تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت اداب
 
  September 15, 2015
  0

رالېږونکې : ح. نوري

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دعوت د الله تعالی یو لوی عبادت دئ او لویه نیکمرغي ده د انبیاوو علیهم السلام پر لاره تګ دئ ، کار چي څومره لوی وي په هغه اندازه اداب غواړي . د دې کار څخه مقصد یوازي د نورو هدایت نه دئ بلکي د خپل ځان اصلاح او د بندګۍ څرنګوالی دی او د الله تعالي د حکمونو پرځاي کول دي، نو په کار ده چي لاندي ټکي په ښه ډول په ذهن کي کښینوي او پابندي يي وکړئ:

۱- خپل ټول خرڅ یعني خوړل ، څښل او کرایه دي پر خپله غاړه واخلي که مو توان و د بل ناداره ملګري مصرف هم پر غاړه واخلئ.

۲- د خپل ملګري او د دې پاک کار کوونکو خدمت خپل ویاړ و ګڼئ ، د ملګرو درنښت او احترام وکړئ.

۳- د عامو مسلمانانو سره په عاجزۍ او په کمینۍ سره معامله کوئ ، نرمه لهجه او د خوشحالۍ کړه وړه ورسره اختیار کړئ ، هیڅ مسلمان ته د سپکاوي او نفرت په سترګه مه ګورئ ، په ځانګړي ډول د علماوو زیات عزت کوئ ، لکه څرنګه چي پر موږ باندي د قران او حدیث عزت او عظمت واجب او ضروري دی، همدا ډول د علماوو عزت او درنښت هم پر موږ باندي ضروري او واجب دی ، ځکه الله تعالي دوی په لوی نعمت سره سرلوړه کړیدي. د علماوو سپکاوی د دین د سپکاوي سره برابر دئ او د دین سپکاوی د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي.

۴- فارغه وخت د غیبت ، بهتان ، درواغو او د لوبو د تماشو پر ځاي د دین د کتابو په مطالعه او د نیکو خلګو سره په ناسته تیر کړئ په دغه کار سره به د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم خبري درته معلومي سي په ځانګړي ډول د تبلیغ په ورځو کي د بې ځایه خبرو څخه بیخي پرهیز وکړئ خپل فارغه وخت د الله جل جلاله په یاد ، ذکر، فکر ، استغفار او د درود ویلو او زده کولو کي تیروئ.

۵- په حلاله طریقه سره رزق حاصلوئ ، کم خرڅ کوئ او د خپلو بچیانو او د نورو شرعي حقوق اداء کوئ.

۶- په اختلافي مسئله او فرعي مسائلو کي بحث مه کوئ بلکي یوازي د توحید لوري ته دعوت کوئ او د اسلام د ارکانو تبلیغ کوئ.

۷- ځپل ټول کارونه او ویناوي په اخلاص او صفوف سره ښایسته کړئ، په اخلاص سره لږ عمل د ډیري فایدې او برکت سببب جوړیږي د اخلاصه پرته په کار کي نه د دنیا ګټه سته او نه په اخرت کي کوم ثواب ورته سته . حضرت معاذ رضی الله عنه چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمن حاکم وټاکی د لیږلو په وخت کی يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، چي ماته نصیحت وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وفرمایل ، چي:

په کارو کښي اخلاص او اهتمام کوه، د اخلاص سره مل، لږ کار هم کفایت کوي.

 په بل حدیث کي راغلي دي چي الله تعالی یوازي هغه عملونه قبلوي چي د الله تعالی لپاره یوازي سوي وي.

په بل ځاي کي راځي چي الله تعالي ستاسو شکلو ته نه ګوري بلکي ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري. نو تر ټولو مهمه خبره داده چي په کار کي باید اخلاص وي د ځان ښودني او ریا ته هیڅ ځاي نه وي پکښي، څومره چي په کار کي اخلاص وي په هغه اندازه به په کار کي ترقي او تازګي وي.

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اړونده لیکني:

دعوت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته