تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډیره بوره څنګه ستاسو روغتیا ګواښي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 22, 2019
  0

ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پدې مقاله کي به تاسو ولولی چي ډيره بوره او خواږه کارول څنګه ستاسو پر دماغ، مزاج، غاښونو، بندونو، ویني، زړه، پښتورګو، پانکراس، وزن او جنسي طاقت باندي منفي اغېز کوي.


 تاسو پوهیږی چې د ډیرې بورې خوړل ستاسو د صحت لپاره ښه ندي. خو شاید اوس به هم تاسو اضافه بوره  استعمالوی ، په اوسط ډول هر ورځ یو امریکايې ۲۰ د چای کاچوغی بوره استعمالوي، نسبت ښځو ته چي هغوی ته د شپږو کاچغو او نارینه وو ته د ۹ کاچوغو بورې خوړولو سپارښتنه کیږي. (پدې کې هغه بوره  شامله نه ده کوم چي په طبیعي ډول په میوو او شیدو کي موندل کیږي.)

 

مشروبات ، شیریني باب ، پاخه سوي توکي او خواږه سوي لبنیات د بورې اصلي سرچینې دي . خو حتی عادی  خواړه ، لکه ډوډۍ ، د روميانو روب ، او پروټین لرونکي  خواړه هم  بوره لري ،  چي دا ټول ستاسو د خوږو یا د بورې په استعمال کي په اسانۍ سره زیاتوالی راولي . په غذاوو کي د بورې  اندازه معلومول کیداسي ستونزمن وي ولي ځکه غذايي عناصر یې په مختلفو نومونو لیکل سوي وي. په هر نامه چي وي آخر بوره بوره ده ، او دا کولای سي ستاسو پر بدن منفي اغیزه وکړي. راسئ چې په دقیق ډول وګورو چي څنګه بوره سر تر نوکه زموږ پر ټول وجود بد تاثیر کوي. 


ستاسو دماغ
د بورې خوړل ستاسو دماغ ته د ډوپامین په نوم د  ښه احساس (خوشحالی) کیمیاوي ماده ورکوي، همدا وجه ده چي تاسو پر درې بجې د زردکي او سیب پر ځای خواږه (مثلاً چاکلیټ) ته زړه وغواړي.  ځکه چې نور خواړه لکه میوې او سبزیجات په دماغ کي د ډیرو ډوپامین د ترشح کولو لامل نه ګرځي. ستاسو دماغ د بیا خوښ احساس د ترلاسه کولو لپاره ډيري بورې ته ضرورت لري. په همدې وجه د ماښام تر ډوډۍ وروسته د آیس کریم یا خواږه شي  کارولو ته ضرورت احساسیږي.


ستاسو مزاج 
کله نا کله چاکلېټ یا کلچې فوري انرژي تاسو ته درکوي، خو هغه پدې شکل چي ستاسو د ویني د شکري اندازه لوړوي. خو کله چي حجرې بوره جذب کړي نو ستاسو د بورې اندازه ولویږي، ممکن د اندیښنې او خستګۍ احساس وکړی. خو که تاسو په  دوام داره توګه چاکلیټ خوری نو بوره ستاسو پر مزاج باندې د ماپښین تر درو بجو وروسته تاثیر کوي. مطالعاتو ښودلې ده چي په لویانو کي د ډیري بورې استعمال د ژور خفګان خطر ډیروي.

 


 

ستاسو غاښونه
ستاسو سترګي شاید پر ۱۲ کلنۍ خلاصي سوي وي، خبره به مو نه منل ، مګر ستاسو مور ښه ویل چي: ډير خواږه شیان خوړل ستاسو غاښونه خرابوي. کله چي تاسو یو خوږ شی وخوری هغه باکتریاوي چې د غاښونو د خرابوالي اصلی لامل کیږي ستاسو د خولې د خوږوالي څخه ګټه اخلي.


ستاسو بندونه
که تاسو د بندو درد لری، نو دا د خوږو د پریښودو ډیر ښه دلیل کیدایسي. د ډیرو خوږو خوړل د بدن د بندو درد نور هم ډیروې ځکه دا په بدن کي د التهاب سبب ګرځي. ددې ترڅنګ، تحقیقات ښیې چي د بورې استعمالول کولای سي د روماتیزوم د ناروغۍ خطر زیات کړي.


ستاسو پوست
د التهاب یا پاړسوب یو  بل جانبي عوارض : ستاسو د پوست زوړ والی ګړندی کوي. بوره ستاسو د وینې په جریان کې په پروټینونو باندي مښلي او یو ډول خطرناکه مالیکیولونه د (AGEs) په نامه جوړوي (چي د ډيرو امراضو سبب ګرځي). دا مالیکولونه دقیقا هغه څه کوي چې د نامه څخه يې ښکاري یعني ستاسو پوست زړوي. دوی ستاسو په پوست او پوتکي کي د کولیجن او ایلاسټین په نامه پروټینونو ته (چي د پوست د ښکلا ذریعه ده) زیان رسوي.  دا پروټین فایبرونه ستاسو پوست کلک او ځوان ساتي. ددې پایله به څه وي؟ د پوست ګونجي کېدل او راځړېدل.


ستاسو ینه
د بورې ډیر مقدار ممکن ستاسو ینه د انسولین په وړاندې مقاومه کړي، دا یو مهم هورمون دی چې ستاسو د ویني په جریان کي بوره په انرژي بدلوي. د دې معنی دا ده چې ستاسو بدن نسي کولای چي ستاسو د وینې د شکر اندازه کنټرول کړي ، چي بالاخره ددې څخه (type 2 diabetes) شکره رامنځ ته کیږي.


ستاسو زړه
کله چې تاسو اضافي بوره وخورئ ، ستاسو د ویني په جریان کې اضافي انسولین کولای سي ستاسو شریانونه کوم چي د ویني د جریان سسټم دی، متاثره کړي. بوره د شریانونو دیوالونه د عادي حالت  څخه ژر پنډوي چي د شریانو د تنګېدو سبب ګرځي، چي دا ستاسو پر زړه فشار راوړي او د وخت په تېرېدو د زړه ناروغۍ ، د زړه د حملې او د فلج کېدو کیږي. څیړنې دا هم ښودلې ده چي د لږ بورې خوړل د ویني د فشار په کښته کولو کې مرسته کولایسي، کوم چي د زړه د ناروغۍ یو لوی عامل ګڼل کیږي. سربیره پردې ، هغه خلک چې اضافه بوره خوري (چي ۲۵٪ کالوري یې د همدغه بورې څخه وي) نسبت و هغو ته چي ۱۰٪ کمه کالوري بوره استعمالوي دوه ځلي ددې امکان لري چي د زړه د ناروغۍ څخه مړه سي.


ستاسو پانکراس
کله چې تاسو خوراک کوی ، ستاسو پانکراس بدن ته انسولین پمپوي. خو کله چي تاسو ډیره بوره (یا خواږه شیان) خوری او ستاسو بدن و انسولین ته سم جواب نه وايي نو ستاسو پانکراس نور انسولین پمپول شروع کوي. ددې په نتیجه کي د ډير کار له امله پانکراس خرابیږي او ستاسو د ویني د شکري اندازه لوړیږي ، چي تاسو د شکرې په دویم ډول (type 2 diabetes) او د زړه په مرض اخته کوي.


ستاسو پښتورګي
کله چي تاسو د شکري مریضي ولری نو ډیره بوره ستاسو پښتورګي زیانمن کوي. پښتورګي ستاسو د ویني څخه د بورې په فیلټر او تصفیه کولو کي مهم رول لوبوي. کله چي د وینې د قند کچه یوه ټاکلي اندازې ته ورسیږي ، پښتورګي په ادرار کې اضافه خوږو ته د وتلو اجازه ورکوي. که دا همداسي بې کنټروله پاته سي نو شکره ستاسو پښتورګي زیانمن کوي، چي دا حالت پښتورګي وخپلي وظیفې ته نه پرېږدي چي د ویني څخه کثافات تصفیه کړي. بالاخره خبره دې ته رسیږي چي پښتورګي کار پرېږدي.


ستاسو د بدن وزن
شاید دا ستاسو لپاره زیری نه وي، خو څومره چې تاسو بوره (خواږه) ډير خوری هغومره به ستاسو وزن زیاتیږي. څیړنې ښیې چې کوم خلک د بوره لرونکي مشروبات چیښي د هغو وزن او د شکري د ناروغۍ امکان تر هغو کسانو ډير وي چي دا مشروبات نه چیښي. یوې څېړني حتی موندلې ده چي کوم خلک چي ډيره بوره کاروي هغو تر دوو میاشتو په لږ موده کي شاوخوا ۱،۷ پونډه (تر نیم کیلو زیات) وزن ترلاسه کړی.


ستاسو جنسي روغتیا
تاسو ممکن د کوروالۍ په شپه خواږه پریښودل وغواړی ولی چي بوره د تناسلي آلې پر حرکت منفي اغیزه لري. ډاکټر برونیلډا نظاریو (د WebMD مرستیال طبي کتنپلاوی) وایي چي د وینې په جریان کې د زیاتي اندازې بورې شتون یو جانبي عوارض دا دی چي نارینه په جنسي لحاظ کمزوری کوي. 


ځکه چي ستاسو د وینې پر دوراني سسټم باندي تاثیر کوي ، کوم چې ستاسو په بدن کې د وینې حرکت کنټرولوي او د سړي د مخصوص اعضاء د حرکت لپاره اړینه ده چي وینه ښه دوران وکړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته