تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په احادیثو کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 5, 2015
  0

 موسیقي د نبوي احادیثو له مخي

لیکنه: عبدالغفار جبیر، د نوي زیاتونو سره/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
۱حدیث: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ. (رواه البخاري، باب الاشربة)
ژباړه: ډېر ژر به زما په اُمت کي داسي کسان پیدا سي چي زنا، د ورېښمو استعمال، شراب او باجه وهل به حلال وګڼي. 
 
ددي حدیث شریف څه تفصیل او څېړنه:
د (معازف) په لفظ باندي د ټولو د لغتو د علماو او پوهانو اتفاق دی چي غزلو ویلو ته ویل کیږي، امام قرطبي رحمة الله علیه وایي د عربي ژبي د لغاتو ماهر  الجوهري وایي چي معازف د موسیقۍ  الاتو ته وایي او همدارنګه (العازف) وغزل ویلو او د (عزف) څخه موخه د موسیقۍ الات دي، چي ور څخه ډول، طبله، رباب، سارنګي، پیانو، باجه او د موسیقي کمپیوټري الات دي او داسي نور.....
 
د پورتني حديث شريف څخه دا په لاس راځي:
 
• ۱:(یستحلون) حلال ګرځول، چې په ښکاره ور څخه دا مطلب دی چي په حقیقت کي موسیقي حرامه ده او دا خلک به ورته حلال ووایي، او یا به ئي داسي اوري لکه چې حرامه نه وي.
 
• ۲: که موسیقي حرامه نه وای نود شرابو او زنا سره په حدیث شریف کی نه راتلل.
 
• ۳: که موږ ودې څلورو شیانو ته وګورو (زنا، ورېښم، شراب او موسیقي)، په یقیني ډول سره دا څلورشیان هم په دې دنیا کي او په اخرت کي بدي پایلي لري؛ دا ځکه چي دا د شیطان د کړونوڅخه دي او دا څلور سره حرام دي، چې هیڅ شک او شبه هم پکښي نسته.
 
• ۴: لکه څرنګه چي موسیقي د لویو ګناهونو سره په قطار کی بیان سوې ده نو ددې څخه په ښکاره ډول معلومیږي چې موسیقي هم حرامه ده او ګناه کبیره ده. (نو ځکه موسیقي د زنا او شرابو سره ذکر کړې ده).
 
• ۵: ځیني خلک د خپلي بې علمۍ له کبله دا فکر کوي چي زنا، شراب او ورېښم لویه ګناه ده، او موسیقي دومره  ګناه نه ده؛ او کېداي سي چي کوچنی ګناه به وي، په حقیقت کي دوی خطا وتلي دي او موسیقې هم یوه غټه ګناه ده دا ځکه چي د لویو ګناهونو په لړ کي راغلې ده.
 
۲ حدیث: ليشربن ناس من أمتي الخمر يسمونها بغير اسمها يضرب على رؤوسهم بالمعازف والقينات يخسف الله بهم الأرض. ويجعل منهم القردة والخنازير. (أخرجه البخاري في التاريخ، وابن ابی شیبه وابن حبان وغیرهم.... وهذا إسناد صحيح. وحسنه ابن تيمية)
 
ډېر ژر ده چي زما د امت څخه ځیني کسان شراب څیښي او نوم به ئي بېل وي، پر سرو باندي به ئي رقصونه او موسیقي وي، او الله جل جلاله به دا خلک په ځمکه کي ننباسي او ځیني به بېزوګان اوخنځیران کړي.
 
په حدیث شریف کي راځي چي پرسرو باندي به ئي رقصونه اوموسیقي وي، چي ددي مطلب اوس وموږ ته ډېر روښانه دی اوهغه دا چي دا اوس ځوانان یواځي موسیقي اوري ، او دا د غوږو ګوشي ئي په غوږو کړي وي، او یا ئي کله پرسر (هیډفون) وي، چي دا نو هغه حالت دی چي موسیقي اورقصونه ئي پر سر دي.
 
علامه ابن القیم رحمه الله وایي چي د اُمت مسلمه هغه کسان چي شکلونه ئي بدلیږي (مسخه کیږي) هغه د دوو شیانو له وجهي نه دي:
 
لومړي، د شرابو څیښلو څخه او دوهم د موسیقۍ څخه. (اغاثة اللهفان من مسائل الشیطان علامه ابن القیم، دارُالبیان ۱۹۹۳)
 
بله ارزښتناکه خبره چي په حدیث شریف کي راغلې ده، هغه دا چي شراب به وي او نوم به ئي بېل وي چي اوس الکحل دي، او د الکحول د لړیو څخه دي، په ځینو د څښاک په شیانو کي ۵٪ سلنه الکحول وي او په ځینو کي بیا  ډېر وي، چي د الکحلول استعمال د اُمت مسلمه د علماؤ په اتفاق سره حرام دی، نو شراب به په ډېرو نومونو سره را ووځي، نو د حدیث مطابق نوم به ئي بېل وي خو په حقیقت کي به شراب وي، چې دا هر څه ګناه کبیره او هر ډول استعمال ئې حرام دی .
 
یادونه: (الکحول په اسلام او ساینس کي) په دریم ټوک کي کتلایسی .
 
۳ حدیث: عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ان الله حرم عليكم الخمر والميسر والكوبة وكل مسكر حرام.... (احمد، ابوداود، ابن حبان، مسند البراز، معانی الاثار، بیهقي، وهذا إسناد صحيح من طريقيه عن قيس هذا وقد وثقه أبو زرعة ويعقوب في المعرفة، وابن حبان والنسائي والحافظ في التقريب)
 
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې بي شکه الله پر تاسو شراب، میسر او طبله حرام کړي دي، او هر هغه شی چي نشه راولي هغه هم حرام دي .
 
۴ حدیث: عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة ورنة عند مصيبة. (مسند البزار، الترغیب والترهیب، رجاله ثقات كما قال المنذري وتبعه الهيثمي فالإسناد حسن بل هو صحيح بالتالي)
 
حضرت انس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پر دوو اوازو باندي په دنیا او اخرت کي لعنت دي د خوښۍ پر مهال د باجې اواز او د غم پر مهال د ژړا اوا فسوس اواز.
 
۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي : إِنِّي لَمْ أَنْهَ عَنِ الْبُكَاءِ وَلَكِنِّي نَهَيْتُ عَنْ صَوْتَيْنِ أَحْمَقَيْنِ فَاجِرَيْنِ ، صَوْتٍ عِنْدَ نغمةِ لَهْوٍ وَلَعِبٍ وَمَزَامِيرِ الشَّيْطَانِ ، وَصَوْتٍ عِنْدَ مُصِيبَةٍ لَطْمِ وجُوهٍ وَشَقِّ جُيُوبٍ
یعني زه تاسي د ژړا څخه نه منع کوم بلکي د دوو اوازو څخه مو منع کوم، چي د بي عقلۍ او ګناه اوازونه دي، یو د لهو لعب په وخت کي د موسیقي سره غزل ویل او د شیطان مزامیر (باجې)  او بل د غم په حالت کي فریاد او ساندي، ځان وهل او د کالو څیرل. (مستدرک الحاکم والبیهقي والترمذي مثله وقال هذا حديث حسن وأقره الزيلعي في نصب الراية وسكت عنه الحافظ في الفتح مشيرا إلى تقويته كما هي قاعدته)
 
 
۷: عن علي قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: بعثت بكسر المزامير.( کنزالعمال، ابن غیلان في نیل الاوطار)
قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ بَعَثَنِي هُدًى وَرَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ وَأَمَرَنِي بِمَحْقِ ، الْمَعَازِفِ ، وَالْمَزَامِيرِ ، وَالأَوْثَانِ وَالصُّلُبِ وَأَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ.( رواه الطیالسي واللفظ له واحمد)
 
د حضرت علې کرم الله وجهه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي زه د موسیقۍ د الاتو د ماتولو لپاره رالېږل سوی یم .
 
۸: عَنْ نَافِعٍ ، مَوْلَى ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ ابْنَ عُمَرَ : سَمِعَ صَوْتَ ، زَمَّارَةِ رَاعٍ فَوَضَعَ أُصْبُعَيْهِ فِي أُذُنَيْهِ ، وَعَدَلَ رَاحِلَتَهُ عَنِ الطَّرِيقِ ، وَهُوَ يَقُولُ : يَا نَافِعُ أَتَسْمَعُ ؟ فَأَقُولُ : نَعَمْ ، فَيَمْضِي حَتَّى ، قُلْتُ : لاَ فَوَضَعَ يَدَيْهِ ، وَأَعَادَ رَاحِلَتَهُ إِلَى الطَّرِيقِ ، وَقَالَ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَسَمِعَ صَوْتَ زَمَّارَةِ رَاعٍ فَصَنَعَ مِثْلَ هَذَا. (رواه احمد وأبو داود وابن ماجه وسنده حسن دا حدیث ابن حجرعسقلانی، علامه ابن ناصر، علامه سیوطي او  مولانا خلیل احمد سهانپوري صحیح بللي دی)
 
د حضرت نافع رحمة الله علیه څخه روایت دی چي حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه یو ځل یوه شپانه د (نی او تولۍ) اواز واورې دی، نو خپلې ګوتې ئې پخپلوغوږونو کي داخلې کړلې، او پر خپل سواري سپور سو، او بیا ئې وویل چې نافع ته اواز اورې؟ ما ورته وویل هو! بیا می ورته وویل اواز نه راځي، وروسته ئې خپلې ګوتې د غوږو څخه ایسته کړې اووه ئې ویل : چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدی چي کله ئې د شپانه د نی اواز واورې دی او داسي عمل ئې وکړ.
 
۹: قال ان الله حرم على أو حرم الخمر والميسر والكوبة وكل مسكر حرام. .(احمد، ابوداؤد، ابن حبان، بیهقی)
حضرت ابن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره الله جل جلاله حرام کړیدي شراب، خمار (قمار)، ډول وهل او هر هغه شی چې نشه راولي.
 
 
۱۱:  عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ الْكُوبَةُ حَرَامٌ والدن (وفي روایة الدُّفُّ) حَرَامٌ وَالْمَعَازِفُ حَرَامٌ وَالْمَزَامِيرُ حَرَامٌ. .( كف الرعاع عن محرمات اللهو والسماع / للإمام المحدث أحمد بن محمد بن حجر الهيتمي)
 
حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې ډول وهل حرام دي، شراب حرام دي او د موسیقۍ الات حرام دي 

۱۳: عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " بُعِثْتُ بِكَسْرِ الْمَزَامِيرِ وَالْمَعَازِفِ. (کنزالعمال، ابن غیلان، نیل الاوطار)
 
حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زه ددي لپاره را استول سوی یم چې
د موسیقۍ الات مات کړم. 
 
۱۴: الاِسْتِمَاعُ الْمَلاَهِي مَعْصِيَةٌ وَالْجُلُوسُ عَلَيْهَا فِسْقٌ وَالتَّلَذُّذُ بِهَا كُفْرٌ. (رواه محمد بن اسحاق، نیل الاوطار، أورده العراقي في تخريج أحاديث إحياء علوم الدين وعزاه لأبي الشيخ الأصبهاني من حديث مكحول مرسلاً، فقه الاسلامي وادلته، موسوعة الفقهیة)
 
حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې غزل اورېدل ګناه ده، په داسي غونډې کي کښینستل فسق دی، اوپردي خوند اخیستل کفردی (د نعمت کفران دی) .
 
۱۵: حضرت عمر رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ثَمَنُ الْقَيْنَةِ سُحْتٌ ، وَغِنَاؤُهَا حَرَامٌ. (رواه الطبراني،  نیل الاوطار)
ژباړه: د غزل ویونکي اُجره او د هغه غزل دواړه حرام دي .
 
۱۶: حضرت علي کرم الله وجهه روایت کوي چي: نهى رسول الله صلى الله عليه و سلم عن المغنيات والنواحات. (مسند ابي یعلی)
 رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزل ویونکو ښځو او نوحه کونکو ښځو څخه منع کړې ده.
 
د غزل ویونکو ښځو رانیول، خرڅول، د غزلو زده کړه ورکول په دوو نورو صحیح احادیثو کي حرام بلل سوي دي:
 
۱۷: عن أبي أمامة : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال لا تبيعوا القينات ولا تشتروهن ولا تعلموهن ولا خير في تجارة فيهن وثمنهن حرام في مثل هذا أنزلت هذه الآية ( { ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله } ) إلى آخر الآية (رواه الترمذي)
 
۱۸: عن أبي أمامة قال : نهى رسول الله صلى الله عليه و سلم عن بيع المغنيات وعن شرائهن وعن كسبهن وعن أكل أثمانهن (رواه ابن ماجه)
 
 
۱۹: حضرت ابن مسعود رضي الله عنه فرمایي: الغناء ينبت النفاق في القلب. (بیهقې) 
په تحقیق سره موسیقي په زړه کي ریا او منافقت پیدا کوي. 
 
 
۲۰: عَنْ صَفْوَانَ بن أُمَيَّةَ، قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ، فَجَاءَهُ عَمْرُو بن قُرَّةَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَدْ كُتِبَتْ عَلَيَّ الشِّقْوَةُ، فَلا أُرَانِي أُرْزَقُ إِلا مِنْ دُفِّي بِكَفِّي، فَتَأْذَنُ لِي فِي الْغِنَاءِ مِنْ غَيْرِ فَاحِشَةٍ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ:"لا آذَنُ لَكَ، وَلا كَرَامَةَ، كَذَبْتَ يَا عَدُوَّ اللَّهِ، لَقَدْ رَزَقَكَ اللَّهُ حَلالا طَيِّبًا، فَاخْتَرْتَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ مِنْ رِزْقِهِ مَكَانَ مَا أَحَلَّ اللَّهُ مِنْ حَلالِه (بیهقي، طبراني، دیلمي)
 
صفوان بن امیه (رض) وایي چې عمرو بن قراه ونبي کریم صلی الله ته وویل چې زه ډېر بد بخته یم ، زه خپل رزق یواځي په ډول وهلو کی وینم او په بل شي کي ئې نه وینم، نوته اجازه را که چې د بد اخلاقۍ پرته غزلي ووایم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
 
زه وتا ته هیڅکله دداسي بدتر او ذلیله کار اجازت نه درکوم، ای د الله دښمنه! ته درواغ وايي الله تعالی ته ددې وړ ګرځولی يې چي حلال طیب رزق حاصل کړې مګر دا خپله د حرامه روزي د حلالي روزۍ پر ځای اختیار کړې ده.
 
۲۱: حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الْجَرَسُ مَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ. (رواه مُسلم)
ژباړه: زنګوله د شیطان د موسیقي د الاتو څخه ده.
 
۲۲: حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لاَ تَصْحَبُ الْمَلاَئِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلاَ جَرَسٌ. (مُسلم)
ژباړه: ملائيکې د هغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کیږي چي په هغه کي سپی او زنګوله وي . 
 
۲۳:  لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ جَرَسٌ. (رواه ابوداود)
هغه کور ته ملائکي نه داخلیږي چي په هغه کي زنګوله وي.
 
۲۴: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها روایت کوي: ان رسول الله صلى الله عليه و سلم أمر بالأجراس ان تقطع من أعناق الإبل يوم بدر. (مسند احمد، صحیح ابن حبان)
 په تحقیق سره د بدر په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم امرو کی چي د اوښانو څخه ټولې زنګولې پرېکړی .
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سرته