تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصیحت: په ښو امر او د بدو منعه کول (۱۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 24, 2018
  0

لیکنه: استاد عبدالسمېع شینواری/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

لسم نصیحت: په نیکیو امر او له بدیو منع کول

امر بالمعروف ونهی عن المنکر د اسلام د دین اساساتو څخه دی، او موږ الله جل جلاله په امر کړي یو چي د خپل وس او قدرت په اندازه باندي خلګ د بدو څخه راوګرځو او په ښو کارو باندي یې امر کړو، او الله جل جلاله هغه خلګو ته چي دا مبارکه وظیفه اجراء کوي د کامیابۍ زیری ورکړی دی او هغوی یې د خلګو غوره او خیر خلګ یاد کړي دي، لکه الله جل جلاله چي فرمائي:

(وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)  (سوره ال عمران 104) . 


یعني په تاسو کي باید څه خلګ هرو مرو داسي وي چی نیکي لوري ته بلنه وکړي په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي کوم خلګ چي دا کار وکړي هم دوی به بریالي سي .


(ُکنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ...)  (سوره ال عمران ۱۰۴) . 


یعني اوس په نړۍ کي هغه غوره ډله تاسي یاست چي د انسانانو د لارښووني او اصلاح له پاره منځ ته راوړل سوېده تاسي د نیکی امر کوی او له بدیو منع او پر الله ایمان لری.


 ګرانو محصلینو تعلیمي مؤسیسې، او مراکز، د صلاح له پاره ترټولو ښه، او مناسب ځایونه دي او محصلینو ته پکار ده چي د دغه فرصته استفاده وکړي، او لوی اجر لاسته راوړي لکه په حدیث کي چي راځي ( که چیري ستا په لاس باندي یو کس د هدایت لاري ته را واوښتی نو ستا له پاره خیر دی تر دنیا او څه چي په دنیا کي دي )

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته