تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوکنارو تاریخ او د تریاکو اضرار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 11, 2018
  0
ليکنه: ډاکټر شيخ رحيم الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د کوکنارو په هکله داسي ويل کېږي چي د دې بوټي اصلي ځای هغه ځمکه ده چي په ترکيه پوري اړه لري، په لومړۍ عيسوي پېړۍ کي يوناني طبيبانو ترياک د درملو په توګه کارول بيا دغه ناوړه بوټي د بين النهرين او يونان څخه د ختيځ لوري ته خپور سو، داسي ښکاري چي په دغه وخت کي چينايان او هنديان ددغه بوټي سره بلد نه وو خو انګريزانو دغه بوټي پېژندئ اول انګرېزانو هند ته راوړي او هنديان يې د ترياکو په خوړلو او څکولو روږد کړل ځکه انګرېزانو هغه وخت هند نيولي وو .
 
په ۱۷ مه پيړۍ کي انګرېزانو يو بل انسان وژونکي رذالت وکړئ، د جاوا د لاري يې چينايانو ته د ترياکو څکول ور وپېژندل، دلته د يهوديانو او انګريزانو دوې ګټي وې، د يوې خوا يې چينایان د ځان په مقابل کي کمزوري کول او له بلي خوا يې خپل اقتصاد ته په ترياکو قوت ورکاوه، رښتيا هم اقتصاد يې ورکمزوری کړ، ۷۰ ٪ چينايان د ترياکو په نشه اخته سول ، غلاوي ، چور او چپاول پکښي زيات سو، پدغه وخت کي چينايانو د کانتون په بندر کي د ترياکو زيات شمېر صندقونه وسوځول، انګريزانو هم د کانتون بندر کلابند کړ او د دواړو خواوو تر منځ جګړه شروع سوه،  چي تقريباً يو کال يې دوام وکړئ او دغه جنګ د ترياکو د جنګ په نامه مشهور دئ، چي په پايله کي يې چينايانو ماته وخوړه او مجبور سول چي د انګريزانو شرطونه ومني نو يې د انګريزانو سره  صلحه وکړه  او د هانګ کانګ ټاپو يې و انګریزانو ته ورکړئ، پدغه وخت کي امريکا او فرانسې هم په زوره د چين څخه ځيني امتيازات ترلاسه کړل .
 
د قدر وړ لوستونکو اصلاً د مافيائي بانډونو زيات غړي انګرېزان – امريکايان او اروپايان دي.
 
اوس نوهغه خلک چي ترياک يعني کوکنار کري دوی بايد فکر وکړي چي د ترياکو ګټه ۷۰٪ فيصده د اروپايانو جيبونو ته لويږي پاته ۳۰ ٪ فيصده يې افغاني تاجر يا بزګر او مزدور ته رسيږي، نو بايد پوه سو چي دښمن ته څوک ګټه نه رسوي.
 
د ترياکو زيانونه : 
 
اوس به د صحت لپاره د ترياکو وژونکي زيانونه مختصر درته وښيو تر څو د دغه زهرجن بوټي څخه ځان، اولادونه او نور مسلمانان وساتو، په دغه باره کي د اسلام يو مشهور عالم ملاعلي قاري رحمه الله وايې : د ترياکو (۷۰) ډوله زيانونه دي .
 
تر ټولو کم تاوان يې دا دئ چي د زکندن پر وخت د شهادت کلمه ځني هېريږي اوس نو د انسان لپاره يو توجه په کار ده اصلاً د عقل مرتبه اعلی ده او د جسد مرتبه سفلی ده، عقل د فکر مصدر دئ  او جسد د حس مصدر دئ او د انسان لپاره تر جسد فکر غوره دئ ، نو انسان بايد په خپل فکر سره ځان د وژونکو نشه يې توکو څخه وساتي.
 
ګرانو لوستونکو ترياک يا (opium) يو خورا مهلک زهر دي، که په زيات مقدار وخوړل سي او يا وڅکول سي اکثره وخت د مرګ لامل کيږي ترياک په نشه کي تر شرابو او چرسو کم ندي او د طبابت له نظره ترياک په خاصيت کي ګرم خشک دي. 
 
 

 
 
همدارنګه ترياک يا (opium) نشه لرونکي او خوب راوستونکي دي پر مرکزي عصبي سيسټم د ترياکو ناوړه اغېزې په لاندي ډول دي:
 
• دماغ کمزوری کوي
• په سالم عقل او فکر کي ګډوډي رامنځته کوي
• دپوهي قوه له منځه وړي 
• هيره ډېريږي
• د ترياکو معتاد ډېروخت دځان سره ګډ وي 
• عادي خبره يې پردماغ بده لګيږي
• ډېر خوشک وي 
• او په اخيرو وختونو کي يې د ترياکو استعمال د خوب د کمښت سبب ګرځي.
• همدارنګه ترياکي خلک د Anxiety – Depression  په ناروغيو اخته کيږي
• د سر درد اکثره وخت ورسره وي او هغه وخت د سر درد ډېر زياتيږي چي ترياکي سړی يا خو ترياک نلري او يا يې د څکولو ځای ونلري.
 
 پر هضمي سيسټم د ترياکو بدي اغيزې :
 
 اول خو د ترياکي قبضيت زيات وي ځکه د معدې او کلمو حرکات کمزوري کوي چي معده خپل فعاليت نسي اجرا کولاي، د ترياکي اشتهاء اکثره وخت بنده وي، د خولې خوند يې بد وي د بدن عضلات، هډوکي او پوستکي يې زيات کمزوري کيږي له همدې امله ٪ ۹۰ په ترياکو روږد کسان ډنګر وي او سم کار نسي کولای، تاریاک پر زړه هم ډیره بده اغېزه کوي د زړه رګونه تنګوي، وینه توروي (ویني ته پوره اکسیجن نه رسیږي) د زړه درد هم ورته پیدا کیږي . 
 
د تاریاکي د زړه ضربان زیات وي چي په طبابت کي (Tachycardia) ورته وایي او د زړه زیات حرکت کول زړه ستړی او کمزوري کوي .
 
تاریاک پوښتورګي زیات کمزوري کوي، د تشي دردونه او سوزاک په وجود راوړي، د مثانې مشکلات هم ورته پیداکیږي لکه د مثانې سرطان یا (cancer) او د بدن یوه بله حیاتي عضو چي  اینه یا (liver)  نومیږي او په بدن کي تقریباً (۲۵) کیمیاوي تعاملات یا ميتابولیزم په اینه کي سرته رسیږي او نوري مهمي وظیفې هم لري ، هغه خلک چي تریاک خوري یا یې څکوي نو د ایني په ټولو دندو کي يې ګډوډي ايجاديږي . 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته