تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خولې زخمونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2023
  0

د خولې زخمونه 

 

لیکنه: ډاکټر اسدالله بشارت (ستوماتوګ، دعامي روغتیا ماسټر)

 

په خوله کي رامنځ ته کيدونکي زخمونه زیات وخت په شکل او حجم کي سره ورته او مشابه وي، چي دقیق  تشخیص یې دخولې او غاښو دداخله امرضو متخصص ډاکټر له دقیقي معاینې وروسته کولای سي.


د متخصص ډاکټر سره لاندي درې موارد په ښه طرح تشخیص کي کومک کولای سي:


1:- د خولې دننه زخم په مخامخ ډول لیدل او دمعاینې په ځانګړو وسایلو باندي کتل دا مرسته کوي چي ایا د خولې دننه زخم درد سوخت او یا کومه بله ستونزه لري او که یا?


2:- د مریض څخه د نوموړي ستونزي په هکله دقیقه تاریخچه اخیستل چي د یادي ستونزي شروع څنګه ول او بیا یې کله دردونه شروع کړل او کوم ډول غذا یا څښاک سره ستونزه زیاتیږي او یا کمیږي.


3:- پر جسم باندي دورته زخم یا دانې شتون هم په تشخیص کي زیات کومک کوي لکه پر تناسلي اعضاوو یا دځیګر او نس پر جلد باندي او یا هم پر مخ او لاسونو باندي د ورته ستونزي موجودیت، چي دلته دپوستکي ډاکټر هم رول لري.


د پورته دریو مواردو سره - سره بیا هم متخصص ډاکټر باید د مریض او یا دهغه د پایواز لخوا په جریان کي واچول سي، چي دیادی ستونزي سره یې په نور جسم کي لاندي کومه ستونزه موجوده ده او که یا د عضلاتو دردونه، د بندونو دردونه، ساه بندي، د سترګو دید کي ستونزه او د سینې درد. 


بعضی وختونه مریض فکر کوي چي دا پورته مشکلات یې کومه بله منشا لري، خو د خولې زخمونه زیات وخت له ځانه سره سیستمي مشکلات لرلای سي.


احتیاطي تدبیرونه


۱ - همېشه کوښښ وکړئ، چي د خولې د هر ډول زخم د رامنځ ته کیدوسره د متخصص ډاکتر نظر په مخامخ ډول واخلﺉ نه داچي په تلیفون او یا هم د تصویر په ښودلو سره تداوي شروع کړﺉ. 


۲ - هیڅ کله کورني تداوي د خولې د زخمونه لپاره مه شروع کوی؛ ځکه کومه ستونزه، چي په شروع کي تشخیص سي علاج یې اسانه او ارزانه وي، خو د وخت په تېریدو سره یې علاج مشکل او یا ناممکن کیږي.


۳ - هیڅ کله دیو چا ستونزه د خپلي ستونزي سره مه مشابه کوئ، که څه هم دیوې کورنۍ غړي یاست دهرچا د دوا ډوز او ډول فرق کوي.  

 

۴ - زیات وخت د خولې زخمونه درد او سوخت نلري؛ خو بیا هم خطرناک دي او علاج یی ضروری دئ.


۵ – د خولې بعضی زخمونه په سرطان هم بدلیدلای سي. 


۶ - تل کوښښ وکړی، چي خوله او غاښونه مو پاک وساتﺉ او په هرو دوو میاشتو کي مو په مشخص ډاکټر خوله او غاښونه معاینه کړئ. 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته