تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د کِرز بن جابر الفهري (رض) سريه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۱۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلورم: د کِرز بن جابر الفهري  رضی الله عنه  سريه

کِرزبن جابر رضی الله عنه  هغه څوک دى چي د بدر تر غزاء د مخه يې د مدينې منورې پر اطرافو حمله وکړه او بيا مسلمان سو او د مکې مکرمې د فتحي په ورځ په شهادت ورسېدى، نو د هجرت په شپږم کال د شوال په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه کِرز بن جابر رضی الله عنه  په عُرنِيِين پسي و ليږى چي قصه يې داسي وه: 


يوه ډله چي د عَکل او عُرَينه د قبيلو څخه وه مدينې منورې  ته راغله او په اسلام سره يې اظهارکاوه، يعني: په زړو کي نه وه مسلمانان خو په ښکاره سره يې اسلام را وړى او دلته په مدينه منوره کي اوسېدل، څو په يوه مرض اخته سوه چي په عربي کي (وَخَم) ورته ويل کيږي، ساري او وبائي مرض دى.


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړه چي هغه ځاى ته ولاړ سي كوم چي هلته د مسلمانانو د بيت المال اوښان ساتل کېده او د دوى د مرض د علاج دپاره دي د دغو اوښانو بولي او شيدې چښي، دوى هم ولاړل او دغه بولي او شيدې يې څښل، ترڅو چي الله جل جلاله  جوړ کړه، كله چي يې صحت پيدا کړی او جوړ سوه نو يې هغه د اوښانو ساتونکي او تربيه کونکي و وژل، اوښان يې ور سره بوتله او پسله اسلامه بيرته کافران سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى په طلب پسي کِرز بن جابر رضی الله عنه  د شلو نفرو اصحاب کرامو په ملګرتيا و لېږى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغو عُرنِيِينو ته ښرا وکړه ويل:

الْهي! لار ځني ورکه کړې او پر دوى يې تنګه کړې، الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء قبوله کړه او د دوى څخه لار ورکه سوه، څو کِرز بن جابر رضی الله عنه  پسي ور ورسېدى او دوى يې ونيول، بيا يې د دغو خلکو پښې او لاسونه ور پرې کړه سترګي يې ور وچاودلې او په دغه دښت کي يې تر مرګه پوري پرېښوول، دا د دوى د هغه عمل جزاء وه چي يو  وار يې اسلام را وړى او بيا مرتدان سوه، پر دې سربېره يې د اوښانو ساتونکي هم و وژل او د بیتُ المال اوښان يې ور سره بوتله. 


وروڼو! دا هغه غزاوي او سَرِيې وې چي د خندق تر غزا وروسته پيښي سوي وې، مګر په دغو ټولو غزاوو او سَرِيوکي داسي تريخ جنګ نه دى سوى چي زياته وژنه دي پکښي سوې وي، په دغو ټولو غزاوو او سريو کي کوچنۍ کوچنۍ حملې سوي دي چي په حقيقت کي دغو سريو ته موږ معلوماتي دورې او تأديبي حملې ويلاى سو، چي دا د هغو قبيلو د بېرولو دپاره کېدې چي تر اوسه يې د اسلام قوت! قوت نه باله.


 پسله هغه څخه چي موږ دغه حالات په دقت سره تر نظر وباسو موږته دا را معلوميږي چي د خندق تر غزاء وروسته د ورځو تېرېدل د مسلمانانو په ګټه وه او د اسلام د دښمنانو معنويات مخ پر نړېدلو وه، د اسلام دښمنانو ته دا اميد نه ؤ پاته چي پر اسلامي دعوت دي کاميابه سي او د مسلمانانو شان او شوکت دې ور مات کړي، خاصتاً د مسلمانانو برتري او لوړ والى هغه وخت ثابت سو چي قريشو د حديبيې صلحه ور سره وکړه، په حقيقت کي د حديبيې صلحه: صلحه نه وه، بلکه دا فتحه او د اسلام پر قوت اقرار او اعتراف ؤ او دا په جزيرة العرب کي د اسلام پر وجود او بقاء اقرار ؤ، اسلام او مسلمانان په رسميت و پېژندل سوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته