وارډ ټونټټ (Edward Montet) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

 

د اسلام دین په تاریخي لحاظ سره یو معقول دین دی، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویناوې او قرآن کریم یې اصول دي، توحید یې شعار دی، اسلام د ټولو الهیاتو ټولګه ده، په اصولو یې د هر چا لپاره پوهېدل آسانه دي، د انسانانو د شعور د درک لپاره یې توان تر هر څه زیات دی. (‍۱)
 
پروفيسر راډويل (Rodwell) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اخلاق د ټولو لپاره یوه ښه نمونه ده، د ده پر خدای باندې ایمان ؤ، نه پر لیدونکې نړۍ باندې او دا ټول  هغه څه دي چې اغیزه یې پر ټولو عقیدو، اخلاقو او د ټول بشریت پر ژوند باندې وکړه، زما په آند د ده په شان بل داسې ستر کس نه دی تېر شوی او نه به په راتلونکې کې راشي، د ده دعوت تر ټولو غوره او اغیزمن ؤ. (‍۲)

 
ډي جي هوګارت (D. G. Hogarth ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د بشریت په تاریخ کې هیڅوک داسې مکمل کس نسي وړاندې کولای چې د خلکو عادي ژوند تر خپل واک لاندې راولي، حتی دا کار د عیسایت بنسټ ایښودونکي (پولس) هم نه دی کړی، بلکې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا کار وکړ؛ نو ځکه ویلی سو چې دی یو مکمل انسان ؤ. (۳)

 
واشنګټن آروينګ (Washington Irving) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
دی یو عادي انسان ؤ، ساده خوراک یې کاوه، روژې یې نیولې، ده ته ټول بلد، نابلده، شتمن، غریب، طاقتور او بې واکه یو شان وو، د عامو خلکو ډېر خوښ ؤ، د ده فوځي خوځښت نه د غرور لپاره، نه د فخر لپاره ؤ، او نه يې په کړونو کې خودبیني نغښتې وه، دی چې کله پوره واکمن سو، د ده ژوند او ساده توب په هغه شان ؤ، لکه مخکې چې ؤ، ده دا نه خوښول چې دی یو ځای ته تشریف یوسي، هرکلی او احترام دې ورته وسي، بلکې ده د خلکو پر زړونو باندې نړیوال واک درلود. (۴)
 
ارترګلين ليونارد (Arthur Glyn Leonard ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

دا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نابغه توب ؤ، چې د اسلام روح یې په عربو کې پوه کړ، دا چې عرب یې د جهالت له ټیټې رتبې څخه د امپراطورۍ لوړې مرتبې ته ورسول، ملي یووالی یې ورپه برخه کړ، نو دا د حیرانتیا خبره ده، په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې داسې خصلتونه او خویونه وو، لکه پر خدای باندې ایمان، ساده ژوند، صداقت، معقوله تعلیمي روحیه، لوړ مورال او داسې نور... (۵)

جيمز اې مشنر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟
 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو الهامي پېغمبر دی، هغه د اسلام خښته کښېښودله، هغه په عربو کې په ۵۷۰ میلادي کال کې دنیا ته سترګې پرانیستې، هغه په داسې قوم کې پیدا سو، چې د بتانو عبادت یې کاوه، ده تل د بې وزلو، یتیمانو او بې کسو او غلامانو سره مینه درلوده، په ۲۰ کلنۍ کې تاجر سو او د یوې شتمنې ښځې د اوښانو د کاروان مشري ور په غاړه سوه، کله چې دی ۲۵ کلنۍ ته ورسیده؛ دده ښېګڼه، اخلاق او صداقت خدیجه بنت خویلد ولیدل او واده یې ورسره وکړ، که څه هم هغه ښځه له ده څخه ۱۵ کاله مشره وه.
 
کله چې د نورو پیغمبرانو په څېر ده ته ملائکه راغله، نو ده ته یې وویل چې ووایه! داچې ده لوستل او لیکل نسو کولی؛ نو ځکه یې هغه ایاتونه چې ملائکې ورته ویل، محمد صلی الله علیه وسلم ورسره تکرارول.
 
د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ټوله ژوند په ژور ډول سره عملي ژوند ؤ، د بېلګې په ډول سره، کله چې دده زوی حضرت ابراهیم وفات سو او په هغه ورځ باندې لمر تور سو؛ خلکو داسې ګمان کاوه چې لمر د ده زوی د مړینې له کبله داسې سوی دی ، کله چې دی (صلی الله علیه وسلم) خبر سو نو ویې فرمایل:  خبردار! دا یوه طبعي پیښه ده او چې هر څوک دا فکر کوي، چې د یو انسان د مرګ په سبب لمر تور سوی دی، هغه بې عقل دی. 
 
هغه څوک چې دده د رحلت وروسته د ده ځای ناستی سو، یوه تاریخي خبره یې وکړه: (که د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کوئ؛ هغه مړ سو او که د خدای عبادت کوئ؛ هغه ژوندی دی. (۶)
 
 
 
 
1 Edward Montet, 'La Propagande Chretienne et ses Adversaries Musulmans,' Paris 1890.
(Also in T.W. Arnold in 'The Preaching of Islam,' London 1913.)
 
2 Rodwell in the Preface to his translation of the Holy Qur'an
 
3 D. G. Hogarth in 'Arabia'
 
4 Washington Irving 'Mahomet and His Successors'
 
." [Life of Mahomet, London, 1889, pp. 192-3, 199]
 
5 Arthur Glyn Leonard in 'Islam, Her Moral and Spiritual Values'
 
6 James A. Michener, 'Islam: The Misunderstood Religion' in Reader's Digest (American Edition), May 1955, pp. 68-70:
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته