تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حافظه څنګه قوي کیدایسي؟
  تعلیم الاسلام
  February 11, 2015
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لوی څښتن تعالي جل جلاله  و انسان ته بې قيمته  نعمتونه  ورکړي دي او الله  جل جلاله و موږ ته  فرمايي چي تاسي د اښکلي نعمتونه نشي شمېرلای  لکه چې په  قرآنکریم  کي  راځي:
 
وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّهِ لاَتُحْصُوْاهَا. سورت النحل(۱۸)
ژباړه: او که د الله نعمتونه شمېرل غواړئ نو هغه نه شئ شمېرلای.
 
په دې ټولو کي زړه او دماغ  ډېر ارزښت لري  زړه باچا او دماغ ئې د وزير حيثيت لری ځکه نو دماغ  يو غټ اوهېښوونکي قوت دئ  تر ټولو لومړی د نسیان (هیري) پېژندنه کوو او بیا پر حافظې باندي څېړنه او رڼا اچوو. 
 
د نسيان (هېري) پېژندنه :
نسيان (هېره ) دا هغه  ناروغي  ده  چې د زړو خبرو څخه علاوه نوي خبرې ئې هم هېرېږي او آن تر دې چې د دوهم ځل د يادېدو څخه وروسته  ئې هم کارنشي ور څخه اخيستلای ،  او ورسره  جوخت دماغ هم درسته نتيجه نشي ور کولای.
 
د نسيان( هېري) لاملونه :
د دې ناروغۍ اصلي عامل دا دئ چې کله پر دماغ رطوبت زيات شي نو نرم شي ، او يا هم چې کله رطوبت کم شي نو بيا دماغ وچ سي ،  په دې صورت کي دا ناروغې منځته راځي.
 
دا ناروغې:
 
  •  د شرابو اونورو نشيي موادو د استعمال
  • غم
  • غصه
  • د تکليف او غم زياتوالي
  • د ګرمو شيانو زيات استعمال
  • د سرزخم
  • په ګرځ او غبار کي د ډېر وخت لپاره تم کېدل او يا هم ورته تر ډېره وخته پوري کښېناستل دي
 
په پورتنيو حالاتو کي د بدن وينه کمېږي، ورسره د دماغ وينه هم کمه او وچه شي ، همدارنګه  دوامداره د هضمیې خرابوالی دوامداره نزله او زکام  درلودل د ورځې زيات خوب چي په دې سره د بلغم زياته برخه په وينه باندي ګډېږی او دماغ ورسره نرم سي ، ځکه نو هېره ډېره سي د شنو ګشنيزو زيات استعمال او بدبوئې په وينه کي زهرجن کيفيت پيداکوي اوهېره زياتېږي .
 
نښې اونښانې ئې:
 
 د نشيي موادو د زيات استعمال په وجه سره وينه کمېږي او سږی وچیږي خوب ئې کم او ياهم  نه ورته راځي ، قبض موجود وي ،  د لږ کار وروسته  درد پيداکيږي او پر سترګوئې کله کله هم توره پرده وغوړېږي ، که چيري دوامداره نزله  ، زکام او د هضميې کمزوري موجوده وي ،  نوپه دې صورت کي دماغ مرطوب (لوند) کيږي ناروغه ته زيات خوب ورځي د پزي اوخولې رطوبت ئې ختمېږي ، مخ ئې ابلک ابلک او يا بورټکي پيداکوي ، او ورسره يوځای ئې د خولې ذائقه (خوند) په لږېدوسي .
 
درملنه اوعلاج ئې:  
لومړی اصلي سبب ئې باید معلوم او د علاج او درملنی لپاره ئې کوښښ وکړي دغه سړی دي 
سهار او ماښام وبڼو او شنو ځايونو ته ځي ،  خپل طبيعت دي تل خوشحاله اوتازه ساتي ،  د غم او تکليف څخه بايد کوښښ وسي چې ځانونه ګوښه کړي ،  خوشبو او عطر بايد استعمال کړي ، ښکلی او بوي لرونکي ګلان دي تل بوی کړي، هضميه  دي برابره کړي ترڅو وينه ډیره او دماغ قوي شي او د ښه غذا خوړل هم اړین دي.
 
د حافظې پېژندنه:
حافظه د یاد په معنا ده او یا هغه ځواک دی چې په انسان او ځینو حیواناتو کي چې مطالب او پیښې په یاد ساتي او یا د پیښو او مطالبو د رایادلو لپاره د ذهن استعداد دی او په اصطلاح کي د اروایی بهیر هغي ډلي ته ویل کيږي چې سړی د بیا ور یادلو، ادراکاتواو د تجربو په زیرمه کولو برلاسی کوي یاپه بل عبارت حافظه (Memory) د تیرو تجربو د ژوندي کولو ځواک ته ویل کيږي.
 
دغه تجربې باید د زده کړي، ثبت او ساتنې د عملیو په واسطه د پیژندلو او یادولو له کبله را منځته شوي وي؛ حافظه په هغو فعالیتونو کي شامله ده چي د یادولو، په یاد راوړلو، تشخیص او د هغه څه د تر سره کولو چې مخکي ئې ترسره کړی وي په بڼه راڅرګندیږي.
 
د معلوماتو او اطلاعاتو یادول د درې پړاویز بهیر په ترڅ کي یاد ته سپارل کيږي دغه پړاوونه عبارت دئ له:
 
۱:  د لیږدولو وړ رمز منځته راوړل (Encoding) دا هغه اروایي ځانګړی فعالیت دی چې هره سرچینه یا لیږونکي د هغه له لاري خپل د نننی مفاهیم (موخې، افکار او ادراکات) په لیږدولو وړ محرکونو باندي لري، په حقیقت کي دا د یو داسي بهیر له  جوړښتونو څخه عبارت دی چې د حافظې د جوړښت او د حافظې د ګټې اخیستلواو منلو وړ ګرځي.
 
۲: زیرمه کول او ساتل (Storage) په دغه پړاو کي معلومات د راتلونکي ګټي اخیستنې لپاره د لنډې مودې لپاره په حافظه کي ساتل کيږي.
 
۳: موندل یا بیا ترلاسه کول (Retrieval) په دغه پړاو کي زېرمه شوي مطالب او مفاهیم بیا تر لاسه کيږي او یاد ته راوړل کيږي.
 
ان شاءالله نور بیا..........
 
ورپسې مطالب:

د ښې حافظې شرايط 
 

سرته