تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت محمد ﷺ د مهاتما ګاندي په آند
  تعلیم الاسلام
  February 14, 2017
  0

 حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مهاتما ګاندي (M.K.Gandhi) په آند

 
لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نوموړی لیکي:
 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عدل او مساوات پېغمبر ؤ، په لومړیو وختونو کې د اسلام ستاینه ټولې نړۍ کوله، تر هغې زمانې پورې چې لویدیځ په تاریکیو کې پټ ؤ، کله چې د اسلام روښانه لمر د ختیځ څخه راوخت؛ نو دې نارامه نړۍ ته یې سکون او راحت وبخښه، بشریت ته یې تسلي ورکړه، اسلام یو کوچنی دین نه، بلکې د نړۍ ستر دین دی چې هندوانو ته هم پکار ده چې د دې دین مطالعه خپله کړي او هندوان ټول باید زما په شان له دې دین سره مینه ولري؛ ما د اسلام  پېغمبر صلی الله علیه وسلم مطالعه کاوه چې د کتاب دوهم ټوک هم ختم سو، ماته په دې افسوس راغی چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله نور کتابونه راسره نه وو چې مطالعه یې کړم، زما پوره یقین وسو چې اسلام د توري په زورسره نه دی خپور سوی؛ بلکې دا هر څه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پوره ساده ژوند ، بې نفسۍ ، په وعده وفا کول او د نیکو اخلاقو برکت دی چې اسلام په نړۍ کې خپور سو او د فتحې ډګر یې وګټه، ده له خپلو دوستانو او پیروانو سره  ډېره مینه درلوده او پر خدای جل جلاله یې پوره عقیده او باور ؤ، له همدې کبله یې ټول موانع لیري کړل او پر مشکلاتو باندې فاتح سو.
 
اروپایان ولي په ویره کي دي؟
 
ماته یو چا وویل چې په جنوبي افریقا کې چې کوم اروپایان میشت دي، هغوی د اسلام له تبلیغ څخه په ویره کې دي. دا هغه اسلام دی چې هسپانیا ته یې ښکلی تهذیب ورکړ، په مراکو کې یې رڼا خپره سوه او د نړۍ اکثره وګړي یې سره وروڼه کړل. په اصل کې اروپایان د اسلام څخه نه ویریږي؛ بلکې له دې څخه په ویره کې دي چې که افریقایان اسلام قبول کړي نو هلته تور پوستي او سپین پوستي سره وروڼه سول چې دا د دوی لپاره د خطر زنګ دی، دا ځکه که چېری یو تور پوستی عیسایت قبول کړي؛ هغه په هیڅ صورت له سپین پوستي سره یو شانته نه دی، بل لور ته که دواړه اسلام قبول کړي؛ دواړه به په یوه ګیلاس کې اوبه څښي، چې اصلي خطر یې همدا دی، نو ځکه اروپایان په ویره کې دي. (۱)
:(1)
  M.K.Gandhi, YOUNG INDIA, 1924
 
ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته