تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انبياءعليه السلام دبشريت غوره انسانان دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2021
  0

انبياءعليه السلام دبشريت غوره انسانان دي


لیکنه : : مولوي عبدالهادي حماد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله(جل جلاله) په خپل مخلوق کي دنبوت لپاره داسي انسانان انتخاب کړي دي چي دکمال اوبرترۍ نمونې دي ترڅو دانساني ټولني لپاره دنور اوروښنايۍ مشال جوړ سي او دژوندانه په پړاوونو کي دانساني ټولني لپاره لارښود او قائد جوړ سي ، الله(جل جلاله) دوى دانسانانو دمنځ څخه لارښودونکي او اصلاح غوښتونکي انسانان انتخاب کړي همدا وجه ده چي الله(جل جلاله) دخپل لوى علم اوحکمت پر بنسټ انبيا‌ء عليه السلام  په کاملو او لوړو صفتونو باندي موصوف کړي دي او دوى ته ددين او دنيا امامان ويل کيږي لکه چي الله(جل جلاله) فرمايي :


وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ﴿الأنبياء: ٧٣﴾

ژباړه : موږ دوى امامان ګرځولي دي ، زموږ په امر سره هدايت کوي او موږ وحي ورته کړي دي دنېکو کارونو په کولو سره ، دلمانځه په کولو سره او دزکات په ورکولو سره او دوى موږ ته عبادت کونکي دي.


همدا ډله ده چي الله(جل جلاله) په نبوت سره نازولې ده ، دانسانانو دمنځ څخه يې ټاکلې ده اودوى ته يې لوړ استقامت ، حکمت او پوره عقل ورکړى دئ، همدا غوره انسانان دي چي دالله(جل جلاله) او دمخلوق ترمنځ رابطه جوړوي دالله(جل جلاله) پيغام تر دوى پوري رسوي ، دالله(جل جلاله) دعذاب او قهر څخه يې بېروي ددوى دغه دعوت ددنيا اوآخرت نېکمرغي دځان سره لري. آخر داچي انبياءعليه السلام تر ټولو انسانانو غوره انسانان دي او ددوى غوره والي په نبوت سره دئ او دغه نبوت يوازي الهي ورکړه ده هيڅ انسان ددې توانايي نه لري چي په زيات کوشش دي تر نبوت پوري ځان ورسوي که څه هم په سپېڅلتيا کي وکاملي درجې ته ځان ورسوي ځکه لکه مخکي چي موويل : رسالت او نبوة يو کسبي شي نه دئ چي په زياتو هلو ځلو دي لاسته راوړل سي بلکي الله(جل جلاله) ښه پوهيږي چي څوک او چيري پيغمبر ولېږي لکه چي فرمايي :


اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ  ﴿الأنعام: ١٢٤﴾


  ژباړه : الله(جل جلاله) په هغه ځاى ډېر ښه پوهيږي چي پيغمبر پکښي لېږي. 


ماخذ : دنبوة او انبيآء عليه السلام تاريخ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته