تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام او ټولنه کي د نشې زيانونه ۲
  تعلیم الاسلام
  May 9, 2016
  0

 په اسلام او ټولنه کي د نشيي توکو زيانونه (۲) برخه

 

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
 
بسم الله الرحمان الرحيم 
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
 
۸ : نشه  کول د الله  پاک او د رسول الله صلی  الله عليه  وسلم نافرماني ده .  
 
۹ : نشه  کول د ستر او تاريخي دُښمن شيطان  خوشحاله کول او دهغه  سره دوستي کول دي .
 
۱۰ : نشه کول له انسان څخه د حياء او شرم صفت ختموي .
 
کله چي له انسان څخه شرم او حياء لاړه، بيا د هيڅ پرواه نه کوي او په ډول ډول گناهونو کي مُبتلاء کېږي او همدا راز بيا له سوال کولو او غلاوو هم مخ نه اړوي . 
 
۱۱ : نشه د انسان د کورنۍ په ژوندانه، تعليم او اخلاقو ټولو ناوړه او اغيزناک اثر کوي . 
 
۱۲ : نشه كول د حافظې د کمزورۍ او د نسيان او هيري د ډېروالي  لامل دی .
 
۱۳ : مخدره مواد د ساه بندئ مرض پيداکوي .
 
۱۴ : د سينې ډېر ډول ناروغۍ ترې پيدا کيږي .
د سينې د حساسيت مرض له مخدره توکو څخه په عمومي توگه او  له مورفينو،هيروئينو او چرسو څخه په خصوصي توگه پيدا کېږي . 
همدا راز ټوخی ترې پيدا کيږي, بلغم ترې پيداکيږي .
 
 ۱۵ :  نشه کول د بې روزگارۍ او بې کارۍ ستر لامل دی . 
کار کول ور ته گران وي او څوک کار هم نه ور کوي ځکه اعتبار پرې نه کېږي . 
 
۱۶ : مخدره  مواد استعمالول د انسان په هضمي طاقت اثر کوي او د خوراک هضمول ور ته گرانېږي .
 
۱۷ : نشه د ټي بي يا نري رنځ د پيداکېدو لامل گرزي .
 
۱۸ : وينه وچوي .
 
۱۹ : د سرطان يا کېنسر د ناروغۍ لامل دی .
 
۲۰ : نشه کول د زړه د مختلفو ناروغيو لامل دی، لکه د زړه درېدل، د زړه د والونو سختېدل او د ويني د فشار  لوړوالي .
 
نور بيا ...
 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
 
لومړۍ برخه دلته کلیک کړئ
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته