تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ويني لوړ فشار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 4, 2015
  0
لیکنه: شیخ رحیم الله
 
د ویني لوړ فشار (High Blood Pressure) يوه ستره روغتیايي ستونزه ده او دغه ستونزه هغه وخت را پیدا کيږي، چي د ویني فشار له عادي حالت څخه لوړ سي.
 
 په نړۍ کي په ميلیونونو انسانان د لوړ فشار په ناروغۍ اخته دي. کله چي ډاکټر د یو چا فشار ګوري او د هغه د ویني فشار لوړ وي، و دغه لوړ فشار ته په طبابت کي(hypertension) ویل کېږي او که د یو چا فشار بیا تر عادي حالت کښته وي، هغه ته بیا په طبابت کي ((hypotension ویل کېږي. 
 
د طبابت په قانون کي هغه خلک، چي عمر  یې تر (۳۵) کلونو زیات وي، ډېري غوښي خوري، حیواني غوړي خوري، نور قیمتي خوراکونه کوي، ورزش نه کوي او پر پښو نه ګرځي ، نو دوی باید خپل د ویني فشار په یو داخله ډاکټر وګوري.
 
پخوا خلکو د ویني فشار نه پېژندی ځکه يو خو هغو زيات کار کاوه او بل هغه وخت وسايل نه وه، لوړ فشار د ځان سره زیات خطرونه را پیدا کولای سي او پر انسانانو مرګوني حملې کوي؛ چي بیا یې جبران نه کېږي؛ لکه ځيني خلک چي  نه يې لاس کار کوي، نه یې پښه کار کوي او ځيني وخت یې ژبه هم ګنګوړه سي، یعني څوک یې په خبرو نه پوهېږي او دایمي معیوب سي.
 
 په پخوانیو زمانو کي مسلمانانو طبیبانو دغه د فشار وژونکې ناروغي په نبض کتلو ځان ته معلومول. هغه خلک ډېر تېر سوي دي. موږ  به یې یو څو مثالونه ووایو: د مسلمانانو د ترقۍ په دوره کي د شرق نابغه ابو علي سینا بلخي، طبیب محمد بن زکریا الرازي، طبیب عبدالملک(لومړی شخصیت و، چي د جراحي ناروغانو لپاره يې بېهوښي یعني انستیزي وکاروله)، همدارنګه لوی طبیب او نابغه شیخ زهراوي او شیخ الاسلام طبیب علاؤالدین ایراني او داسي نور.
 
د طب له نظره لوړ د ویني فشار یا هایپرتنشن پر دوه ډوله دی:
 
 (۱) - (Essential Hypertension):
 
دا هغه لوړ د ویني فشار دی، چي معین اسباب یې نه دي معلوم. د ویني دغه فشار  ته (primary-Hypertension) ویل کېږي، چي تر اوسه يې اصلي لامل نه دی پېژندل سوی.
 
(۲)- (Secondary-Hypertension):
 
دا هغه د ویني لوړ فشار دی، چي لاملونه یې معلوم دي. د مثال په توګه: ځيني د پښتورګو ناروغۍ، زیات چاغوالی، روحي فشارونه، میراثي سببونه، سګرېټ څکول، شراب څښل،د زړه ناروغۍ، لکه آترو سیزکلروسیز او د بدو کولسیترولو زیاتوالی.
 
 
بل په انډوکراین پوري تړلی لوړ د ویني فشار دی؛  لکه: (Cushing Syndrom) او (Pheochromocytoma). هغه خلک چي اکثره وخت حیواني غوړي استعمالوي، يا مالګه تر اندازې زیاته کاروي،  يا هیڅ ورزش نه کوي، يا بېځایه  په بيا-بيا غوسه کوي او هغه خلک، چي په ښار کي ژوند کوي، په زیاته اندازه انرژي اخلي او په کمه اندازه یې مصرفوي  او داسي ډېر نور سببونه هم لري، چي د ویني فشار لوړ بیایي.
 
د ویني دلوړ فشار خطرات :
 
د ویني لوړ فشار ته ځيني طبیبان پټ قاتل وايي؛ یعني دا وژونکی دښمن دی. که چېري کنټرول نسي دماغي سکته را منځته کوي. همدارنګه د زړه سکته، د زړه د عضلې اسکیمیا چي (Myocardial ischemia) ورته وايي.
 
ځيني د لوړ فشار ناروغانو ته د زړه شدید دردونه  پیدا سي، چي په طبابت کي ورته (Angina pectoris)  وایي. همداراز لوړ د ویني فشار فلج را منځته کوي. دا معلومه نه ده چي نیم اړخ فلج سي يا  ټول بدن فلج سي چي و دغه حالت ته پارا فالجیا وايي.
 
لوړ فشار د سترګو په داخل کي هم کېدای سي، چي کوچني رګونه د لوړ فشار له امله زیان وویني. ډېری وختونه د سترګو په شبکیه کي خونريزي، په دماغ کي دننه خونريزي یعني (cerberal Heamorrhage) د ويني له لوړ فشار څخه پيدا کېږي. یو خو په دماغ کي وینه پیدا کېدل زیاته خطرناکه ناروغي ده؛ دوهم هر څومره خونریزي، چي په دماغ کي زیاتېږي، خطر هم ور سره زیاتېږي؛ دریم تر ټولو خطرناکه حالت هغه دی، چي په دماغ کي وینه لخته یعني یخی یا په عامه اصطلاح ګاټه سي.  
 
دا ټوله د ويني د لوړ فشار خطرات دي نو د سببونو څخه يې بايد ځانونه وساتل سي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 

سرته