تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه نیت
 
  November 10, 2014
  0
رالېږونکی: استاذ نور الله خان احمدزی

دنیت په صورت کې چې کومه کېمیاوي نسخه الله جل جلاله اهل ایمان والاوو ته په برخه کړې چې د لږ پاملرنې سره هم انسان له خاورې څخه سره زر جوړولی شي ـ په یوه حدیث کې آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د ټولو اعمالو دارومدار په نیتو پورې اړه لري (انما الاعمال با النیات).

بعضې خلک ددې مطلب دا اخلي چې په سم نیت سره بد کار هم سمیږي او ګناه څخه ثواب جوړیږي دا خبره بلکل غلطه او ناسمه ده ـ ګناه په هر حالت کې ګناه ده ـ که په هر څومره ښه نیت سره یې تر سره کړې بیا هم هغه ناجائزه  ده ـ لکه که د یو چا څخه غلا په دې نیت وکړې چې د غلا مال به صدقه کړم، نو په دغه نیت سره د غلا ګناه پخپل ځای او په همدغه نیت  دا کار د معاف کېدو هم نده ـ

لیکن د آنحضرت صلی الله علیه وسلم  دپورتني ارشاد مطلب دا ده:ـ

۱: په هیڅ نیک کار باندې تر هغو اجر نه ملاویږي ترهغو چې په سم نیت سره ترسره نشي -  د مثال په توګه د لمونځ ثواب هغه وخت کې ترلاسه کیږي چې کله دا لمونځ  د الله  جل جلاله د رضا لپاره ادا شي ـ که چیرې همدا لمونځ د ریا یا بل ته د ښوونې لپاره وشي نو برعکس ثواب یې نشته او دغه کس ګناهګاریږي هم.

۲: دوهم مطلب دا ده او همدا ددې وخت د بیان مقصد هم ده، چې څومره مباح یا جائز کارونه دي د هغوی په اړه اصل حکم دا ده چې  پر هغو باندې نه اجر یا ثواب شته او نه  عذاب ـ لیکن که همدا جائز کارونه هم د ثواب په نیت سره ترسره شي نو هغه په عبادت بدلیږي او پر هغو ثواب ملاویږي ـ د مثال په توګه خوراک او څښاک له مباحاتو څخه دي لیکن که څوک خوراک په دې نیت سره کوي چې ددې خوراک په ذریعه سره زما بدن ته قوت رسي او  همدغه قوت یا طاقت به د الله جل جلاله په اطاعت کې لګوم ـ نو دا خوراک بیا باعث د ثواب او اجر کیږي یا داسې نیت سره خوراک کول چې زما د نفس هم پر ما حق ده ــ  د نفس د حق اداء کولو لپاره دا خوراک کوم  چې د نفس پر ما حق ده او خوراک د هغه لپاره کوم ـ یا په دې نیت سره خوراک کول چې له دې څخه خوند او راحت حاصل شي نو بیا به په زړه سره د الله جل جلاله شکر ادا یا پر ځاي کړم نو داسې نیتونو سره خوراک کول باعث د اجر او ثواب کیږي ــ

مطلب داچې د ژوند هېڅ داسې مباح کار نشته چې که څوک یې په ښه نیت ترسره کړي او ده ته ثواب ترلاسه نشي، نو کوښښ وکړئ چې هر کار کوئ نیت مو ښه وي او له بد نیت څخه ځان وساتئ.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته